جمعه , 25 مې 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دامريکا بې ځايه ويره !
حداد

دامريکا بې ځايه ويره !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
په داسې حال کې ،چې دناټو غړي هېوادونه دافغانستان دجگړې لپاره دسرتېرو لېږدولو ډډه کوي. دامريکا ددفاع وزير او دبهرنيو چارو وزيره دا ويره څرگنده وي، چې که افغانستان کښې دطالبانو او القاعدې جرړې پاتې شي داروپا او امريکا لپاره خطر دى که څه هم دطالبانو مشر ملا صاحب ډاډ ورکړ، چې مونږ دخپل هېواد دخپلواکۍ لپاره ولاړيو بل چاته خطر نه يو ټولې نړۍ سره ښې اړيکې غواړو اروپايان هم طالبان داروپا لپاره خطر نه بولي، وايي دوى که خپل هېواد کښې دسعودي عربستان په شانې اسلامي شريعت عملي کوي ددوى خوښه ده بيا امريکا له اروپايي هېوادونو غواړي ،چې افغانستان ته دطالبانو دجگړې لپاره نور سرتيري وليږي او برابره ونډه دې واخلي ،خو اروپايان نه غواړي خپل زامن په يوه ناڅرگندې جگړې کښې ووژني داسې جگړه ،چې ددوى لپاره اړينه نه ده. وروسته د ٩ / ١١ له پېښې دوى يو خيالي داستان جوړ کړ افغانستان باندې يې له ځمکې او هوا کلک بريد وکړ.
په اووکلونو کښې جگې ډېرې شوي پاى ته ونه رسيدى، داجگړې څومره ،چې ځنډنۍ شي هومره يې تاوان داروپا او امريک لپاره ډېريږي کوم دليل، چې دامريکا ددفاع او بهرنيو چارو وزيران او جمهور رييس بش خپلو خلکو ته وايي هغه خلک نه شي منلى؛ ځکه افغانستان له امريکا لېرې پروت او داتوان نه لري ،چې تر امريکا ورسيږي لکه روسيه او چين ،ايران هم کولاى په خليج او مديتراني کښې امريکايي بېړيو باندې بريد وکړي . افغانستان بحرته لار نه لري ،هوايي ځواک نه لري ، روزل شوي سرتيري هم نه لري تر دې ځايه پورې ،چې اويا زره امريکايي اروپايي او ملگرو ملتونو سرتيري هلته تللي دي ، دافغانستان دغه حکومت ،چې حامد کرزى يې مشر درولى شوى ځان نه شي ساتلى؛ نو ځکه له بهرنيو هېوادونو مرسته غواړي، چې ما وساتئ داروپا اوامريکا عام خلک په دې هم پوهيږي، چې حکومت حکومت نه دى يوازې ترجمان دى، چې هغه هم نه شي کولاى پانگه وال او صنعتي هېوادونو لپاره سر خوږى دى ، د داسې کمزوري حکومت دساتلو لپاره هغه سرتيري ،چې له اووه دېرشوهېوادونو راغلي دي اوس ځانونه په هيڅ توگه نه وژني په داسې حال کښې، چې دامريکا خلک هم جگړه نه غواړي .
له افغانستان نه دمشرانو جرگې رييس امريکا ته تللى په امريکا کښې دافغانستان له سفير سره امريکايي لوړ پوړيو سره گوري دوى خپلې خبرې کوي ،چې دامريکا مرستې وساتل شي نجيب الله دا له روسانو غوښتل ،چې هغوى ونه کولاى شول .
څوک ،چې په خپل ځان اخته وي بل سره څه نه شي کولاى . بش او دهغه ادارې دافغانستان دجگړې لپاره دليل نه درلود ، په ٢٠٠١ ع کال کښې ،چې ٩ / ١١ نه کوم حالات راولاړ شوي وه له هغه سره هرچا خواخوږي درلوده، چې دبش ادارې له دغې خواخوږيو ناوړه گټه واخيسته او نړۍ ته څرگنده شوه ،چې دوى امپرياليزم غواړي، دامريکا خلک په روحي ناروغيو اخته دي د 2008 ع کال دفبرورۍ په 16 د رېيم ځل لپاره دالينواى په پوهنتون کښې زده کوونکي ووژل شول، دوه نور پخوا په نورو ځايونو کښې وژل شوي وه.
دامريکا خلک روغه ټولنه غواړي په داسې حال کښې، چې څلوېښت ميليونه خلک روغتيايي آسانتياوې نه لري په افغانستان،عراق ،فلسطين او پاکستان کښې نور خلک ولې ووژني ؟
پښتانه په دې برخه کښې يوه ښکلې فلسفه لري ،چې وايي کلى په زور نه جوړيږي پښتنو هيڅکله دانه دي کړي ،تاريخ کښې څرگنده ده، چې احمدشاه بابا ته يوه روحاني شخصيت بلنه ورکړه، چې هند ته لاړ شي ،ايران ته هم داسې تللى دخوارزم پادشاهانو دخپلوۍ غوښتې کولې داټول په تاريخ کښې شته دانوې خبره ده ،چې افغانستان کښې خلک په خوب بيده ول ( بي ٥٢ ) الوتکو بمونه وغورځول .
خلکو دانه منله، چې امريکا به بريد کړى وى ، حضرت صبغت الله مجددي دخپل جهاد داعلان خبرې کولې، چې روسانو سره يې ورکړې وې اوس له امريکا نوره مرسته غواړي گواکې دده جهاد روسانو سره دخداى او وطن لپاره نه و.
اصول، اصول دي .
رحمان بابا ويلي :
چې زما په چمن راشي گستاخي کړي
دشبنم په څېر يې عمر يو زمان کړې
دې ته اصول وايي ،چې ستا حريم ته څوک راغلل هغه به نه پريږدي حضرت ميرويس نيکه ولې خپل کار درحمان بابا په خبرو پيل کړ مونږ ولې دميرويس او احمدشاه لار پريږدو؟
ستا دعشق له وينو ډک شول ځيگرونه
ستا په لار کښې بايلي زلمي سرونه
څوک ،چې دخپلو بابا ګانو لار ونه نيسي کله انګليس ،کله روس او کله به يې امريکا ته جونگې خولې نيولې وې.
زه خوشحال له نورو څه لره فرياد کړم
په زړه زړه واړه پخپل غشي ويشته شم
پښتانه،چې داسې مشران بابا گان لري ان شاء الله آمين، برى به ددوى وي لکه ،چې تل و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *