شنبه , 16 دسمبر 2017
hadad_pic(

طالبانو سره خبرې !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

د ١٣٨٦ ل کال دزمري دمياشتې ٣٠ – ٣١ داسې خبرونه راغلل ،چې ناټو ويلي که دافغانستان ائتلاف کښې حکومت غواړي طالبانو سره خبرې وکړي . دوى به يې مرسته وکوي . ځينې اروپايي هېوادونو لکه جر مني ، ايټاليې فرانسې هم داسې خو ښه ښودلې دپاکستان سياسي مشرانو لا پخوا داويل . څو خبرې يې څرگندې کړې  وې  طالبان افغانان دي، دافغانستان خلک مسلمانان دي . طالبانو وسله ټوله کړې وه امنيت يې ټينگ کړى و دافغانستان اخلاقي اعتباريې ،چې کمونستي حکومتونو درباني مسعود مهال ويجاړ  کړى و بېرته راو گرځاو . دزمانې مزاج داسې راغى ،چې دانگليس اوامريکا په خوله هر چادوى بدگڼل او چاښه ويلاى نه شول . پټه خوله و په زړونوکښې ورسره و.

بله خبره خپلواکي ده . انگليس او امريکا ته وگورئ خپله خپلواکي څنگه ساتي ؟

زرغونې انا خپل خپل ځوى ته ويلي و “په ديوالونواو ډنډوبو(خندک)  ځان مه ساته  په توره يې وساته” .

دافغانستان يو مشهور او څار جنرال ويلي و،چې ما په انگليستان او امريکا کښې عسکري تاريخ لوستى دى . ملامحمد عمر غوندې قوماندان او طالبانو غوندې عسکر په تاريخ کښې نه ليدل کيږي .

دادى ،چې دافغانستان په تاريخ کښې ډېر ليدل شوي ، کله ،چې سلطان محمود غزنوي شاهنامه ولوستله فردوسي  ته يې وويل : رستمان  دې طالبانو کښې  هم په سلهاو رستمان دي او دا افغانان دي دادى دټولې نړۍ چاڼ شوي عسکر او درنې نوې وسلې  کشاف الوتکې هر څه په دې جگړو کښې  کارول شوي بيا هم دوى (طالبان) گړندي و.

ملاعبدالسلام ضعيف ،چې دطالبانو سفير په پاکستان کښې و يوداسې سړى دى ،چې دژرندې له دوو پلونو راوتلى او داوسپنو نينى  يې چيچلى دي  دده په تاب او قضاوت کښې بدلون نه ليدل کيږي ده ،وويل : له طالبانو سره په خبرو کښې دې مخکې  قيد او شرط نه وي ” سپينه سمه خبره يې کړې  ده . دانگليس او جرمني صدر اعظمانو په لندن کښې داومنله ،چې خبرې دې وشي داگست ٢٤ کال ٢٠٠٧ دوى داخبره وکړه .

دافغانستان په تاريخ کښې ،چې دېرش زره  کلونه يې درک لگيږي داسې پېر نه ليدل کيږي ،چې  جگړه او پهلواني هم يو منطق او نياو غواړي اروپا ، امريکا ،کاناډا ، استرليا نور واړه واړه هېوادونه ملگري ملتونه دبهادر کرزي (!) له حکومت  سره او داسې ددفاع وزير ،چې په تول به يو  خروار وي . داټول دپښتنو جگړې ته راغلي بيا دټولو خولې په ډالرو ډکې دي مه اونه کله ويلى شي ؟ له دې بې چاره گۍ  بله   شته ،چې انسان دومره ښکته راشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *