جمعه , 20 اپریل 2018
کورپاڼه / خبرونه / سپینه ماڼۍ: له سورېې خپل پوځ راباسو
نیروهای امریکا در سوریه

سپینه ماڼۍ: له سورېې خپل پوځ راباسو

د سپینې ماڼې ویاندې سارا سندرز ویلي که څه هم په سوریه کې د امریکایی پوځ ماموریت لا پای ته نه دی رسیدلې خو ټرمپ غواړي له سورېې ځپل پوځ را وباسي.
ټرمپ دا وینا وروسته له هغې وکړه چې دفرانسې جمهور رئیس مانویل مکرون فرانس پرس ته ویلي وو چې ټرمپ ېې له سورېې د پوځ په نه را یستلو قانع کړیدی.
دسپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز په واشنکټن کې خبریالانوته ویلي ټرمپ په څرګند ډول وویل چې غواړي ژر ترژره خپل پوځ له سورېې را وباسي.
په سوریه کې د امریکا او روسېې ترمنخ تا و تریخوالي ته په کتوسره سیاسي شنونکي وايي شاید ټرمپ دپوتین له هغه ګواښه خپل پوځ له سورېې راباسي چې پر سوریه دامریکا له برید وروسته ېې رسنیو ته ویلي وو : امریکا به پرسوریه دبرید عواقب وګوري.
دسپینې ماڼۍ ویاندې سندرز په خپله وینا کې ویلي زموږ پوځونه سورېې ته دداعش دله منځه وړلولپاره لیږل شوي ووخوداچې په سوریه کې موږ سره ملګري هېوادونه په نظامي او اقتصادي مسئولیت په غاړه اخستنه کې څه نظر لري دهغې انتظار کوو.
دسورېې دحالاتو دڅارونکو به نظر امریکا نه غواړي په یواځې سر یا یواځې دبرتانېې او فرانسې په ملتیا په سوریه کې جنګ پېل کړي ځکه خوېې بل برید پرسوریه ونه کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *