یکشنبه , 22 جولای 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / پښتانه دتاريخ په څپو کې !

پښتانه دتاريخ په څپو کې !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
١٣٨٦ ل هـ کال د وتو په حال کښې دى ،دپښتنو ميرڅمن؛ ځکه ډېر دي ، چې پانگه واله نړۍ ورسره په جگړه اخته ده . پښتانه دود ، دستور او پښتونواله لري ،چې له اسلام سره يې مينه ده دځمکې په مخ داسې قوت نه دى پاتې ،چې دلته دپښتنو په سيمو کښې دسرحد په دواړو خواو کښې له خپل ټول پوځي سازاوسامان سره.
په همدغه مهال نه وى راغلى او د ددوى وينې ونه بهيږي ،په نړۍ کښې ددوى په برخه کښې څېړنې کيږي داڅېړنې په اتلسمې پېړۍ کښې پيل شوي هغه مهال ،چې ميرويس نيکه وخوځېد ،په داسې مهال کښې ،چې يو هېواد دافغانستان په نوم نه و. د غور دولت ،چې ستره امپراتوري وه دچنگيز بيا دانگريز په ير غلونو کښې نه وه پاتې کله، چې ميرويس نيکه پاڅېد١٧٠٩ ع کال دافغانستان ختيځ دهند دمغلي دولت په لاس کښې و، لويديځ له صفوي ايران سره ، شمال دما وراء النهر له خانانو سره، څوک و، چې دغه تللى لوى افغانستان يې بېرته راوګرځاوه ؟ ميرويس نيکه احمدشاه بابا دخداى رحمتونه دې دوى باندې وي. داوخت داروپا اخبارونو کښې دوى باندې ډېر څه ليکل شوي و افغان پښتون باندې کوم معلومات، چې دوى ټولول له عامو خلکو و ،دتاريخ له مخې نه هرڅه يې ويل، بيا کوم معلومات ،چې انگليسانو ټول کړي وه ،يو فرانسوي پوه ډارمسټټر تر نورو لاښه و ،چې تاريخ پوه و، هغه هم اوولسمه پېړۍ وه ١٨٨١ عيسوي کال په څلورمه هجري پېړۍ کښې مسلمانانو ،چې کوم کتابونه په دې برخه کښې ليکلي دي ، طبري او مسعودي … دي، هغو سفرونه هم کړي وه ،هند،افغانستان،بخارا،ايران … تر چين پورې ددوى خبر غورچاڼ غواړي.
افغانستان او ابوالحسن علي بن حسين مسعودي : څرگنده ده ،چې دافغانستان نوم نه و، پښتون هم نه دى ياد شوى ٣٣٢ هجري کال و، بيا داسې څه يې ليکلي، چې مونږ له بل واقعيته خبر وي. هغه سوريان دي ،چې پښتانه و او په خپلې سيمې کښې و ، دغه سيمې ښيي : لومړى بست ،دوه يم غزنى درېيم هلمند،څلورم زمين داور ،پنځم سيستان …
داخبره دهغو پښتنو زلميانو لپاره ليکم ،چې په ښکته پورته خبروکښې هک اريان دي ، يوه پخه سرچينه په لاس ورکول کيږي. په افغانستان کښې داسې تاريخونه ليکل شوي ،چې دپښتنو په درک نه پوهيږي؛ ځکه له خپلې گېډې خبرې کوي مسعودي يو سړى دى ، چې پنځه دېرش کتابونه يې ليکلي په 332 هـ کال کښې ،چې اوس ١٤٠٠ کاله کيږي دى پخپله گرځېدلى دى ،دافغانستان هغه ځايونو ته تللى ،چې مونږ نه يو تللي مونږ، چې دوه مقالې وليکو، بيا سم په لارې نه ځو. مسعودي پنځه دېرش کتابونه ليکلي دي، دغه کتاب ،چې اوس له هغه غږيږو ( مروج الذهب ) نوميږي دکتاب په ٢٠٣ مخ کښې داسې راغلي : دنړۍ دپادشاهانو له احواله باخبرو داسې ويلي، چې لومړى پادشاهانو ،چې وروسته له طوفانه پادشاهي کړې ده سوريانيان و .
دلته له طوفانه مطلب دنوح عليه السلام طوفان دى ،چې گواکې مدنيت له طوفانه سره تللى و ،دوى بېرته راوست .ځينې خلک وايي طوفان اووه زره کاله وړاندې و، بيا ليکي : ” دهغوى لومړى پادشاه شوسان نوميده دسوريانيانو په تاريخ کښې لومړى پادشاه ،چې تاريخ يې په سر کښېښود او نور پادشاهان يې ځان سره يو ځاى کړل ” .
دغو پادشاهانو حدود او سرحدونه وټاکل دغه مهال دهند پادشاهان دسوريانيانو له چارو خبر شول ،چې لوى هېواد يې جوړکړى و.
هند،سند،غزنى،سيستان ،کندهار ،په کتاب کښې داهم ليکل شوي، چې دهېرمند په سيند کښې کشتۍ چلېدلې ،تر سيستان پورې تللې ، سيستان هغه ځاى دى،چې ژرندې يې په باد کرځي اوبه هم له څاگانو باسي که چېرې دغه ځايونه، چې ياد شول ،پادشاهان يې سوريانيان و ،بيا څه فکر کيږي ؟ زمونږ هېواد و، ١٤٠٠ کاله وړاندې تردې ډېر ودان و، چې امريکا اروپا او پانگه واله نړۍ ورته راغلې ده ، زمونږ په کورونو ننوځي دخلکو بوخڅې لټوي ،چې بوخڅه کښې وسله نه وي دهغه فلمونه شته ،چې د دروازې ماتوي په نيمه شپه کښې دخلکو دخوب خونو ته ننوځي دجگړې قانون ،دبشر حقوق ،بشري کرامت نه شته .
دابه ترکله داسې وي ،چې افغانستان يې په امن شمال اونا امن جنوب ويشلى . دافغانستان خلک په څو ډوله وژل کيږي : يو شمېر خلک به ډالرې اخلي له سبا تر بېگاه يې خولې ښوري خوراک کوي ،ښه کورونه يې جوړ کړي ټنډ شوي هغه خپل مخونه يې بدل شوي نوي پوټکي پرې راغوړيدلي دي، خو ويريږي ،چې که پانگه واله نړۍ پرېښودل څه به کوي ؟ تکيه په خداى اوپر خلکو په کار ده ، دوى نه ده کړې دڅو پښتو ټکو لپاره په شمال کښې ( امن ) لاريونونه دي، په کابل کښې ولسي جرگه هم پرې لگياده؛ ځکه نور هر څه برابر دي خير خيرت دى يوه دا پاتې ،چې پوهنتون وليکل شي که دانشگاه بيا دموسيقۍ خبرې دي آشپزي ( پخلى ).
اورنگزيب به دکابل دخلل غم کا
ساقي وخت دنوبهار دى راوړه مى
(خوشحال )
تر هر چادى زما يار ښه
شيرين لب وشکر بار ښه
تر سنبلو يې ښې زلفې
تر گلونو يې رخسار ښه
تورې سترگې ،تورې وريځي
تور گيسو يې تار په تار ښه
يا-
هله دختر پاى بزن
به اين ساز قطغن
بس که تلويزيونونه وگورئ همدا دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *