چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / اصف مومند: دعطا محمدنور د فساد په اړه اسناد لرو
Untitled-1_2

اصف مومند: دعطا محمدنور د فساد په اړه اسناد لرو

دپژواک د خبرله مخې د بلخ ولايتي شورا مشر محمداصف مومند نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويلي دي   د بلخ د والي عطا محمد نور د پراخ فساد په اړه اسناد لري چې له امله يې د والي له لوري پر مرگ گواښل شوى دى. د نوموړي پروينا د همدې گواښونو له امله له درېيو مياشتو راهيسې په کابل کې ژوند کوي او بلخ ته نه دى تللى. مومند  زياته کړه: ((د بلخ په ځايي ادارو کې فساد اوج ته رسېدلى، لاريون مو وکړ خو چا مو غږ وانه ورېده، اسناد مو راټول کړل، خو دا چې د والي نږدې خپلوان او شريکان په کې لاس لري، پاملرنه ورته ونه شوه.))

اصف عطا محمد نور په بېلابېلو پروژو کې په ميليونونه ډالر درغليو تورن کړ او ويې ويل چې په دې اړه کافي اسناد لري، څو ثابته کړى چې والي د حيرتان بندر، ملکي روغتون او مزار شريف ښاروالۍ په اداري فساد کې ښکېل دى

د بلخ ولايتي شورا مشر  زياته کړه چې نور سلگونه جريبه ځمکه غصب کړې او په دې ساحو کې يې نا قانونه لوړ پوړې ودانۍ جوړې کړې دي.

هغه ادعا کوي چې نور د بلخ ولايت له څلورو دروازو د عوايدو ټولولو قراردادونه خپلو خپلوانو ته د کال په ٢١٠ ميليونه افغانۍ ورکړي دي مومند وويل: ((د بلخ والي زياته هڅه وکړه چې له موږ سره شته  دوسيې ترلاسه کړي، خو ونه توانېد او بالاخره يې زما د ترورولو تصميم ونيو، يو کال وړاندې يې امنيتي ارگانونو ته مکتوب واستاوه چې گني ځيني کسان غواړي ما ترور کړي، په دې چې که راتلونکي کې ترور شم،

د ولايتي شورا دغه غړي وويل: ((درې مياشتې کېږي چې کابل کې يم؛ ځکه د بلخ والي په مرګ ګواښلى يم، څو ورځې وروسته بلخ ته ځم، که ما او کورنۍ ته مې کومه ستونزه رامنځته شي او يا ترور شم، پړه يې د بلخ د والي پر غاړه ده، خلک او حکومت دې خبر وي.))

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *