جمعه , 20 اپریل 2018
کورپاڼه / سلايډ / افغان او افغانستان
حبیبی

افغان او افغانستان

 

 

ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي

په تیرپسې

د اگست په ١٥ لغمان ته راغى او درې ورځې يې هلته تېرې کړې، د اگست په ٢٠ ننگرهار ته راغى، دوه مياشتې هلته پاتې شو، د نومبر له لومړۍ نېټې نه د گندهارا په نورو برخو او د دسمبر له لومړۍ نېټې نه د پېښور په سيمو کې و، د ٦٣١ع د جنوري په لومړۍ نېټه د سند د سيند په کڅونو کې په سفر روان شو او د اپريل په ١٠ نېټه ټکسيلا ته ورسېدو دى ١٢ کاله په هند کې پاتې شو او په بېرته راستنېدو کې د ٦٤٣ع کال د دسمبر په ١٥ نېټه بېرته ټکسيلا ته راغى او بيا يې د افغانستان لاندني ښارونه وليدل.

د دسمبر په ٢٥ نېټه د فيل په سورلۍ له اباسين نه – راواوښت، د ٦٤٤ع کال د مارچ په ١٥ نېټه لغمان ته راورسېد او د هغه ځاى له پاچا سره يوه مياشت پاتې شو، د جون په ١٥ “فه-له-نه” يعنې “بنو” ته ورسېد، د جون په ٢٠ “او-پو-کين” او د جون په ٢٥ “تساو-کيو-تو” (غزني) ته ولاړو د جولاى په لومړۍ نېټه اورتسپانه (کابل)و د جولاى په ٥ کاپيسا، د جولاى په ٢٠ اندراب، د اگست په لومړۍ نېټه توخار (تخار)، د ستمبر په ٨ بدخشان او د دسمبر په ١٢ پامير ته ورسېد چې بيا له هغه ځايه يارکن  او ختن ته تېر شو.

د هيون تسنګ سفرنامه د “سي-يو-کى” يعنې د لويديځو هېوادو خاطرې نومېږي او له چيني ژبې نه په انگليسي ژباړل شوي او په وارو- وارو خپره شوې ده چې د دې ارزښتناک کتاب يوه برخه د هغه وخت د افغانستان د خاورې او خلکو د جغرافيايي، ديني، سياسي او اجتماعي اوضاعو په باب ډېر په زړه پورې مواد لري او کله چې دى له هند نه په راغبرگېدو کښې “فه-له-نه” يعنې د “بنو” ولايت ته رسېږي، د “سي-يو-کي” د ومړي ټوک په ٢٦٥ مخ کې (انگليسي ژباړه) د “او-پو-کين” (o-po-kien) په نامه يوه سيمه د بنون او غزني ترمنځ د بنو شمال لويديځ او د غزني جنون ختيځ، ته يادوي چې تر ده وړاندې يوه بل چيني زايرفاهيان هغه د “لو-يې” يعنې “روه” (Roh) په نامه ياده کړې وه (٢) څېړونکو خصوصاً جنرال کننگهم د هند د لرغوني جغرافيې ليکوال دا “او-پوه-کين” د “اوه گان” (افغان) له کلمې سره تطبيق کوي او وايي چې هيون تسنگ د دې خلکو ژبه هندي نه بولي خو د ده په وينا يې د هند له ژبو سره لږ ورته والى درلود نو له دې نه به مطلب پښتو وي او څرنگه چې چينې “او-پو-کين” همغه د لرغوني “ا-وه-گان” هجاوي (څپې) لري نو بويه په باور ووايو چې مراد همدا افغان دى چې اوس هم د سندهـ او غزني ترمنځ د پکتيا-پکتيکا او غزني ولايتونو د افغاني اصيلو او لرغونو قبيلو استوگنځي دي، دى حتماً د همدې کورمې گوملې په غرونو چې د “او-پو-کين” يعنې “افغان” استوگنځى و او په همدې نامه يادېده، د پکتيا ولايت ته وراوښتى دى.

نوربیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *