جمعه , 25 مې 2018
کورپاڼه / خبرونه / لاریونکوونکود کندز- بغلان لار تړلې ده
لاریون

لاریونکوونکود کندز- بغلان لار تړلې ده

یوشمیر لاریون کوونکو داعتراض په توکه د کندز – بغلان لار د ترافیکو پرمخ تړلې او په دغه سیمه کې د تړل شوې لوېې لارې مسافر دسختو ستونزو سره مخ دي.
د بغلان امنیتي مسئولینو ویلي چې دکندز – بغلان لویه لار وروسته له هغې دچارشنبي داوسیدونکوخوا وتړل شوه څه وخت چې په همدغه سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو د استازي قدرت الله ذکي د موټرو پر کاروان برید وشو.
د بغلان د امنیت امر امیرګل حسین خیل رسنیوته ویلي چې د تخار دخلکو پر استازي په همدغه سیمه کې وسله والو طالبانو برید کړی و چې په ډزو کې یو تن د سیمې اوسیدونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي..
حسن خیل ویلي چې د ملکي کسانو د وژنې او ټپي کیدو په خاطر د سیمې اوسیدونکو لاریون کړی او د کندوز بغلان لویه لار ېې تړلې ده چې دخلاصون لپاره ېې دلایوون دتنظم کوونکوسره دلارې دخلاصون لپاره هڅی روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *