یکشنبه , 22 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / یوې نجلۍ د بلخ د والي خوريى وژلى دى

یوې نجلۍ د بلخ د والي خوريى وژلى دى

یوې نجلۍ تيره شپه  د بلخ  دوالي محمد اسحاق رهګذر خور ځوى  وژلی دی. د بلخ د پولیسو ویاند شیرجان درانی  ويلي دي  پېښه د مزارشریف په څلورمه ناحیه کې رامنځته شوې ،او  قاتله نجلي نیول شوې او پوښتنې  ترې روانې دي. د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد دا خبره مناې ده  چې  وژل شوی هلک د بلخ د والي محمد اسحاق رهګذر خوریی( د خور زوی) دی. د بلخ د پولیسو ویاند شیرجان درانی  زياته وي  تر اوسه دا نه ده معلومه، چې دغې نجلۍ دغه هلک ولې وژلی د پوليسو د وياند پرخبره نجلۍ دغه ځوان هلک په توپانچه ویشتلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *