جمعه , 25 مې 2018
کورپاڼه / سلايډ / په فراه کې څه پېښ شول؟
-فراه (Medium)

په فراه کې څه پېښ شول؟

ليک: حبیب مجاهد

مجاهدینو د فراه د نیولو عملیات تیره پنجشنبه د می په لسمه د ولایت د مرکز له ختیځ او لویدیځ څخه پیل کړل، د ولایت د مرکز ختیځ اړخ ته شپیته کیلومترۍ کې د بالابلوک له ولسوالۍ مجاهدینو پراخ بریدونه شروع کړل، د فراه رود په امتداد د حکومتي قواوو ټولې پوستې ونیول شوې او مجاهدینو د ولایت د مرکز په خوا پرمختګ ته دوام ورکړ.د فراه چارواکو ومنله چې په دې جګړه کې په نورو پوستو سربیره مجاهدینو د بالابلوک د دوراهي مهم مرکز د ۲۳ تنه پولیسو له وژلو وروسته نیولی، دغه راز د فراه ښار ته نږدې د رج په نوم پوځي مرکز کې ۱۸ تنه سرتیري وژل شوي او سیمه د مجاهدینو لاس ته لویدلې.
په همدې شپه د فراه د مرکز لویدیځ اړخ ته په ۱۲۰ کیلومترۍ کې د لاش وجوین په ولسوالۍ هم مجاهدینو پراخ برید وکړ،چې له لنډې جګړې وروسته یې دولسوالۍ مرکز ونیو او دولتي عسکرو ته یې درانه تلفات واړول. په ولسي جرګه کې د فراه استازیو وویل چې په دې جګړو کې مجاهدینو د پراخو سیمو په نیولو سربیره د یونیم میلیون ډالرو په قیمت وسلې او جنګي وسائل هم نیولي دي چې څو ټانګونه او پوځي موټر هم په کې شامل دي.
نن د می په ۱۵ مه سهار له سپیدو مخکې شاوخوا یوه بجه مجاهدینو د فراه ښار له لویدیځ او شمال شرق څخه د عملیاتو دوهم پړاو پیل کړ.د مجاهدینو ځانګړې ضربتي قطعه چې په دوربین لرونکو ټوپکو سمباله ده د شپې په تیاره کې یې له دوو خوا د فراه ښار امنیتي کمربند مات او ښار ته داخل شول. سهار چې د فراه دوالي په شمول دولتي چارواکي له خوبه پاڅیدل مجاهدین د ملي امنیت ریاست ته رسیدلي و او فیسبوک کې خپرو شویو انځورونو په فراه ښار کې د هغوی وجود ثابتاوه.
له سهاره تر غرمې مجاهدین ګام په ګام په ښار کې د پرمختګ په حال کې و، د فراه ښار ګڼې دولتي ودانۍ د مجاهدینو لاس ته ورغلې او په فیسبوک نشر شویو ویډیوګانو وښودله چې مجاهدین د پولیسو پوستو او کوډلو ته اورونه اچوي، ټانګونه چلوي او د ښار د دریمې ناحیې په زراعت څلورلارې کې یې د تلاشۍ پاټک اچولی.
ماسپښین ناوخته د مجاهدینو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ولیکل (د ښار اکثره برخه نیول شوې، د استخباراتو ریاست نیول شوی، همدا ډول چهار پاس، حیدرغلی، د فراه محبس او نور ډېرې برخې له دښمن څخه تصفیه شوي دي.د عملیاتو په جریان کې د فراه ولایت مرکز د دریمې حوزې آمر واحد خان له خپلو یو لسو افرادو سره ووژل شول، د استخباراتو په ریاست کې قومندان نبي له خپلو تر شلو ډيرو افرادو سره وژل شوي، همدا ډول لسګونه نور ټپيان دي چې د فراه ولایت د امنیت آمر عبدالرزاق هم په کې شامل دی.
بل پلو په یوه لوی فدايي برید کې چې د دښمن په قوماندوي عسکرو ترسره شو ۳۲ تنه کماندوي عسکر وژل شوي چې د ټولو وژل شوو عسکرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.همدا ډول د قومندانۍ او ولایت په مقام او نورور برخو پراخ تعرضونه روان دي.)
په داسې حال کې چې مجاهدینو ګرده ورځ د خپلو بریاوو په اړه ژوندي راپورونه نشرول، د حکومتي اړخ فیسبوکي فعالانو اشرف غني او عبدالله ته په ښکنځلو ورځ واړوله. رادمنش، هارون چخانسوري او نورو حکومتي ویاندانو په دروغو فراه ته د کومکي ځواک د رسیدلو دعوې کولې، د ارګ ویاند د کوماندویانو یو عکس هم خپور کړ او دعوه یې وکړه چې د فراه په ښار کې شتون لري، خو د طلوع خبریال ولي آرین د نوموړي د عکس جعلیت ثابت کړ، ځکه عکس ډیر پخوانی و.
په دولتي چارواکو کې یوازې د ولایتي شورا مشر له رسنیو سره خبرې کولې او د جګړې حال یې ورکاوه، د فراه والي بصیر سالنګي چې سهار یې په فیسبوک د مسعود د شاګردۍ غوره کړې وه او د مقاومت ټټر یې وهلی و له غرمې وروسته یې ټیلفون بند و او د بي بي سي د خبریال محمد قاضی زاده په وینا له ولایته تښتیدلی دی.
د ورځې په جریان کې دولتي چارواکو تمه درلوده چې امریکایي ځواکونه به جګړې ته راووځي، خوماښام ناوخته د قاطع ماموریت بهرنیو ځواکونو یوازې په خپل ټویټر د A-10 الوتکې انځور خپور کړ، شاید فکر به یې کاوه چې مجاهدین به د الوتکې د انځور په لیدو له فراه ښاره ووځي.
اوس چې شپه رابریدونکې ده، له فراه نه تازه حال دا دی چې جګړه ارامه شوې، د ولایتي شورا د مشر فرید بختور په استناد د ښار ۸۰ فیصده برخه د مجاهدینو لخوا نیول شوې،کله خال خال د ډزو غږ واوریدل شي، د فراه ښاریان په کورونو کې دي او ځینې یې له ښاره اطرافو ته بې ځایه شوي دي. داسې معلومیږي چې مجاهدینو د ولایت د مرکز د نیولو پلان په بریا سره تطبیق کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *