جمعه , 20 اپریل 2018
کورپاڼه / خبرونه / د چپرهارد ډاګو لېسې مدير وژل شوی
داګو

د چپرهارد ډاګو لېسې مدير وژل شوی

ناپېژاندو وسله والو د چپرهار ولسوالۍ د ډاګو لېسې مدير عبداللطيف خان وژلی دی. عبداللطيف د جلال اباد ښار د بيز اکمالاتي سيمه کې ماښام جومات ته د لمانځه لپاره تللی و چې د مخ پټو وسله والو له لوري ووژل شو.

 مدير عبداللطيف د کورنۍ يوه غړي ويلي چې هغه له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده او نه پوهېږي چې ولې وژل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *