جمعه , 25 مې 2018
کورپاڼه / سلايډ / د کوتک په زور نوملیکنه
Afghanistan-Election

د کوتک په زور نوملیکنه

حبیب مجاهد
پرون یو چا په فیسبوک کې ډیره پر ځای خبره لیکلې وه، وایي : که زموږ او ستاسو په رایو کوم تغیر راتلای نو هیڅکله به چا د رایې اچولو حق نه وای راکړی. دا چې اوس ظاهرا د رایې اچولو حق راکوي او حتی په زور او تهدید مو رایې کارولو ته هڅوي، معلومه خبره ده چې زموږ له رایوڅخه نه ویریږي.

د اوسنیو دموکراسیو په اړه دا خبره یو منل شوی حقیقت دی چې اصلي ټاکنه هغه خلګ نه کوي چې رایې اچوي، بلکې ټاکنه هغه څوک کوي چې رايې شمیري. او کله چې بیا ټاکنې په یوه داسې هیواد کې وي چې تر اشغال هم لاندې وي، په اداري فساد کې یې ریکارډ جوړ وي او په رایو کې د تقلب تر ټولو بدنام انتخابات هم په کې ترسره شوي وي. په داسې هیواد کې خلک حق لري چې د ټاکنو په بهیر خپل باور له لاسه ورکړي او له برخې اخیستلو څخه انکار وکړي.

شاید همدا دلائل به وي چې د ارګ د واکمن اشرف غني لخوا د ټاکنو لپاره د نوملیکنې د پروسې له رسمي افتتاح وروسته د څو ورځو په تیریدو لا هم د نوملیکنې مراکزو ته د حساب وړ خلکو مراجعه نه ده کړې، چې دې حالت د دموکراسۍ متصدیان خورا وارخطاء کړي دي او له ناچاره یې د زور او تهدید کارولو ته لاس اچولی.

خبرونه وایي چې په تیرو څو ورځو کې چې حکومتي لوړپوري له خپلو میرمنو سره د نوملیکنو مراکزو ته حاضر شوي بیا هم نه دي توانیدلي چې اولس ته قناعت ورکړي او نوملیکلو ته یې وهڅوي. تر دې چې دې وضعیت خو چارواکي دومره بې کنتروله کړي چې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق خلکو ته اعلان کړی چې که څوک د ټاکنو لپاره کارت وانخلي نو په حکومتي ادارو کې به یې عریضه ونه منل شي.

دا ښايي د دموکراسۍ د تاریخ تر ټولو مسخره چلند وي چې له عامو خلکو سره کیږي. ځکه که د دموکراسۍ معنی د اولس د ارادې او خوښې تمثیل وي نو بیا دې ته څه ضرورت دی چې خلک تهدید کړل شي او د کوتک په زور د کارت اخیستلو او رایې کارولو ته وادار کړای شي.

اصلي خبره دا ده چې زموږ اولس له کارت اخیستلو څخه په انکار اصلا دغه قلابي دموکراسي رد کړې او هغه یې یوه پردۍ ډرامه بللې ده. د اولس لخوا د وارداتي او جعلي دموکراسۍ دې رد د دموکراسۍ متصدیان پوره وارخطا کړي او د هغوی حیثیت یې له چیلنج سره مخ کړی دی. قوي احتمال شته چې په راتلونکو ټاکنو کې به عام اولس شرکت ونه کړي چې دا به د دموکراسۍ له شعار سره راغلیو امریکایانو او د هغوی ګوډاګیانو ته خورا دروند ګوزار وي.

قلابي دموکراسۍ زموږ په هیواد کې دومره غمیزې زیږولې دي چې شمیرل یې د دې لیکنې د وس خبره نه ده. تجربو ثابته کړې چې زموږ په هیواد کې دغسې پردۍ نسخې کارنه ورکوي او نه هم د ټوپکو، کوتکو او ډالرو په زور پردۍ څپیاکې په دې دیوال سریښیږي.

له دې حالت څخه باید اشغالګر او ټول ښکیل اړخونه زده کړې چې اولس په اوسنۍ حالت راضي نه دی، افغان اولس باید پریښودل شي چې پرته له بهرنۍ مداخلې له خپلو دیني او ملي معیارونو سره سم اسلامي حکومت جوړ کړي، تر څو د جګړو له ناورین څخه د خپلواک نظام په سیوري کې ساه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *