جمعه , 25 مې 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / خپلو خلکو ته دبش وروستۍ وينا !
حداد

خپلو خلکو ته دبش وروستۍ وينا !

 

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

د ۲۰۰۸ ع کال دجنوري په ۲۸دامريکا دجمهور رييس بش دوه يمه دوره هم پاى ته په رسيدو شوه او خپله کالنۍ وينا يې وکړه، چې دايې وروستۍ وينا وه ،بش په دې وينا کښې اقتصادي بحران ته پاملرنه وکړه، چې دابه سم شي که چېرې کانگرس يو سل پنځوس ميليارده ډالره ورکړي، چې اقتصادي فعاليتونو کښې يو خوځښت راشي ،بش دعراق خبره داسې وښودله، چې هلته به دعراق حکومت وکولاى شي خپلې چارې ترسره کړي او په هماغه انډول به امريکايي پوځ وځي. دده له وينا وروسته دديموکرات گوند يوه غړي بش ته ځواب ووايه ” که دامريکا کانگرس په اکثريت داومني” اقتصادي بحران ،دامريکا بد شهرت ،دجگړو وژل شوي ،مات او گوډ روحي ناروغان ډېر دي .

بيا دالجزيرې په تلويزيون کښې هغه ناوړه چارې وښودلى شوې،چې عراق کښې شوې وې او ډېرو سياستپوهانو دده د دورې نيمگړتياوې وښودلې ، ټول ناهيلي ښکاريدل . حامدکرزي بيا پاکستان ته وويل : دبېنظير بوټو مرگ وښودله افغانستان او پاکستان يو بل سره مرستې ته اړ دي ،چې دترهه گرۍ مخه ډب کړي . پاکستان په خپل کارپوهيږي او داسې ښيي ،چې ته مونږ ته اړ يې مونږ تاته اړ نه يو. داتجربه شوې که دپاکستان لاره دافغانستان په لور بنده شي ،بيا به افغانستان کښې گراني راشي. افغانستان توليد نه لري،هره ورځ په تلويزيونونو کښې ليدل کيږي ،چې حکومت عام وگړويو سره مرسته نه شي کولاى، په لارو کوڅوکښې دخلکو فريادونه اوريدل کيږي؛ نه څوک ماړه دي نه له سړو اويخنۍ ځان ساتلى شي؛ نو حکومت،حکومت نه بولي. لارې کوڅې په ډېرانونو بدل شوي ،ترهه گري يو پلمه ده ،هغه نه شته او داخبره وتلې ده، چې هر حکومت به خپلو مخالفينو ته ترهه گر وايي اوس کاناډا ،اروپا له دې اوږدو بې خونده حالاتو ځان وباسي. دبش وروستۍ وينا وښودله ،چې نړۍ يې په دې حالت کښې پرېښودله، هيچا هغه سمه ونه بلله دافغانستان حکومت داڅرگندونې کوي ،چې دلته، هلته دحکومت مخالفين وژل شوي. امريکا وايي ،چې ايران طالبانو سره مرسته کوي ،طالبان دانه مني اوداسې څه نه ليدل کيږي . په فراه کښې څوماينونه موندل شوي ،چې ايران کښې جوړ شوي وي طالبان هغه څه کوي؟ طالبان په ماين جگړه نه کوي که طالبان ترهه گر و؛ نو دافغانستان په تاريخ کښې داجگړې ،چې تيري کوونکي سره شوي ،هغه ترهه گرو کړي دي که هېوادپالو؟

استاد احمدعلي خان کهزاد ليکي سکندر، چې افغانستان ته راغى هغه سره په هره سيمې کښې مقاومت وشو سکندر ډېر په عذاب شو،تردې ،چې مور يې ورته وليکل څنگه افغانستان کښې ډېر وځنډېدې ؟ هغه په ځواب کښې وويل : دلته هر يو سکندر دى ستاد کهزاد وايي داجگړه سکندر سره چاکوله ؟ بيا پخپله ځواب وايي دلته آباد ښارونه ،منظم سرتيري او څارقوماندانان ول،چنگيز هم داسې شو،هغه مهال باندې مونږ وياړو انگليس ،چې ماته وخوړه افغانانو په کابل اوميوندکښې دوىووهل هغه هم ترهه گر ودسولې او خلکو تاريخ په هغو نومياليو وياړي. سبا بيا دغه خبره ده ،چې غازيان څوک و،او لاتيان څوک و؟ هغوى ،چې بهرنيانو سره دريدلي وه، دسبا ورځې هېواد پلورونکي دي او هغوى،چې له بهرنيو سره جگړه کوله غازيان دي .

اوس ،چې اروپا او امريکا ستړې شوه تاسو به پاتې ياست او دتاريخ څرگند قضاوت دڅلورو ډالرو لپاره او دا دنگې ماڼۍ ،چې هلته به دکرارۍ شپې تېرې نه کړي . استاد کهزاد ليکي په ويد اويستا او شاهنامو کښې زمونږ دپلرونو ادبي ،تاريخي او حماسي اتلولي ليکل شوې ده، دا په مېړانه ترلاسه شوې، نه په رشوت،ناځوانۍ او غلامۍ.

اميرالمؤمنين ملامحمد عمر يوله هغو تاريخي څېرودى ،چې خپله دنده يې ترسره کړه .

دبي بي زينبې ناره :

که جنگه دورځې سخته جنگه

شاه حسين پر شا نه ځي

ويره کوي دراتلونکي وخت له ننگه

پښتانه دتاريخ له قضاوته ويره کوي ،چې دوى بې ننگه ونه بلل شي هغوى ،چې تاريخ ته نه گوري هغوى دنيا او آخرت بايلي ،دپنځو ورځو لپاره څښتن تعالى دې ميړني له دې حاله وساتي .

په جهان دننگيالي دي دا دوه کاره

يا به وخوري ککرۍ يابه کامران شي

پښتنو له خپل بې ساري مقاومت سره اووکلونو کښې دنړۍ څېره واړوله په سيمې کښې دلمر څرک بريښي دامريکا او بش نوى منځنى ختيځ په بدحال کښې پاتې شو، مرکزي آسيا هم نه شوه جوړه تودې اوبه له روسانو پاتې شوې.

زمانه په اسلام کفر سمه گرځي

فرق دتورو دسپين کله نابينا کا

ما ددهر علامت په سترگو وليد

په هردم هزار پيدا هزار فنا کا

که دگلو غنچه کېږدم په دستار کښې

شوم طالع مې هلته خار ځنې پيداکا

(رحمان )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *