یکشنبه , 22 اکتوبر 2017
کورپاڼه / سلايډ / د جاني خیلو جګړه او د ګډ حکومت پوځي بې وسي
289px-Paktya1

د جاني خیلو جګړه او د ګډ حکومت پوځي بې وسي

حبیب مجاهد

د پکتیا او خوست تر منځ ستراتیژیکه ولسوالي په دریم ځل د طالبانو لاس ته ولوېده. دا ولسوالي چې د پکتیا او خوست د ګڼو غرییزو سیمو د الحاق نقطه ده په وروستیو دوه کلونو کې یې د تصرف لپاره طالبانو او حکومت تر خپل منځ سختې جګړې کړي دي.

د تیر کال په څیر سږ کال هم څو ورځې وړاندې طالبان د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دجاني خیلو مرکز تر خپل تصرف لاندې راووست او هلته یې دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله واړوله. خو د دې پیښې په تعقیب حکومتي اړخ سیمې ته پراخ پوځي تشکیلات وکړل. ځانګړي ځواکونه او د اردو ګڼ شمیر عسکر یې سیمه ته راوستل تردې چې د یوې سختې جګړې په پایله کې وتوانیدل چې طالبان د ولسوالۍ له مرکز څخه په شا کړي.

خو حکومتي قومندانانو او پوځي ویاندانو لا د جاني خیلو د بریا تبصرې او تبلیغات نه و ختم کړي چې تیره ورځ طالبانو په یوه توپاني برید سره یو ځل بیا سیمې ته راغلی حکومتي قوت دړې وړې کړ او عسکرو ته د درنو ځاني او مالي زیانونو له اړولو وروسته یې د جاني خیلو دولسوالۍ په مرکز خپل تسلط بشپړ کړ.

طالبانو د تیرې ورځې په جګړه کې حکومتي ځواکونو ته په داسې حال کې ماته ورکړه چې هغوی د بشپړ اماده باش په حالت کې و. پراخ پوځي امکانات، تازه دمي عسکر او تر کافي اندازې زیات مهمات یې په لاس کې درلودل. په دغسې یوه جګړه کې د طالبانو په وړاندې د ګډ حکومت د عسکرو شکست دا خبره په اثبات رسوي چې حکومتي پوځي تشکیلات هم د سیاسي او ملکي بنسټونو په شان د بشپړې بې وسۍ، بې نظمۍ او سردرګمۍ په ډب کې غوپې وهي.

تر دې وړاندې به که طالبانو کومه سیمه ونیوله حکومتي جنرالانو به بهانه کوله چې د دوی په عسکرو ناڅاپي برید شوی، یا یي کافي مهمات نلرل، غافلګیره شوي او یا هم له مرکز او نورو ځواکونو سره یې تماس نه درلود. مګر په جاني خیلو کې طالبانو د اردو تازه دمي او په ټولو امکاناتو سمبال لښکر ته غوڅ شکست ورکړی نو ځکه حکومتي ویاندانو ته د خپلې ناکامۍ لپاره د اوړو د پوزې تراشلو موقع نه ده پاته شوې.

د کابل رژیم د ځینو چارواکو په مغزو کې لا هم دا فکر چکر وهي چې دوی کولای شي طالبانو ته د پوځي قوت په توسط شکست ورکړي او د اجباري سولې منلو ته یي اماده کړي. مګر د جاني خیلو په شان دمخامخ جګړو ډګرونه او میداني حقائق دا تصور په کلکه ردوي او ثابتوي چې په مخامخ جګړو کې د رژیم عسکرو ته زیان اوړي او لا نور یې هم حیثیت رژیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *