جمعه , 25 مې 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / نړيواله جگړه په افغانستان کښې له ماتې سره مخامخ ده!
حداد

نړيواله جگړه په افغانستان کښې له ماتې سره مخامخ ده!

ارواښاد قدرت الله حداد (فرهاد)

د 1386 ل هـ دسلواغې په لسمه او 2008 ع کال دجنوري په دېرشمه داخبر خپور شو،چې نړيواله جگړه په افغانستان کښې له ماتې سره مخامخ شوې،دايوه څېړنه ده، چې يوه امريکايي دپلومات او يو پوځي مشر تر سره کړې ده. داسوسييټدپريس له خوا د هغې څو غوره ټکي خپاره شوي،دغه دپلومات توماس پيکرنگ په ملگرو ملتونو کښې دامريکا استاذى و او امريکايي جنرال جيمز جونز په افغانستان کښې دامريکايي سرتېرو مشر و. دوى وايي : افغانستان دماتې او هيرېدو له خطر سره مخامخ دى،له دې څېړنې څرگنديږي ،چې افغانستان په يوه کمزوري دولت بدل شوى . اسوسييتډپريس خبر ورکوي،چې دغه څېړونکي غواړي افغانستان ته دې دناټو سرتيري واستول شي داهم وايي ،چې دامريکا سياست په عراق او افغانستان کښې توپير لري دهغو جنگيالو،چې د طالبانو په دولت پورې اړه لري بريدونه ډېر شوي دتوماس پيکرنگ او جنرال جيمزجونز په څېړنوکښې ويل شوي ،چې افغانستان په يوه څلور لاري کښې ولاړ دى، دحل کومه لاره نه ليدل کيږي ويسا له منځه تللې .

دافغانستان دخلکو او دحکومت ترمنځ دحکومت او ولسي جرگې ترمنځ يو په بل باندې ويسا کيداى نه شي .

ددې کبل دادى،چې داټول دشخصي گټو دخوندي کولو لپاره سره پنډ شوي، دوى کښې اسلامي او ملي احساسات نه شته ، په خوله داخبرې کوي ،په عمل کښې ددوى کورونه،پانگې او ځمکې دوى باندې شاهدي تيروي،چې دوى سپېڅلي خلک نه دي، ددوى ورځني خرڅونه، ټنډ وجودونه بل څه وايي ،دوى ته دهغو جناياتو سيله شوې،چې دوى دامريکا له يرغل سره کړې ده، چې ډېر پښتانه يې وژلي دي، له نيکه مرغه هغه فلمونه او سندونه ټولې نړۍ ته رسيدلي دي . همدغه خبره ده ،چې دملت او حکومت ترمنځ ويسا نه ليدل کيږي،چې داسې حالات وي بيا دحل لاره نه شته داحکومت به هيڅکله حکومت نه وي .

داروپا اوامريکا خلک ددغو ناولو خلکولپاره نه غواړي خپل زامن دمرگ خولې ته ورکړي ، هرڅوک ،چې وژلو ته ځان ورکوي هغه بويه يوازې پيسې نه وي څه تقدس دې ولري. کله،چې څوک ووژل شي په پيسو کله ژوندي کيږي ؟ دين ،خپلواکي او ناموس هغه څه دي ،چې خلک جاروتلو ته راکاږي هغه ټيټ او بې ننگه خلک وي،چې دځان لپاره حلال ژوند موندلى نه شي، که لس وارې دپيسو ملي اردو جوړه شي ،هر وارې به وتښتي بيا به نور خلک په ډېرو پيسو راولي پښتانه په دې پوهيږي ،چې وايي ” ياري په جوارۍ نه کيږي ” ياري دزړه مينه غواړي . په انگليستان کښې هم داڅېړنې شوي ،چې داوړۍ نه شړۍ کيږي او هغوى خپله څېړنه دانگليستان حکومت ته ورکړې ده، که حکومت هغه ونه مني دوى دا پرېکړه کړې ده،چې دمارچ په مياشت کښې به په لاريونونو لاس پورې کړي ، اروپايان يوه خبره په خوشحالۍ مني ،چې افغانستان سره په بيا رغونې کښې مرسته وشي،ځکه دايو بشري هوډ دى، بيا هغه سوله او صداقت غواړي،چې تالان گر او جنگسالاران دې محاکمه شي. حامد کرزي په دې برخه کښې په ښکاره تورو ويلي دي” چې زه داتوان نه لرم ” خو جمهوري رياست مې خوښ دى بيا هم غواړم،چې جمهور رييس پاتې شم دا دکوڅې دماشومانو خوى دى لکه ،چې لوبې کوي .

اطاعت داولوالامر ځکه نه کړم

خليفه دزمانې په زړه کافر دى

پلاريې وواژه په بند،وروڼه په توره

په آزار دمؤمنانو بهادر دى

دابليس غوندې مکرونه يې په زړه کښې

په فريب کښې تر ابليسه لا ماهر دى

دايو داسې کلام دى،چې روان حالات بيانوي کوم،چې ده ليدل دايو تاريخ هم دى،يوه تجربه او دستور هم . پښتانه زلميانو ته په کار دي،چې دا ولولي ځکه عيني واقعيت دى، سترگې نه شي ترې پټيداى .

دلته ځکه دپرنگيانو له خبرو وليکل شي،چې اوس افغانستان کښې دوى دي، دامريکا يو لوى دپلومات او يو پوځي جنرال دوه امريکايان دي ،دوى په افغانستان کښې و. دوى، چې دواړه هېوادونه يې ليدلي دي او دنده يې ترسره کړې ده، دواړه اړخه ښه پېژني .

درښتياني ژور ناليزم له مخې ددوى خبرې غوره او کاري دي ،په عامو وګړيو کښې ويل کيږي،چې يوه خبره له دوو خولو نه توپير کوي داسې نه، چې خبره توپير لري څوک يې،چې وايي هغه ته غوږ نيول کيږي،يو دپلومات په سياست کښې يو جنرال په عسکرۍ کښې ،چې وايي نړيوال قوتونه په افغانستان کښې له ماتې سره مخامخ دي، په دې باندې باور په کاردى . په دې وروستيو ورځو کښې افغانستان کښې دپوهنې وزير وويل: پنځه سوه دېرش ښوونځي له منځه تللي دي داسمه ده،ځکه ،چې دهغه کار له ښوونې او ښوونځي سره دى . بيا که دجرمني دبهرنيو چارو وزير ووايي ،چې داسمه نه ده هغه هم يو وزير دى ،په جرمني کښې ښايي هغه له چا اوريدلي وي او دغه افغان وزير ليدلي دي په ژور ناليزم کښې ،چې هماغه صحافت دى له خبر نه دخبر سرچينه ډېره غوره ده، چې مسوول سړى هم دى .

څوک چاته څه وايي؟ په صحافت څوک،چاته ،څه درې واړه پوښتنې مهمې دي .

بيا خوشحال خان :

که سړى په مصلحت کښې لربر نه شي

زه ضامن چې دده کار به ابتر نه شي

دخوشحال خبرې واړه نصيحت دى

مگر خر وي چې په زړه يې اثر نه شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *