جمعه , 20 اپریل 2018
کورپاڼه / سلايډ / افغان او افغانستان
hh

افغان او افغانستان

 
ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي

 

په تيرپسې
همدا فريدون په داستان کې يو بل ځل وايي :
همه گرد ايوانو دورويه سپاه
بزرين عمود و به زرين کلاه
سپهدار چون قارن کاوان
به پيش سپاه اندرون آوگان
(لومړى ټوک، ١١٦ مخ)
که څه هم چې د شاهنامې داستانونه تاريخي سندونه نه دي خو زيات پخواني حقيقتونه په کې نغښتي دي. د نمونې په توگه په همدې بيتونو کې قارن ياد شوى چې د قارن کورنۍ د اشکانيانو د دورې يوه اشرافي کورنۍ وه او په (٥٠ع) کال کې د بين النهرين اشکاني واکمن کارنس (Carenes) نومېده (وگورئ: د مينارسکي د ويس ورامين مقاله، ٤٣١ مخ، د تهران چاپ، ١٩٥٨ع کال).
دا “اوگان” هم هماغه د ساساني عهد “ابگان” ته ورته دى خو په زړو روايتونو کې د فريدون سپه سالار و چې هغه يې سمکنان د زوى آوه نومي پهلوان سره منسوباوه او الماني بوستي په خپل کتاب “ايراني نومونه” کې وايي چې “د اوه اصل اوستايي دى د مهربان او لاس نيوونکي په نامه” (د شاهنامې فرهنگ، ١٢ مخ، د تهران چاپ، ١٩٤١ع) خوپه شاهنامه کې په خپله دا دوه کسان د کيخسرو د وخت اتلان (پهلوانان) دي چې له افراسياب سره د ده په لويه جگړه کې داسې ياد شوي دي:
چو کيخسرو ان رزم ترکان بديد
که خورشيد گشت از جهان ناپديد
سوى اوه و سمکنان کرد روى
که بودند شيران پر خاشجوى
(شاهنامه ٢٨١مخ، ٥ ټوک)
په هر حال له دې يادونې څخه داسې څرگندي:ي چې اوه-اوگان په لرغونو اريايي رواياتو او شاهنامو کې دود و او که د بوستي د وينا له مخې يې اصل اوستايي وبولو نو معنى به يې مهربان او لاس نيوونکى وي چې داسې نومونه له لرغونو اتلانو سره وړ وو او که بيا وروسته د يوه قوم او يا ټولنې په معنى اښتى وي ليرې نه ده.
که د ابگان، په اگان او اوگان کلمو ته په زړو رواياتو او د ساساني دورې په پاتې شونو کې د باور وړ اهميت ورکړل شي لکه چې سپرنگ لنګ او اولف کيرو همدا نظر لري نو دعوه کولاى شو چې د افغان نوم يا صفت د ابگان او اپه گان په بڼه له دريمې عيسوي پېړۍ (صدۍ) څخه اخيستل کېده او بادشاهانو، اداره چيانو او واکمنانو پېژانده او دا سند تراوسه د دې نامه د لرغونتوب په باب د يادولو وړ زوړ سند دى چې د زړو روايتونو “اوگان” هم ورته دى.
دوهم زوړ سند چې د دې نامه په باب يې لرو د هند له ترلاسه شويو او پاتې شويو آثارو سره اړه لري چې دا نوم د اوه گانه (Avagana) په بڼه چې د ساساني دورې د ابگان او اپه گان له بڼو سره ورته دى په هندي آثارو کې په لاندې تفصيل مومو :
نوربیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *