یکشنبه , 22 اکتوبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / دهند دکرنال دسیمې پښتني ریاست
20638279_1762108277151944_3279601032576548362_n

دهند دکرنال دسیمې پښتني ریاست

ډاکټر لطیف یاد
دهند دکرنال دسیمې پښتني ریاست
او ددغه ریاست پښتانه نوابان
کرنال دهند دهریانا په ایا لت کې یو لرغونی ښار دی چې ددغه ښارد نوم یادونه دهند په زړو تاریخي نسخو او په تیره بیا په مهابهارتا کې هم شوې ده.لکه چې ګرانو لو ستونکو ته به پته وي چې دهند دخپلواکۍ(۱۹۴۷ زیږدیز ) نه دمخه په دغه هیواد کې د(۵۰) په شا و خواکې پښتني ریاستونو شتون درلود چې دهر ریاست مشري به یوه پښتون نواب ته ور په غاړه وه .دغه نواب به په منظمه او با قاعده ډول دچارو دترسره کولو لپاره یو اداري سیسټم ،پولیس او پو ځیان درلودل.
په هند کې دکرنال سیمه هم یو پښتني ریاست واوپه اصل کې ددغه ریاست بنسټ ایښودونکی پښتون نواب غلا م محمد خان مندړ دی چې نیکونه یې دپښتونخوا دمردان دسیمې نه سامانې ته لیږدیدلي وو.
که چیرې دمندړو دقبیلې دنسب ونه یا شجره وګورو نودوی سړبني پښتانه دي او دمندړو دقبیلې مشر نیکه ( مند ) نو میده چې دخښي یا خشي زوی و.مند نیکه دوه زامن درلودل یو یوسف و چې اولادې ته یې یوسفزي وايې او بل یې عمر نومید او عمر یوزوی درلود چې مندړ نو میده او اوس یې اولاده په مندړو سره شهرت لري.
لکه چې دمخه وویل شول دکرنال دسیمې دپښتني ریاست دبنسټ ایښودونکي نواب غلام محمد خان مندړ نیکونه دپښتونخوا دمردان دسیمې نه سامانې ته لیږدیدلي ووچې وروسته ده په سا مانه کې خپل جاګیر دځینو متعصبو خلکو دشتون له کبله پریښود او دسرستي دسیندغاړې ته ولیږدیده او هلته یې پریوې پراخې سیمه قبضه وکړه او هلته یې یوه کلا هم ودانه کړه او دمظفرنګر او میرټ دسیمو ځینې پرګنې یې هم په خپلې ولکه کې راوستلې او دخپل زوی شیرالدین خان سره په کرنال کې میشته شو.
په ۱۷۷۹زیږدیز کال کې دهند مغولي واکمن شاه عالم ووزیر اعظم نواب مجید الدوله کشمیري دامیرالامرا نواب نجف خان نه دبرترۍ دتر لاسه کولو له کبله هڅه وکړه چې دشلو زرو تنو پو ځیانو په ملګرتیاپر ډهلي برید وکړي، نو هماغه و چې دشهزاده فرخنده بخت په ملګرتیا دکرنال سیمې ته ورغي او د نواب غلام محمد خان مندړ زوی نواب شیرالدین خان چې دخپل پلار تر مړینې وروسته دکرنال دسیمې نواب و دشهزاده فرخنده بخت او وزیر اعظم نواب مجیدالدوله کشمیري سره دمر ستې لپاره چمتو شواو همداوجه وه چې دشهزاده له خوا دمظفر نګر او نورو سیمو جا ګیرونه نواب شیرالدین خان ته ورکړل شول.
د نواب شیرالدین خان تر مړینې وروسته دشاه عالم په وخت کې چې مر هټیان په ډهلي کې واکمن ول نو ددولت رام سندهیا زوی نو موړی جاګیر دشیرالدین خان ورور نواب محمدي خان ته ورکړ.
په (۱۸۰۵ زیږدیز کال ) په هند کې دانګریزانو سر کار پریکړه وکړه چې دجمنا دسین لویدیزې برخې باید په کو چنیو او وړو وړو رئیسانو باندې وویشلې شي تر څو دسکهانو دوړاندې تلو په لاره کې سپرشي ، نو ددغې پریکړې پر بنسټ دمظفر نګر جاګیر چې به هغه وخت کې نواب محمدي خان ، دهغه وراره محمد علی خان او دتره زوی یې غیرت علي خان پرې قبضه درلودله ترې واخیستل شو او دوی ته کلنی جاګیر چې روپۍ وې وټاکلې شوې چې نواب محمدی خان ته دکال (۱۵۰۰۰) روپۍ، غیرت علیخان ته (۱۳۰۰۰) روپۍ او محمد اسحاق خان ته دکال (۱۲۰۰۰) زره روپۍ د جاګیر په توګه ورکول کیدلې.
دمحمدي خان تر مړینې وروسته دهغه زوی نواب احمد علي خان دکرنال دپښتني ریاست نواب وټاکل شو .
نواب احمد علي خان :
نواب احمد علي خان د خپل پلا ر نواب محمدي خان تر مړینې وروسته دکرنال دپښتني ریاست نواب وټاکل شو ،خو نوموړی بیا په ۱۸۶۰ زیږدیز کال کې ددې فاني نړۍ نه ستر ګې پټې کړې او پر ځای یې زوی نواب عظمت علي خان دکرنال دپښتني ریاست نواب وټاکل شو .
نواب عظمت علی خان :
دنواب احمد علي خان تر مړینې وروسته دده زوی نواب عظمت علي خان دکرنا ل دسیمې نواب وټاکل شو. دده دوو ورونو رستم علي خان او عمر دراز علي خان دکرنال د سیمې دټولنیزې ودې او هوسایۍ په برخه کې دقدر وړ خدمتونه وکړل او هم یې دوه روغتونو نه هلته ودان کړل .
همدارازدکرنال دنوابانو ددغې کورنۍ نور نا متو کسان فیض علي خان ،نجا بت علي خان ، قمرالدین خان او اکبر علي خان ول چې دډیرو شتو او جاګیرونو خاوندان وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *