دوشنبه , 21 اګست 2017
hadad_pic(

بش په دې نه پوهېده

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

گرشاسب بابا زرهاو کلونه وړاندې ويلي و” وړې خبرې لوييږي ” پښتانه دخپل بابا خبره په زړه کې ساتې بش په دې نه پوهېده ،چې ورورو خبره انجړه شوه . رحمان بابا وايي:

داسور گل به دې  دستار په وينو سور کا

چې دې ايښې زمانې دې په دستار کښې

دکرزي دپاره درحمان بابا داخبره ښه پند دى خو ده له بابا  او ريدلي  دي ،بش دامريکې له تاريخ نه په گټه اخيستلو ځينې خبرې  وکړې دى وايي که له عراق څخه خپل عسکر وباسي عراق به لکه ويتنام له يوه ناورين سره مخامخ شي . بيا دده پام نه دى ،چې عراق کښې مذهبي جگړه ده دهغه دپاره څه کولاى شي  جرمني ،جاپان او کوريا کښې داسې نه و،افغانستان کښې هم  مذهبي شخړې نه شته قومي او سمتي هم نه ده  جګړه له ناټو ،امريکا او ايساف  ائتلاف سره ده. دکرزي حکومت ورسره دى .

افغانستان کښې ډېره هڅه وشوه بيا څه ونه شول هرې سيمې ته شعيه، سني ، پښتون  ازبک ،تاجک هزاره ورتلى. شي بيا په دې مضمون کومه جگړه نه  شته. دوستم ،احمدشاه مسعود ،مزاري ،رباني ،سياف ټولو داکول خوملت ته يې لار ونه کړه او داد افغانستان دملت ،پوخوالى  ښيي . په دې پاڼې کښې ځکه پښتون يادشي ،چې جگړه دپښتنو په سيموکښې ده روسان هم همدغو سيمو کښې و انگليسان هم نور نو دهيچا لاره په  هيڅ سيمې کښې بنده نه ده ،او داملت دودونو او خپلوليو په لړ کښې اغښتل شوى.

خوشحال بابا نه يې اورو:

هغه يار ،چې لــــــــــه ليرې په هېواد دى (٢)

همېشه راتــــــه حاضر دزړه پــــــــــه ياددى

دوصــــــــــــال خوښي يې هم لا هومره نه ده

چيې مې زړه دده له خيالــه سره  ښاد دى

بيهوده له يـــــــــــــــــــــــــاره زار کوم وچاته

دخپل يار له جوره چــــــــاموندلى داد دى

تل گرېوان په اوښکو لـــــــوند ساړه آهونه

چې خوشحال مين کېده دايې  اهداد (١) دى

يادونې : کله ،چې ارواښاد  محمدصديق روهي  دپښتو ټولنې مشرو ،ليکوال دپښتو ټولنې افتخاري  غړى و.

١- اهداد په نورو ديوانونو کښې هم راغلى  ،چې د ” پاداش ” معنا ورکوي .

٢- په ”  هېواد ” او ” ايواد ” کښې هم دادى ،چې هېواد لېرې وطن او ايواد نژدې وطن دى لکه دا – ها . په دې برخه  کښې دې نورليکوال خبرې وکړي  په اشعارو کښې هېواد او ايواد  دواړه راغلي .

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *