جمعه , 20 اپریل 2018
کورپاڼه / خبرونه / نېکلسن: پر طالبانو پوځي فشار زياتوو
نیکلسن-

نېکلسن: پر طالبانو پوځي فشار زياتوو

په افغانستان کي د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت مشر جنرال نېکلسن وایي د سولې لپاره به پر وسله والو طالبان د دیپلوماتیکو او ټولنیزو فشارونو تر څنګ پوځي فشارونو ته هم دوام ورکړي څو سولې ته غاړه کیږدي.
نیکلسن دا وینا په داسې حال کې وکړه چې دیوشمیر افغان چارواکوسره یوځای کندهار ته تللې ؤ، په کندهارکې یوې خبرې غونډې ته نیکلسن وویل چې دسفر موخه ېې په کندهار کې دامنیت ارزونه ، دسولې خبرې او راتلونکې ولسې او ولایتي شوراګانو ټاکنې دي.
نوموړي وویل، نړیواله ټولنه به تر هغو خپلو پوځي فشارونو ته دوام ورکوي، چي وسله وال طالبان سولې ته چمتو شوي نه وي.
سیاسي شنونکو کندهار ته د نیکلسن دسفر په اړه ویلي چې دانتخاباتو لپاره ترنورو افغان چارواکو لومړې نکلسن کمپاین پېل کړ او دکندهار له خلکو ېې په انتخاباتوکې دګډون غوښتنه وکړه دا ددې مانا ورکوي چې انتخابات به د نیکلسن ترڅارنې او سیورې لاندې کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *