یکشنبه , 22 اکتوبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / بش نه لار ورکه  ده !
hadad_pic(

بش نه لار ورکه  ده !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

د ٢٠٠٧ داگست په ٢٢ بش وويل: دعراق صدر اعظم نورالمالکي وړ سړى نه دى  دسولې په راوستوکښې سم فعاليت نه کوي. دعراق وگړي دې دپارلمان له لارې هغه لېرې کړي ،المالکي دبش خبرې بې ادبانه وبللې مالکي له گاونډيو هېوادونوسره لکه ايران ،سوريه ،مصر او نورو سره غوادي اړيکې وساتي اوهغه ټينگې کړي ،بوش داگست په 23 بيا وويل نورالمالکي ښه سړى دى .

دبش دغه بله ورځ وه ،چې له يوې خوابې ادب وبلل شو ،له بله پلوه په دغه ورځ ډېر امريکايي عسکر عراق کښې ووژل شول يوه چورلکه دغورځېده ټول سپاره يې مړه شول .په څو نوروبېلا بېلو پېښوکښې په همدغه ورځ نور امريکايان ووژل شول . بيا بش دجاپان او کوريا خبرې وکړې ،چې جاپان سره زمونږ جگړه وه اوس جاپان کښې ديموکراسي ده ،جاپان دامريکې دوست دى ،جاپان جوړ او آباد دى ،عراق به هم داسې شي ،بيا جنوبي کوريايې ياده کړه بش په ٢٠٠١ م کال کښې ،چې افغانستان باندې له ځمکې او هوا بريد وکړي دشمال داتحاد ،چې ،دوستم ،فهيم ،محقق ،رباني ،سياف ،او نور ورسره و، کرزى کندهار ته تللى و،او عبدالحق ننگرهار ته روان شوى و ،په دغه مهال بش وويل: مونږ دافغانستان دنيولو نيت نه لرو.

دجاپاان او جرمني مثال يې ورکړ،چې افغانستان به هم داسې شي.

دبش دې خبرې ډېر افغانان ليوني کړل افغانستان به جرمني او جاپان غوندې شي ،خوهوښيار خلک په لومړۍ ورځ پوه شول ،چې شمال اتحاد ته امريکې وويل ،چې دباندې له کابل نه دې  ستانه شي کابل ته دې نه ننوځي .دامريکې خبره شمال اتحادونه منله کابل ته ننوتل هلته يې دطالبانو په نامه عام وگړي ووژل ،چې په واټونو کښې پراته واو په لغتو يې وهل داهم په تلويزيونو کښې ليدل کيدل  رباني دارگ په لورې  منډې وهلې . داهم وليدل شول ،چې بيايې وزير اکبرخان مېنې ته بوتلو .

نن په تاريخ کښې نوى بدلون دادى ،چې له فلمونو تلويزيون سره ژوندۍ بڼه لري، دخولې او ويناوتاريخ داسې خبره کيداى شوه . داسې و،داسې نه و بيا يې ليکلى تاريخ کښې کښل اوعکس راغلل اوس غږ اويون ورسره يو ځاى ساتل کيږي . اړينه ده ،چې خلک خپل کړه وړه سم کړي ،چې داپه همدې څېر پاتې کيږي .دبش خبرې په همغه څېر پاتې وي ،چې دالمالکي دعراق دصدراعظم په برخه کښې يې کړې وې ديوې  ورځې  له اوښتو سره يې دوه بېلې خبرې کړې وې .

په دې مهال امريکې کښې نيزونه او سيلابونه راغلل په زر هاو خلک بې کوره شول.

له بلې خوا عراق او افغانستان کښې دامريکې دعسکر وژل ورو ډېر شول.  ددغو وژلو شويو عسکروکورنۍ بچيان خپل پلرونه غواړي .ټپيان درملنه غواړي هغوى ،چې ژوبل شوي  نور کارنه شي کولاى . هغوى ته کور اوژوند په کار دى لنډه دا ،چې له بوش نه نوره لار ورکه ه ډېره نژدې ملگري يې نوره مرسته نه کوي په دې توگه يوازې شوى دى .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *