جمعه , 25 مې 2018
کورپاڼه / سلايډ / ملیت، ملت، ملي ستم او خراسان
Ramat-Zirakyar

ملیت، ملت، ملي ستم او خراسان

ليک: ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار

[ د ډاکتر ځیرکیار له کتاب نه: د ناپوهۍ تیارې، د پرمختګ ډیوې د افغاني کلتور په چوکاټ کې: له عبدالرحمن خان نه تر اشرف غني احمدزي ۱۸۸۰تر۲۰۱۵. په کابل کې له سروش کتاب فروشي نه لاسته راوړل کیدلی شي او په جلال آباد کې له مومند کتابتون نه].

پـه ۱۹۱۷ کې د لینن په مشرۍ په روسیه کې بلشـویک/کمـونیستي نظام د پخـوانی تـزاري نظـام ځای ونیو. کله چې بلشویک/کمیونیسټي واکمني په مرکزي اسیا کې بـرلاسې شـوه، ګـڼ شـمیـر(اووه نـیـم لـکـه= ۷۵۰۰۰۰) تــاجکـانـو، ازبـکـانـو، تـرکمـنانـو، او کـرغــیـزیـانـو افـغـانـستان ته پناه ویـوړه(وسیلي میتروخین،کې جي بي په افغانستان کې. واشنګـټن،ډي.سي.،۲۰۰۲.تجدید ۲۰۰۹، په انګریزي ژبه: ۱۷ مخ). ځما ځیرکیار په نـري اټکـل، د منځنئ اسـیا د اووه نـیم لکـه کـډوالانـو پـه منـځ کې بـه لـږ تـر لـږه پنځـه ســوه (۵۰۰) کمـونـستان هـم ځـای په ځـای شـوي وو چې پـه راتـلـونکی افـغـانـستان کې کمونستان او مخبران وروزي او د شـوروی روسیې/شوروي اتحاد په ګـټه یې استعمال اواستخدام کړي؟

د«ستـم ملي» تبلیغ او د قـوم په ځای په «ملـیـت/نـیـشنالیـټـي» ټـیـنګــار او اوس پـه پـیـژانـد پــاڼــه کې د افــغـان د ټــکي ســره حســاسیـت د ذکـر شــوي ادعــا ســره اړخ لـګـــوي. دغــو مــفــهــومـونـو د پـرچـمیــانو د واکمنۍ په مهال او ورپـسې د مسعـود – ربـاني – پرچمي سړک الطوایفۍ په مهال زور ومیند. ولـولئ رحمت ربـی زیـرکـیار، ملي ستـم، ملـیت او خراسان. خپروونکې: د پښتني کلتور د ودې ټولنه، جـرمني. چاپځی:مـلت پریس، لاهور، ۱۳۸۰هجري لمریز= ۲۰۰۱ زییـز، ۶+۱۱۹ مـخونـه

ما ځیرکیارته نن (۱۵ اپـریل ۲۰۱۵= ۲۶حمل ، ۱۳۹۴) د کاناډا د انتاریو د ایالت له تورانتو ښار نه په ایمیل کې یوه لیکنه راورسیدله: «تـشت بـدنامی پـیروان رسـول سـیاف تـوسط وکلای شـورا از بـام افـتـاد». په دغه لیکــنه کې مې چې په «افغـانستان آزاد – ازاد افـغـانـستان» کې د ۲۰۱۵ د اپـریـل په ۱۴ خـپره شـوی ده، څـلور ځــلې د «مــلیـتهـای افغــانـستان» ټکی ولیـد. ما نږدې ۱۶-۱۵ کالونه وړاندې په کال ۲۰۰۰ کې په دې سرلیک «ملیت او ملت په اوسني شعـور کې» یوه لیکنه خپره کړې وه. دلته یې ځینې برخې خپروم ، په لاندې ډول:

د کمونیزم سره د ترخې تجربې له امله افغانان عموما د خپلو هغـو هیواد والو په ملي ژمنه شکمن شوي دي چې د «ملیت» ټکي ته یې خوله ګوړې- ګوړې کیـږي. له بل هر وخت نه ډیر، نن افغانان د ملیت د ټکي څیـړنې ته کلکه اړتیا لـري. د پخواني کمونیستي ازبکستان یـو کړکیښاند(مورخ) چې نیشانوف نومیـږي « د اپـریل تعمیري انقلاب» د سرلیک لاندې خپل کتاب خپور کړی و. په دغه کتاب کې راغلي دي: « د ظاهرشاه او داود په ظالمانه رژیمونو کې د پښتونستان نهضت د دې له پاره پیل شو چې د افغانستان د نورو ملیتونو هویت او د دوې ارزښتناکې عنعنې له مینځه یوسي. د ۱۹۶۴ کال اساسي قانون د نورو ملیتونو هویت بیخي له نظره غورځولی دی او د افغان اصطلاح یې د ټولو ولسونو لپاره استعمال کړې او یواځې په دې یې اکتفا کړې ده چې په افغانستان کې ټول اوسیدونکي قـومونه افغان ملت دی.» د اقتباس لپاره ولولئ: خپلواکي، څلورم کال، لومړۍ ګڼه ۱۳۶۸ لمریز، اپریل-جون ۱۹۸۹، مخ ۱۵. په «ستـم مـلي » بانـدې د نیـوکې لپـاره او د ستـم ملي د نـظریې لپاره په تـرتیب سـره دوه لیکـنې پـام وړ دي. انتقادي لیکنه د غني ژوند ي په قلم خپره شوې ده: «ملي ستم او اسلامستان» ‎،( سباوون. لومړی کال، دریمه ګڼه، غویی ۱۳۷۳، اپریل ۱۹۹۴، مخونه: ۸-۵، ۲۲-۱۷ او ۲۸-۲۵). د ۱۹۹۵ په دسمبر کې په ۳۴ مخونو کې یوه رساله په امریکا او جرمني کې تیت شوه چې سر لیک یې دی: «خراسان سرزمین آزادی و اتحاد ملی. نقدی بر نوشته آقای حداد». په دغه رساله کې د «نګارندګان این مجموعه» ټکي کارول شوي دي. له دې امله ویلی شو چې دغه «مجموعه» به د یوه ټیم (نګارندګان) له خوا لیکل شوې وي او سړی ورته د د ستمـیانو د مجموعـي تـفکـر مانیفـیـست هم ویلی شي. د دغې مجموعې د «نګارندګان» هویت په مستعارو نومونو هم نه دی ښودل شوی، او ښایي له دې امله یې قدرت الله حداد «شبنامهٔ مجهولیـن» ګڼي. لوستل یې د ملي شعور د خاوندانو لپاره ګټور دي. په دریم څپرکي کې مې په دغه لیکنه رڼا اچولې ده او د ستمیانو شـور او شـر مې ول په ول راسپـړلي دي

کله چې په افغانستان کې «طبقاتي» پرځنګ سوکه سوکه بې خونده شو، نو روسانو د خپلو ګټو لپاره خلقي – پرچمي او ستمي کړۍ مرتبطې کړې او دیته یې ولمسولې چې د افغانستان د ځپلو او ټوټه ټوټه کولو لپاره «ملیتي» مبارزه وپـړ سوي او د «طبقې» په ځای په «ملـیت» شخـونـد ووهـي. افغان ملیګران (نیشنلیستان) له دې امله د ملیت د ټکي شاته د «ستم ملی» افغان دښمنه هڅه ویني. یو څو اقتباسونه د معلوماتو په حیث وړاندې کوم

۱ – «مهم ټکی چې زموږ د هیواد په سیاسي ادبیاتو کې راګډ شوی دی د ملیت د کلمې استعمال دی…په افغانستان کې هغه ډلې چې چپي تمایلات لري او یا د اقلیتونو څخه نمایندګي کوي د دې کلمې په استعمال ډیر ویاړي او فشار پرې اچوي. دا کلمه چې په ملت کې د بل ملت د پیداکولو معنی ورکوي او بس، د پرچمیانو، ځینو خلقیانو، شعله یانو، ستمیانو او نورو چپـو او متعـصبو منطقوي ډلو له خوا استعمالیده او استعمالیـږي.» – عبد القیوم مومند، «ملت، ملیت او هزارستان»، سباوون، لیندۍ ۱۳۷۵=۱۹۹۶/۱۱/۲۲، مخونه۲۰-۱۹

۲- پوهاند محّمد نادر عمر په خپله یوه لیکنه(اصطلاح ملیتها) کې داسې وایي: «افغانها ملت واحد ی را تشکیل میدهند. کسانیکه تابعیت افغانستان را دارند، به هـر قومیکه منسوب باشند، ملیت شان افغان است و دارای حقوق مساوی هستند…در شناسنامهٔ هر کسیکه تابعیت افغانستان را دارد، برای شناخت ملیت وی افغان نوشته شده است.» دعوت، پر له پسې ګڼه ۸۰-۷۹، زمری/وږی ۱۳۷۶= جولای/اګست ۱۹۹۷، مخ ۱

۳- د ائتلاف شمال د ګډوډۍ څخه یو کال وروسته په ۱۹۹۳ کې قدرت الله حداد کاږي: « پردو کتابونو څه کانې راباندې وکړې. کمونستانو ویل (ملیتهای برادر) اوس برادر هـم ورسره نه وایي (ملیت ازبک،ملیت هزاره، ملیت تاجک) وایي. دوی که عـقل او عـزت درلودلای، نو ازبک افغان، هـزاره افغان، تاجک افغان به یې ویلای چې شریک ټکی مو افغان وای.» – د نجیب د حکومت نسکوریدل په کومه بیه؟ اګست/سپتمبر ۱۹۹۳، مخونه ۱۲۹-۱۲۸

۴ـ د ۱۹۹۲ په پای کې د مسعود- ربانی وسله والو قواو د کابل ښار په افشار او چنداول برید وکړ او د هزاره ګانو په وینو یې ولمبول. سم د لاسه «اعلامیهٔ هـزاره های مقیم امریکا شمالي» خپره شوه. په دغه اعلامیه کې داسې راغلي دي:«…ما ازین جنګ متاسف ایم زیرا بزرګترین قـربانی درین جنګ وحدت ملیت های محروم افغانستان است. ما مخالف هرګونه جنګ و درګیری مخصوصا درګیری بین ملیت های محروم افغانستان هستیم . آیا این اقایون در مورد منافع وخواست ملیت شان فکر می کنند ویا قدرت طلبی شخصي را بالا تر از منافع ملیت تاجک میدانند؟»-«متن اعلامیه هزاره های مقیم امریکای شمالی» توسط «رادیوی صدای افغانستان» در شهر لاس انجلس، کلیفورنیا، بتاریخ ۲۲ دسمبر ۱۹۹۲ پخش ګردید

۵ـ د حکمتیار، دوستم او مزاري په «همآهنګی» کې هم ملیت په ملت کې نیغ نیغ شوی دی:«ایـن جنګ که محصول انحصار طلبی ها و ماجرا جوی ها و عهد شکني های جمعیت مسعود ربانی میباشد قیام ملی یی برګسیست که همه ملیت ها، احزاب جهادی و قوماندانان و قوت های مسلح اطراف… در آن شرکت دارند.»- اعلامیهٔ شورای عالی همآهنګی انقلاب اسلامی

۶ـ سـراج وهاج چې د «درد دل افغان» خپرونې «نګارندهٔ مسوول» دی. د دغې خپرونې په لومړۍ ګڼه (نومبر ۱۹۹۷= عقرب ۱۳۷۶) کې داسې کاږي: د افغانانو په روانه غمیزه کې د روسیې رول «برجسته تر از هر نقش سیه دیګر است…. یکی از نکات مهم که در ذهن چند جوان نمی بایست باقی بماند(ولی متاسفانه نقش فی الحجر شده) کلمه ٫٫ملیتها٬٬ است که ګویا ترجمه کمونیستی «اقـوام» افغانستان بوده ،هرجا کلمات «اقوام افغان» ذکر شود، به منظور بهره برداری سیاسی آنرا «ملیتهای افغان» ترجمه و تفسیر مینمایند.» ۶ مخ

۷- ډاکتر سید عبدالله کاظم هم د روسانو «عمده ترین حمله» ته متوجه دی:«عمده ترین حمله آنها دامن زدن به اختلافات قومی، زبانی و مذهبی بوده که تحت عنوان ٫٫حقوق اقـلیـتها٬٬ اشاعه ګـردید. آنها پشتونها را در چوکات اقوام بجان هم انداختند و ازبک، ترکمن وهزاره و تاجک را زیر نام ملیتها تحریک کردنـد، با اعطای پـولی و امتیاز خودمخـتاری هـا در بیـن اقـوام نفـوذ کـرده، قطعات نظامی را تحت غـوندهای قـومی وملیشـه ها تـاسیس نمودنـد.» -«جنـایات سـرخ در افغانستان:تـفرقـه،تـوطـئه،تجـزیـه»: اتـحاد آزادګان، حمـل- سـنبله ۱۳۷۲=اپـریل- سپتمبـر ۱۹۹۳، مخـونـه ۱۸۹-۱۸۴

ملت یو ډیـر پیچـلی سیاسي واقعیت دی. که څه هم هر اړخیز تعـریف یې د ملي واقعیتونو د ځانګړتیاو له امله ناشونی دی، تر اوسه پورې یې هر چیرې شته والي ته اړتیا لیدل کیـږي، او هیڅ ډول مکتبي ایډیالوجیک رژیم هم د دې وس نه لري چې په څرګند ډول له خپل ملت نه انکار وکړي، خو دا چې د ملي ګټو په خوندي کولو کې پاګل وي. خـپل ملت تـه څـوک مبارز مـلت وایـي، څوک یې مسلمان ملت ګڼي، د چا په شعور کې د کلتوري ملت په حیث شته وي، څوک یې د تاریخي ملت په حیث درناوی کوي، چا ته د غیرتمن ملت په حیث نازولی وي، او څوک پرې د مجاهد ملت په حیث ویاړي. بې ملته دولت مرګونی دولت دی. ملت چې شته شي دولت غواړي او دولت چې شته شي ملت ساتي. دولت چې هر څومره د ملي ټولنې په جوړولو کې غافـل وي، نـو هغـومره د ملي یووالي، ورورولۍ او ولسواکۍ زړی وچوي. د دولت او ملت د اړکیو لپاره بایـد لومړی په ملیـیـت پـوه شـو

مـلــیـت (نیشنالیټي) درې څـڼـډې لرې: حقوقي، ټولنیزه او سیاسي

۱ـ د حقوقو له نظره، ملیت یو ډول تړون (قرارداد) دی د وګړي (فرد) او دولت تر مـنځ چې د دواړو خواو تر منځ اړیکې ټاکي. یعـنې ملـیـت په دولـت کې د وګړي (فـرد) غـړیتوب ته ویل کیـږي. په دې ډول چې وګړی د خپل دولت د تـبـعـه ( نیشنل، سیـټـیـزن، هیوادوال) په حیث له خپل دولت نه حفاظت غـواړي، او دولت د ساتندوی په حیث له خپلو اتباعو (هیوادوالو) نه ژمنه غواړي. په بله وینا، په حقوقي لحاظ ملـیـت د تبعـیت (سیـټـیـزن شیپ) په معنا چلیـږي چې د دولت سره کیـږي. کله چې د یوه وګړي حقـوق اوامتیازونه په یو دولت کې خوندي شي، د هـیـوادوال (تبعه) مقام ته لوړیـږي چې په درې (۳) لارو لاس ته راوړل کیـدلی شي: ((الف) د زیـږیدنې د هیواد(«جَس سولي» له لارې، (ب) د زیـږیدنې په وخت کې د مور یا پلار د تبعیت (جَس سنګـوینیس له لارې، او (پ) د بل هیواد له خوا د منل کیدلد (نیچرالایـزیشن) له له لارې

Jus Suli, Jus Sanguinis, and Naturalization

۲– سربیره په حقوقي خاصیت، ملیت ټولنیزه معنا هم لري. په ټولنیز هویتي مفهوم، ملـیت قوم او اقـلیت هم منعکسوي چې سیمه ییز، کلتوري، دیني، مذهبي، او ګاوڼـډیز واقـعـیتونه پکې رول لوبولی شي. په ټولنیز مفهوم ، په افغانستان کې د ملـیت د ټکي په تناسب د قوم ټکی ډیر معمول و او دی. نن هم نه شي اټکل کیدلی چې عوام دې د خپل پیژاند (هـویت ) په اړه د ملـیت ټکی استـعـمـال کړي

۳– د حقوقي او ټولنیزو معنا ګانو په خوا کې د ملیت کلمه دریمه څـڼـډه یعنې سیاسي معـنا هم لـري. په یوه ټـولنه کې چې یو ټولګی د ملیت په دوهمه یا اجتماعي معنا یعنې د قوم په شکل را پورته شي او د خپل کلتوري، ژبني، دیني، مذهبي، او ګاونـډیز هویت په بنسټ د خپل دولت د جوړولو یا د خپلې خودمختارۍ د لاسته راوړلو په تکل کې شي ، نو په دغسې پرځنګي (مبارزوي) حالت کې قوم (هویتي شته والی) په ملیت (سیاسي شته والي) اوړي. په افغانستان کې د ۱۹۷۸ د اپریل (غویي ۱۳۵۷) د رټلې کودتا او ملي غمیزې راهیسې د ملیت د ټکي سیاسي معنی ډیر زور میندلی دی او په اټکل هرې ښې بدې کې د ستمي-اقلیتي کړیو له خوا نیغ نیغ کیـږي. له د ې امله افغان ملي ګران(ملي خوښي) په مـلیـتګرانو(ملیت خوښو) شکمن شوي دي چې د ټول افغانستان د تجزیې د حرکت په مسیر کې روان دي

ډاکتر محّمد عثمان روستار تره کی لیکلي دي چې: «شوروي ها ناسیونالیزم پښتون را تبلور ناسیونالیزم افغانی قیاس میکردند. اعم از همین رو علیه پښتون های ناسیونالیست اعم از آنکه در داخل ح.د.خ. (حزب دموکراتیک خلق) بودند (در وقت حکومت امین) و یا خارج آن، موضع بسیار خصمانه داشتند. آنهم در حالیکه ناسیونالیزم محلی سائر اقوام را تشویق میکردند. به همین مقصد ترجیح میدادند تا به اطلاق اصطلاح ٫٫مـلیـت٬٬ به اقوام اقـلیـت افغانستان هویت آ نها را در بطن جامعه افغانی به شیوه مصنوعی متورم جلوه بدهند و احساس رقابت شانرا نسبت به پښتونها زنده نګه دارند.» افغان ملت، ۸۹-۸۸ پر له پسې ګڼه. اکتوبر ۱۹۹۹=تله ۱۳۷۸

کله چې ملیت (نیشنالیټي) په سیاسي معنا خپلې موخې (هدف) ته ورسیـږي، یعنی خپل دولت یا دولت وزمه جوړښت را منځته کړي، نو ملیت په سیاسي لحاظ په غـټ مجمـوعـي سیاسـي هـویت یعنې په ملت(نیشن) بدلیـږي. خو په حقوقي لحاظ بیا هم په نوي دولت کې د ملـیت (اتباع، تبعـیت) په معنا پاتی کیـږي. په سیاسي او حقوقي لحاظ ، په ساده ډول ملـیت جمع دولت مساوي دی په مـلـت، یعنې ملـیت + دولت = مـلـت

Nationality + State = Nation

دلته د خپل دولت په جوړولو سره ملیت په سیاسي ملت(نیشن- سټـیټ) اوړي. لکه چې وینو د دولت شته والی ملیت له قـومي هـویتي حالت نه سیاسي مقام (ملت) ته رسوي. د خپل دولت په جوړولو سره ملیت( نیشنالیټي) د مټ خاوند کیـږي. د خپل دولت له لارې ملیت په سیاسي ملت اوړي، یعنې دولت دی چې ملیت او دولت نښلوي

کمال مطلوب یا غوره سیاسي ټولنه هغه ده چې ملت (هیواد والان، اتباع) پکې د کوربه حیثیت او احساس ولري، نه د لاروي. کمال مطلوب یعنې غوره سیاسي ټولنه هغه مهال روغه پاتی کیـږي چې: (۱) د دولت (موسساتي عملیې) څیره په کې په ښایسته ښه اندازه د ملت څیرې او کلتور ته ورته وي. (۲) کلتوري ملت په کې د دولتي ملت (سټـیټ نیشن) یعني سیاسي ملت په بریدونو کې غځیدلی وي. (۳) ګاوڼډي دولتونه په کې د ګـډ کلتوري ملت د ناندریو وس نه لري، او (۴) د ملت کړاندې (کارنامې) دومره پخې شوې وي چې په راتلونکی کې په اسانۍ سره د ګډو هڅو زیری ورکوي.

د نړۍ د وګړو ستر اکثریت خپله ټولنیزه او سیاسي راشه درشه په هغو هیوادونو کې چلوي چې څو قومونه پکې ژوند کوي. په ۱۹۹۷ کې د نړۍ د ۱۸۷ هیوادونو په ډله کې یوازې په یوولسو (۱۱)کې قومي تجانس تقریبا بشپـړ (۹۹٪) ښودل شوی دی . یعنې دغه هیوادونه لږترلږه یو داسې اقلیت نه لري چې د ملاحظې وړ وی. په بله وینا، دغه ۱۱ دولتونه چې نږدې یو قوم پکې اوسـیـږي، د نړۍ د وګړو۷٪ نفـوس جوړوي. د نورو هیوادونو لپا ره قومي تجانس داسې ښودل شوی دی: پاکستان ۴۸٪، سویس ۶۳٪، ایران ۴۵٪،د امریکې متحد ایالتون ۷۴٪، جرمنی ۹۳٪، بنګلادیش او جاپان هر یو ۹۹٪ او کاناډا ۲۳٪ . ولولي لاندې کتابونه

George T. Kurian. Ed., The Illustrated Book of World Raning (1997); Raymond A. Hall, ed., Ethnic Autonomy: Comparative Dynamics (1979); Thomas H Eriksen< ethnocity and Nationalism (2002 2nd ed); ibid, Flag, Nattion and Symbolism in Euroe and Amrica(2007)

په نړۍ کې په تیره په عنعنوي ټولنو کې د استعماري لیکو(کرښو) له لارې «اداري ملتونه» د استعمار د ګټو لپاره خلق شوي وو. لویدیز استعمار په افریقا کې له طول البلـد او عرض البلـد نه کار واخیست او د هند په نیمه قاره کې یې دین ( اسلام او هندویزم) وکاراوه. د هند(اِینـډیا) نوم له «اِینډوس» (اباسین) نه واخیستل شو، یعنې اباسیـن د هند طبعي،کلتوري برید دی اوپه راتلونکی کې د ټول-افغانستا سیاسي پوله جوړولی شي. خو پاکستان چې سیاسي او دولتي تاریخ یې نه لاره، ترکیبي نوم یې غوره کړ. د خپلو کړاندو(اعمالو) له مخې پاکستان ته برتانوي پاکستان ویلی شو.

ډیر ځلې کړکیچونه د قوم، دین، مذهـب اوژبې په سر راپورته کیـږي. وروري او ولسواکي په حساب چلیـږي. که ډیره کیان او لږه کیان په حساب پوه شي او د نورو ملي ټولنو له ملي واقعیتونو نه زده کړه وکړي، کلتوري-هویتي واقعیتونه به یې د ورورۍ او ملي یووالي لار ونیسي. د پښتو یو متل دی :«له کور او کلي وځه، خو له نرخه مه وځه.» په پای کې له منلي ډاکتر جاویـد وردګ (تورانتو، کاناډا) نه ډیره مننه کوم چې زما پام یې د مـلیت او مـلت د ټکـو څیـړنې تـه راوګـرځـاوه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *