جمعه , 20 اپریل 2018
کورپاڼه / خبرونه / ارزګان نیان: راتلونکې ټاکنې ورته د منلو وړ نه دي
ارزګان

ارزګان نیان: راتلونکې ټاکنې ورته د منلو وړ نه دي

دټاکنو کمیسیون په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکنې به په خپل وخت په ټول هېواد کې ترسره شي خو د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ یوشمېر مدني فعالان او قومي مشران وايي، په دغه ولایت کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د امنیت له پلوه زمینه نه ده برابره په وینایې چې د ارزګان ولایت ۹۰ سلنه خلک په یادو ټاکنو کې ګډون نه شي کولای
دارزګان قومي مشرانوویلي چې په ارزګان کې ټاکنې نا ممکنې دي او نه پکې خلک ګډون کوي ځکه د ولایت په ۹۰سلنه ساحه حکومت کنترول نه لري اونه خلک د انتخاباتو ښه خاطره لري، قومي مشران وايي چې د اشرف غنی حکومت ورته هیڅ نه دی ورکړي ځکه ورته انتخابات بې ګټې ښکاري.
قومي مشرانوویلي که حکومت په ارزګان کې د رایو اوچوونومرکزونه جوړکړي دا به دټول ارزګان نماینده ګې ونه کړي یواځې د ولایت نږدی خلک به راېې ورکړي چې دا ډول ټاکنې ورته دمنلو نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *