جمعه , 25 مې 2018
کورپاڼه / سلايډ / افغانان او ملي واکمني
حسن کاکړ

افغانان او ملي واکمني

 

ارواښاد پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ

د افغان نوم د تاريخپوه مير غلام محمد غبار په نظر د ويدي دورې له (اپاگان) سره سر خوري (١).
تاريخپوه احمد علي کهزاد هم (اوغان) د افغان پخوانى نوم ښيي او وايي چې دغه نوم په سانسکرت يا د هندوانو په لرغونې ژبه کې (اوگانه) يا (اوغانه) ياد شوى؛ د اوغانه بله بڼه (اسوه غانه) ده او دواړو نومونو د سورو هېواد کيږي (٢). له سکندر نه وروسته يوناني تاريخپوهانو اپاګان د (اسواکا) په نامه ياد کړى (٣). اپاگان په اسلامي دوره کې په غالب احتمال د عربانو له خوا (افغان) شوى دى. د افغان نوم په لسمې عيسوي پېړۍ کې د لومړي ځل دپاره د حدود العالم په کتاب کې چې ليکونکى يې معلوم نه دى ذکر شوى دى (٤). وروسته د افغانانو ملک افغانستان ياد شو او تاريخپوه سيفي هروي پخپل تاريخنامه هرات نومى کتاب کې د اف غانستان نوم پنځه دېرش واره راوړى (٥). دلته دغه ټکى د پام وړ دى :
يو دا چې نورو خلکو پښتانه د اپه گان په نامه ياد کړي، نه پخپله پښتنو.
بل دا چې د پښتون نوم تر اپه ګان نه لرغونى دى او پښتنو له اول نه ځانونه پښتانه يا پختانه گڼل. د هيرودت (پکتويس) په غالب احتمال د پښتون يونانى شوى شکل دى. په هر حال، دا ډېر وروسته و چې پښتنو د افغان نوم د ځان دپاره او د افغانستان نوم د خپل وطن د پاره هم غوره کړ. نوربیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *