یکشنبه , 22 جولای 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبان دفراه له ښاره وتلي دي

طالبان دفراه له ښاره وتلي دي

طالبان له یوې ورځې ولکې وروسته تېره شپه دفراه له  ښاره  وتلي دي. اوس فراه ښار کې وضعیت د عادي کیدو په حال ښکاري.

“بازارونه او دوکانونه هم په‌‌‌‌‌‌ډیرو سیمو کې خلاص دي او خلک ورځنی ژوند پیلوي”. بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼه ترسترګو کېږي او ځینې مدني فعالان وایې چې طالبانو له درنې جګړې پرته ښار پرې اېښی دی.

د چهار شنبې په سهار د فراه په مرکزي چوک کې د فراه والي بصیر سالنګی د خپلو ساتونکو سره په پوځي جامو کې څرګند شو. طالبان له ښار اېستل شوي دي او ښار ارام دی.

والي ويلي دي  په دې جګړه کې تر ۳۰۰ وسلوال طالبان وژل شوي دياو” ۲۵افغان سرتېري وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي”.

ښايي د افغان ځواکونو مرګ ژوبله له دې ډېره وي.

له بله خوا طالب وياند قاري يوسف ويلي دي د فراه ښار اکثره برخې او نظامي تأسیسات ونیول چې

عملیاتو په ترڅ کې د مهمو قومندانانو او مسئولینو په ګډون ۶۳ تنه عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي دي.

له ماښام لمانځه څخه وروسته د نظامي مسئولینو په لارښونه ټول طالبان  بې له کومې جګړې او مزاحمت څخه د فراه له ښار څخه په اطمنان او آرام سره پر شا شول او خپلو محفوظو سنګرونوته ستانه شول.
دطالب وياند پر خبره  په ټولو عملیاتو کې تر ۹ پورې طالبانو خپل ژوند له لاسه ورکړې دى   ۱۱ ټپيان لرو.
وياند وايي  په عملیاتو کې د فراه په ښار کې هيڅ ملکي کس ته هم زیان نه دی رسیدلی.

د فراه والی بصیر سالنګی له رسنیو سره په تماس کې  ويلي دي  چې خدای مکړه هلته يې تر ۳۰۰ پورې مجاهدین شهیدان کړي، یا د مجاهدینو په مقابل کې ولس کوم عکس العمل ښودلی داخبرې هیڅ حقیقت نه لري، طالبان تلفات نه لري، بلکې په ښه تکتیک او مصئون ډول له ښار څخه بیرته خپلو سنګرونو ته پرشا شوي او هيڅ ستونزه نشته.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *