جمعه , 25 مې 2018
کورپاڼه / خبرونه / ډاکټر فيصل : د پاکستان په بهرنۍ تگلاره کې ابهام نه شته
فییصل خان

ډاکټر فيصل : د پاکستان په بهرنۍ تگلاره کې ابهام نه شته

دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر فيصل خپل اوونيز خبري کانفرانس ته ويلي دي چې تېره اوونۍ په کرمه ايجنسۍ کې د افغانستان سره په گډه پوله دافغانستان له خاورې دپاکستان پر ځواکونو پارونکي ډزې شوى چې له امله يې ٥ سرتيري وژل شوي، خو پاکستان په دې پړاو کې هم د بې کچه ذغم څخه کار اخستې دى.
د ډاکټر فيصل پرخبره پاکستان په افغانستان کې د سولې پلوي دى او سوله غواړي ، په دې لړ کې يې تل خپل مثبت رول ترسره کړى دى .
فيصل زياتوي چې د پاکستان په بهرنۍ تگلاره کې هېڅ ابهام نه شته ،زمونږ د بهرنې تگلارې بنسټ د پاکستان پر ملي گټو چورلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *