جمعه , 25 مې 2018
کورپاڼه / خبرونه / امريکا پر حزب الله او مشرانو يې مالي بنديزونه ولگول
download (2)

امريکا پر حزب الله او مشرانو يې مالي بنديزونه ولگول

د امریکا مالیې وزارت او ځینو عربي هېوادونو د لبنان شیعه حزب الله ډلې پر مشر سید حسن نصرالله او ده د ګوند پر ځینو نورو جګپوړو غړو بندیزونه لګولي.

د امریکا مالیې وزارت په یوې  خبرپاڼه کې ویلي دي ، په بندیزونو کې د نصرالله مرستیال نعیم قاسم او د سیاسي شورا مشر ابراهیم امین السید او د ګوند د شورا د تصمیم نیونې مشر محمد یزبک او د نصرالله د سیاسي چارو مرستیال حسین الخیل هم شامل دي.

په تېره فبرورۍ میاشت کې امریکا د حزب الله مالي څانګې پر شپږو کسانو او ددغې ډلې پر اړوندو اوو مالي مؤسسو هم بندیزونه لګول شوي  وو.

په سپینه ماڼۍ کې یوه جګپوړي چارواکي ویلي،‌ د بندیزونو موخه یې دا ده چې د ایران له خوا دغې ډلې ته په کال کې د هغو ۷۰۰ میلیون ډالرو ورکړه ودروله شي، چې په نړۍ کې یې د عملیاتو او فعالیتونو په موخه حزب الله ته ورکوي.

همدا جګپوړي چارواکي  وايي، د ټرمپ اداره د حزب الله پروړاندې خپل سیاست بدلوي.

پر امریکا سربېره، سعودي عربستان، بحرین،‌ کویت، عمان،‌ قطر او متحده عربي اماراتو هم د حزب الله پر جګپوړو مشرانو بندیزونه لګولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *