دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دغازي امان الله مهمه خبره داهم ده
qudratullah hadad new image

دغازي امان الله مهمه خبره داهم ده

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

په خبر کې راغلي ،چې توفانونو او سېلابونو دامريکا په  ساحلي ولايتونو کښې درې زره کورونه ويجاړ کړي که يوې خواته زمونږ کوډلې  ړنگيږي ددوى ماڼۍ په اوبو او بادونو ړنگيږي اودا روان  دي .

دحمزه بابا خبره .

داد چـــــــا دتخيل څېري  گرېوان دى

دپښتو دادب سحر ، خنده افشان  دى

هر بلبل يې دبقــــــــــــــــــــــاسندرې وايي

دپښتو دباغ ماليار عبدالرحمــــان دى

حمزه څومره خوش بختي دپښتنـــــوده

چې په لاس يې  در حمــــان بابا دېوان دى

درحمان بابا دوهي ته سر ننباسو ،چې څه وايي ؟ دغمونو په ډېر يوکښې ورک يو .

آزادي ،خپلواکي درحمان بابا له وينا

دهغې بنا ،چې نوم منت آباد وي

تر و خاطر به په کښې څنگه دچاښاد وي ؟

افغانستان منت آباد هم نه شوکه څه هم يو شمېر خلکو ويل افغانستان به آباد شي .

دايوه ښه خبره وه  رحمان بابا کړې وه اوچا اورېدلې نه وه.

پاى بسته و لره هر چېرته زندان وي

هغه هر چېرته آزادوي ،چې آزادوي

بادآزادۍ بل تعريف ته ځي او وايي:

عشق تغير وتبديل نه لري يکر نگ وي

داشنا له لاسه داد وي که بې  داد وي

داداو بې داد، داشنا له لاسه ښه بولي غازي امان الله خان ته چاوويل : تاولې  افغانستان  يوه غله ته پرېښود ؟ ده په ځواب کښې  وويل ، يو افغان دى  بل څوک نه دى .

دغازي امان الله مهمه خبره داهم ده ،چې دبحران اونجات په کتاب کښې راغلې ده .

ماتاسوته دکتوران ،انجينيران او مهندسان  راوستل  .

وليد شول ،خو دامنيت دساتلو دپاره څوک نه شم راوستلى .

وليدل شول ،چې دامنيت دساتلو لپاره روسان راوستل شوي   بيا دادى اروپا،امريکا ،کاناډا ، استرليا ټول يې راوستل دغازي امان الله خان عکس يې له مسعود سره يوځاى کېښود امان الله خان ،چې اروپايي کولتور پسې لاړ ښه ونه شول بيا هم له مسعود سره يې برابرول نه منل کيږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *