جمعه , 25 مې 2018
حداد

خوار او په قهر !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
پښتانه وايي :”خوار هم ته يې په قهر هم ته يې ” دحامد کرزي اړيکې له ناټو سره خړې شوې دي ، د ٢٠٠٨ ع کال دفبرورۍ په شلمه دناټو مشر هاپ شيفر ناڅاپه کابل ته راغى، دناټو مشر ددې لپاره کابل ته راغلى ،چې ووايي ناټو له طالبانو سره په جګړه کښې ماته نه ده خوړلې ،داخبره له دې پاڅېدلې ،چې دناټو مشرانو په افغانستان کښې له طالبانو سره دخبرو هوډ څرگند کړى و ،دا د هغه سياست په لړ کښې وه ،چې دانگليستان صدراعظم براون دهغه هېواد په پارلمان کښې ويلي وه، چې خپله کړنلاره له طالبانو سره په جگړه کښې بدلوي او دطالبانو بدنه به له لارښوده بېله کړي . هغه داهم وويل ،چې حامد کرزي دناټو مشر ،چې يو انگليس سياستپوه و ،ونه مانه . داسې څرگنده شوه،چې انگليس يو بل سياست پوه په دې برخه کښې غوره کړې . طالبانو هم خپل سياست څرگند کړ ،په دې ترڅ کښې په افغانستان کښې چارواکو ته ويره راغله ،چې دوى به له واکه لېرې شي ؛ نو دوى امريکا ته خپله هيله ډېره کړه .
له دې حالاتو څرگنديږي،چې اووه کلنه جگړه له طالبانو سره يوځاى ته ورسيده .
د ٢٠٠٨ ع کال دفبرورۍ په يوويشتمه دکندهار والي ،چې اسدالله خالد نوميږي ،خبري رسنۍ بي بي سي ته يې داسې خبره وکړه، چې دکندهار ځانمرگي بريدونو پړه يې پر کاناډايي پوځونو اچولي وه . د ١٣٨٦ ل هـ کال د کب دوه يمه کله ،چې دابله خبره څرگنده شوه کاناډا به هرومرو خپل سرتيري بېرته وغواړي . په دې توگه دناټو اتحاديه ،چې امريکا غوښتل افغانستان به ور وسپاري ،داهيله يې خاورې ايرې کيږي .
ختيځ او لويديځ يو دبل پر خبرو نه شي پوهيداى ،دافغانستان جوړ شوي چارواکي اوس هغه لومړنى خوند نه ويني، دوى دامريکا او اروپا حال دپخواني شوروي په دود ويني .
دافغانستان په لرغوني تاريخ کښې داسې يو مشر تېر شوى، چې دهغه په برخه کښې زر کاله وړاندې حکيم اسدي توسي داسې ويلي دي .
سپهبُد گرشاسب تازنده بود
نه کردش زبون کس نه افگنده بود
گرشاسب بابا ،چې دنوميالي استاد احمد علي خان کهزاد په وينا دملت بابا هماغه غرغښت بابا دى.
هغه خپل عقل او خپله پوهه پښتنو ته په ميراث پريښې ده، څښتن تعالى دى دغه ميراث ميرات نه کړې آمين .
گرشاسب بابا هغه سر لښکرو ،چې په نړۍ کښې چانه و غورځولى. شاه محمود هوتک او شاه اشرف هوتک به ١٧٢٢ – ١٧٣٠ ع کال پورې دغه توره وبريښوله روسيې ، هالنډ ،انگليس او عثماني ترکيې ته يې وښودله کومه توره، چې له گرشاسب بابا ورته پاتې وه بيا احمدشاه بابا په هند کښې اوس بيا هغه توره ځليږي،چې غوغا جوړه ده، امريکا ، کاناډا استراليا چېرته دي ؟ طالبان چېرته دي؟ داعجيبه پېښه ده، دنه منلو بيا په څرگنده داحقيقت دى هرڅوک يې ،چې نه مني لاړ دې شي افغانستان ته په خپلو سترگو دې وگوري . دغه سوړ باد اوس دافغانستان په دغو چارواکو ،چې نرم وگرم هوسا پنډ پراته و لگيږي اور يږدي ،چې دسپو ميله نوره نه کيږي اتيا کسه په کښې ووژل شول لاړه ،چې لاړه . هرکله ،چې په افغانستان کښې دځينو خلکو پلار نيکه ترې هېر نه شي اروپايي امريکايي شي، بيا دغه سوړ باد راوالوزي . هيله داده،چې بيا داسې ونه شي دا،چې شوي بس هماغه خبره ده هرملت، چې خپل هېر کړي بيا به يې زده کوي ،پاکستان کښې هم داسې ده،چې اروپايي امريکايي دود نه شي راتلاى دا،چې هره پلا دپوځ حکومت راشي، د دغه هېواد ډېر وخت په دې تلو راتلو کښې تېر شوي کله داکيداى شو بيا دپوځ راتلو ته اړتيا نه وه.
ترکيې کښې ،چې اسلامي ځوگ دى، بيا ځينې هېوادونه تر هغه په دې برخه کښې وروسته دي . په امريکا کښې ډېر ايرانيان دي ،چې ماړه او پوه خلک دي بيا يې کومه لاره دايران لپاره ونه موندله که څه هم بش دوى ته وويل : مونږ درسره يو تاسې ايران کښې دديموکراسۍ لپاره هڅه پيل کړئ .
کله ،چې دوى شمېره واخيسته دايران ځوان کهول يانسل هم ديموکراسي نه غواړي .
افغانستان کښې داخبره ،چې ډيموکراسي وي خپل رنگ بايلود ډيموکراسي په چور او تالان بدله شوه .
زرونو سوه جريبه ځمکه په شمال کښې دغو خلکو له خوا نيول شوې ،چې له حکومت سره دي ، خلک وايي ،چې څړ ځايونه دمالدارۍ لپاره نه دي پاتې کله ،چې مالداري نه وي دافغانستان يوه لويه اقتصادي سرچينه له منځه لاړه، ځنگلونه هم داسې دي او بيا افغانستان له لوږې مرې ،چې اوس هم يو زراعتي هېوادبلل کيږي دکرنې او زراعتي مواد له بهره غواړي کله دا اروپا ،امريکا وي خلک به په کالبوت بدل شي، لکه افريقايي هېوادونو کښې څومره لوږه ده څومره بدې ناروغۍ دي په داسې حال ،چې دنړۍ الماس او ډېرې نورې سرچينې هلته دي ډېره لويه ځمکه ده هرې خواته بحرونه دي براوبحر يې په واک کښې دي ژوند يې تر ټولو ويجاړ دى دا داروپا اوامريکا له لاسه داسې دي ،چې په ميليونونو وگړي يې دايډز په ناروغۍ مري . بش هم ورغى ،چې ځانته څه ولټوي پښتانه ستر مشران لري هره خبره يې دوى ته کړې ده له دوى نه لار نه ورک کيږي. دادى ټوله پانگه واله نړۍ يې جگړې ته راغلې کوم افغان دولت ،چې اوس هلته دى ،په دې قهر او غوسه دى‌،چې ولې سمه جگړه نه کوي ؟ ډېر نه وژني.
دچابه څه لره ماڼه له بله شي
نيک وبد په خپل عمل موندله شي
هرڅه وکرې هغه به ريبې
له خپله لاسه هره کرله شي
دا خود نمايه محبوبه گوره
چې کله گل شي کله بلبل شي
کله غوغا کا په خرابات کښې
کله د ذکر په حلقه داخله شي
لون لون ښيوى ډېرې دي
اول به کومه يوه ويله شي
خوشحاله پام کړه مجلس دعامو دى
دمنصور پياله به په منصور نوشله شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *